ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اِستَر - لسم فصل

د خشایار شاه او مردخای شان او شوکت

۱خشایار شاه په خپلې امپراتورۍ کې هر یو دې ته مجبور کړ چې باج ورکړي، حتی هغه خلک چې د دریاب څخه لېرې او یا د دریاب په غاړه اوسېدل. ۲هغه ټول لوی او عجیبه کارونه چې خشایار شاه کړي وو او هغه پوره کیسه چې هغه څنګه مردخای ته لوړ مقام ورکړ، هغه د ماد او فارس د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۳یهودي مردخای د خشایار شاه څخه وروسته دوهم کس ؤ. یهودیانو هغه ته په درنه سترګه کتل او ورباندې ګران ؤ. هغه د خپلو خلکو د ښېګڼې او د هغوی د ټولې اولادې د ارامۍ دپاره غږ پورته کاوه.