ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او يو زبور

د پاچا وعده

(د داود زبور)

۱زه به ووایم سندره د تلپاتې مینې او انصاف

ای څښتنه، تاته به ووایمه زه د ثنا سندره

۲زه به کومه پام چې خپل ژوند تېر کړم بې ګناه

ته به زما مرستې ته کله راځې؟

زه به په خپل کور کې ژوند کومه په صداقت سره

۳بدو شیانو ته کتلو نه به ډډه کوم

د بې ایمانو د کارونو نه زه کرکه کوم

زه به هغوی سره هېڅ کار نه لرم

۴زه به نه کړم درغلي

هېڅ کار به نه لرم بدۍ سره زه

۵زه به هغوی له منځه یوسم چې په پټه کړي غیبت د نورو

زغملی نه شم هغه خلک چې لري زړونه کبرجن او مغرورې سترګې

۶زه نېک ګڼمه هغه خلک چې وفادار دي

هغوی به پرېږدم ما سره واوسیږي

هغه خلک چې بې عیبه دي

وي به هغوی ته اجازه چې خدمت وکړي زما

۷چلباز به نه اوسیږي زما په کور کې

دروغجن به پاتې نه شي زما حضور کې

۸نابودوم بدکاره خلک هره ورځ په خپل وطن کې

او خراب خلک به د څښتن له ښاره وشړمه