ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - یودېرشم فصل

د مدیانیانو څخه بدل اخیستل

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<څه چې مدیانیانو د اسراییلو د خلکو سره کړي وو، د هغه په خاطر هغوی ته سزا ورکړه. چې کله دې دا کار وکړ، بیا به مړ شې.>

۳بیا حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <د جګړې دپاره تیار شئ، ترڅو وکولی شئ چې د څښتن په امر د مدیانیانو څخه بدل واخلئ او هغوی ته سزا ورکړئ. ۴د اسراییلو د هرې قبیلې څخه زر تنه جنګ ته ولېږئ.>

۵نو د هرې قبیلې څخه زر تنه انتخاب شول، ټول ۱۲۰۰۰ تنه د جګړې دپاره تیار شول. ۶حضرت موسیٰ هغوی جګړې ته ولېږل او د العازار کاهن زوی فینحاس د هغوی سره ؤ. هغه د مقدسې خېمې څخه لږ سامان او سرني واخیستل چې د جګړې د اعلانولو د اشارې دپاره ووهل شي.

۷څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو د مدیانیانو سره جګړه وکړه او د هغوی ټول نارینه یې ووژل. ۸په هغو کې د مدیان پنځه پادشاهان یعنې اوي، راقم، صور، حور او رابع هم شامل وو. همدارنګه هغوی د بعور زوی بلعام هم وواژه. ۹د اسراییلو خلکو د مدیانیانو ښځې او ماشومان ونیول، د هغوی ټولې پادې او رمې یې بوتللې او ټوله شتمني یې ورته لوټ کړه ۱۰او د هغوی ټول ښارونه او کمپونه یې وسوزول. ۱۱هغه ټول غنیمت چې هغوی نیولی ؤ او په هغه کې اسیران او حیوانات هم شامل وو واخیستل ۱۲او هغه یې حضرت موسیٰ، العازار او د اسراییلو قوم ته هغه کمپ ته چې د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ ؤ راوړل.

۱۳حضرت موسیٰ، العازار او د قوم ټول مشران د کمپ څخه د هغوی مخې ته ورووتل. ۱۴حضرت موسیٰ د لښکرو په قوماندانانو باندې چې د جګړې څخه راستانه شوي وو، په قهر شو. ۱۵له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <تاسو ولې ټولې ښځې ژوندۍ پریښې دي؟ ۱۶هغوی هغه څوک دي چې د بلعام په مشوره یې عمل کړی ؤ او زمونږ خلکو ته یې بلنه ورکړې وه چې د بعل فغور د خدای عبادت وکړي. ځکه څښتن مونږ ته سزا راکړه او په خپل قوم باندې یې وبا راوستله. ۱۷نو اوس ټول هلکان ووژنئ او هره ښځه چې د کوم سړي سره یوځای شوې وي ووژنئ، ۱۸مګر ټولې پېغلې انجونې ژوندۍ پرېږدئ او هغوی د خپلو ځانونو دپاره وساتئ.>

۱۹بیا حضرت موسیٰ جنګیالیانو ته وفرمایل: <که چېرې ستاسو څخه چا څوک وژلی وي یا مو یو مړي ته لاس وروړی وي، باید اووه ورځې د کمپ څخه دباندې پاتې شي. په دریمه او اوومه ورځ باید تاسو خپل ځانونه او هغه ښځې چې تاسو اسیرانې نیولې دي، پاکې کړئ. ۲۰همدارنګه هغه ټول کالي او ټول شیان چې د څرمنې، د وزو د وړیو او لرګیو څخه جوړ شوي وي هم پاک کړئ.>

۲۱العازار کاهن هغو نفرو ته چې د جګړې څخه راستانه شوي وو وویل: <دا هغه مقررات دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته ورکړي دي: ۲۲سره زر، سپین زر، برنج، اوسپنه، قلعي او سرپ ۲۳او نور ټول هغه شیان چې نه سوزي، باید په سره اور کې واچول شي او هغه به پاک شي. خو هغه هم باید د هغو اوبو په وسیله پاک شي کومې چې د پاکوالي دپاره استعمالیږي او هغه شیان چې په اور کې سوزي باید د اوبو په وسیله پاک شي. ۲۴په اوومه ورځ باید خپل کالي ومینځئ، بیا به په مذهبي لحاظ پاک شئ او کمپ ته د ننوتلو اجازه به ولرئ.>

د غنیمت وېشل

۲۵څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۶<باید ته او العازار د قوم د نورو مشرانو سره د اسیرانو او حیواناتو په شمول هغه ټول شیان وشمارئ چې د مدیانیانو څخه نیول شوي دي. ۲۷هغه نیول شوي شیان په دوه مساوي برخو ووېشئ، یوه برخه یې هغو جنګیالیو ته چې جګړې ته تللي وو او بله برخه یې پاتې قوم ته ورکړئ. ۲۸د هغو جنګیالیانو د برخې څخه چې په جګړه کې جنګېدلي دي، د هرو پنځو سوو اسیرانو، غوایانو، خرو، پسونو او یا وزو څخه یو یو څښتن ته د هغه د برخې په توګه بېل کړئ. ۲۹هغه څښتن ته د خاصې اعانې په توګه العازار ته ورکړئ. ۳۰د پاتې قوم له برخې څخه د هرو پنځوسو اسیرانو څخه یو او هماغه شان د پنځوسو غوایانو، خرو، پسونو او وزو څخه یو یو واخلئ او هغو لاویانو ته یې ورکړئ چې د مقدسې خېمې مسوولان دي.> ۳۱څښتن چې کوم حکم کړی ؤ، حضرت موسیٰ او العازار هماغسې وکړل.

۳۲‏-۳۵دا د هغو شیانو لست دی چې د جنګیالیانو له خوا نیول شوي وو، یعنې دا برسېره پر هغو شیانو دي کوم چې هغوی د خپلو ځانونو دپاره ساتلي وو: ۶۷۵۰۰۰ پسونه او وزې، ۷۲۰۰۰ غوایان، ۶۱۰۰۰ خره او ۳۲۰۰۰ پېغلې.

۳۶‏-۴۰د جنګیالیانو په نیمایي برخه کې ۳۳۷۵۰۰ پسونه او وزې وې، چې له هغو څخه ۶۷۵ یې د څښتن برخه وه. ۳۶۰۰۰ په کې غوایان وو، چې له هغو څخه ۷۲ یې د څښتن برخه وه. ۳۰۵۰۰ په کې خره وو، چې له هغو څخه ۶۱ یې د څښتن برخه وه او ۱۶۰۰۰ په کې پېغلې شاملې وې، چې له هغو څخه ۳۲ تنه یې د څښتن برخه وه. ۴۱نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، حضرت موسیٰ د څښتن ټوله برخه العازار کاهن ته ورکړه.

۴۲‏-۴۶د قوم برخه کټ مټ هماغه شان وه لکه څنګه چې د جنګیالیانو وه: ۳۳۷۵۰۰ پسونه او وزې، ۳۶۰۰۰ غوایان، ۳۰۵۰۰ خره او ۱۶۰۰۰ پېغلې. ۴۷له دې برخې څخه حضرت موسیٰ له هرو پنځوسو اسیرانو او حیواناتو څخه یو یو واخیست او هغه یې د څښتن د حکم له مخې لاویانو ته چې د مقدسې خېمې مسوولان وو، ورکړل.

۴۸د لښکرو قوماندانان حضرت موسیٰ ته ورغلل ۴۹او ورته ویې ویل: <باداره، مونږ خپلې لښکرې وشمېرلې، یو نفر هم کم نه دی. ۵۰نو مونږ به د سرو زرو ګاڼې، بازوبندونه، بنګړي، ګوتې، غوږوالۍ او غاړکۍ چې مونږ هر یو نیولي دي راوړي دي. مونږ هغه څښتن ته د خپل ژوند د بیې د ادا کولو دپاره وړاندې کوو، ترڅو هغه زمونږ ساتنه وکړي.> ۵۱حضرت موسیٰ او العازار هغه سره زر واخیستل چې ټول د ګاڼو په شکل کې وو. ۵۲د قوماندانانو د ټولې اعانې وزن نژدې دوه سوه کیلوګرامه ؤ. ۵۳په دې کې هغه شیان شامل نه وو کوم چې جنګیالیانو د خپلو ځانونو دپاره ساتلي وو. ۵۴نو حضرت موسیٰ او العازار سره زر مقدسې خېمې ته راوړل ترڅو اسراییلیان هغه د یادګار په توګه وساتي چې څښتن د هغوی سره مرسته کړې وه.