ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږ دېرشم زبور

د انسان بدکاري او د خدای نېکي

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور)

۱د زړه په تل کې د بدکاره خلکو

کوي ګناه خبرې

هغوی هېڅ وېریږي نه له خدایه

۲دا چې دوی ځان ته ډېر اوچت فکر کړي

فکر کوي چې خدای به نه کړي پیدا

د دوی ګناه او نه به یې وغندي

۳د دوی د خولې خبرې بدې، له درواغو ډکې

دوی نور نه کړي عقلمن کار او نېکي

۴کله چې پروت وي بستره کې پلانونه د بدۍ جوړوي

هغه خپل ځان په بده لار بوځي

نه اخلي لاس له بده کاره ځینې

۵تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې ای څښتنه

وفاداري دې تر فلکه رسي

۶ستا عدالت داسې قایم دی د لوړو غرونو په شان

د ستا انصاف لکه ژور دریاب دی

ته پام کوې په انسانانو او حیواناتو باندې

۷دا ستا تلپاتې مینه څومره قیمتي ده خدایه!

ستا د وزرو لاندې پناه اخلي ټول خلک

۸کړي د پرېمانه خوړو ستا نه خوراکونه هغوی

خپل د خوښۍ د سیند نه دوی ته، ته اوبه ورکوې

۹یې د ژوندون سرچینه

ستا د نور په سبب وینو مونږ رڼا

۱۰څوک چې تا پېژني هغو سره کوه مینه تلپاتې مینه

څوک چې نېکان دي د هغوی سره نېکي کوه ته

۱۱مه پرېږده مغروره خلک چې مې تر پښو لاندې کړي

یا بدکاران خلک چې ما وشړي

۱۲وګورئ هلته دي پراته هغه بدکاره خلک

غورځول شوي، بیا هېڅکله جګېدلی نه شي