ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - شپږویشتم فصل

۱لکه څنګه چې په اوړي کې واوره

او د لو په وخت کې باران مناسب نه دی

همداسې کم عقل انسان ته

درناوی کول هم مناسب نه دی.

۲لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا دې خوا الوزي

او یا توتکۍ ګرځي راګرځي او نه کښېني

همداسې بېځایه سپکې سپورې

په چا پورې نه نښلي.

۳لکه څنګه چې د اس دپاره قمچینه او د خره دپاره قیضه ده

همداسې د کم عقلانو د ملا دپاره لښته ده.

۴کم عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب مه ورکوه

هسې نه چې ته په خپله هم د هغه په شان شې.

۵کم عقل ته د هغه د جهالت سره سم ځواب ورکوه

هسې نه چې هغه ځان د حکمت خاوند وګڼي.

۶د کم عقل په لاس پیغام لېږل داسې دي

لکه خپلې پښې غوڅول او د ظلم زهر څښل.

۷د کم عقل د خولې متل داسې دی

لکه د ګوډ سړي پښه چې بېځایه زنګیږي.

۸کم عقل ته درناوی کول داسې دي

لکه څوک چې په مچنوغزه کې تیږه د سر نه تاوه کړي.

۹د کم عقل د خولې متل داسې دی

لکه د نشه انسان په لاس کې چې د اغزیو لښته وي.

۱۰هغه څوک چې کم عقل او لاروی سړی مزدور نیسي

د هغه غشي ویشتونکي په څېر دی چې هرڅوک ټپي کوي.

۱۱لکه څنګه چې سپی خپلې کانګې بېرته څټي

همداسې کم عقل خپل جهالت بیا تکراروي.

۱۲څوک چې خپل ځان د حکمت خاوند ګڼي

نو هغه د یو کم عقل نه هم بدتر دی.

۱۳لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «په کوڅه کې زمری دی!

او په چوکونو کې غړمبېدونکي زمري ګرځي راګرځي!»

۱۴لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو باندې تاویږي راتاویږي

همداسې لټ سړی په خپل کټ کې اوړي رااوړي.

۱۵لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شي

خو د لټۍ نه یې بېرته خولې ته وړلی نه شي.

۱۶لټ انسان خپل ځان د حکمت خاوند ګڼي

د اووه هوښیارانو نه چې په حکمت ځواب ورکوي.

۱۷څوک چې په غوسه د بل په شخړه کې لاس وهنه کوي

لکه څوک چې کوڅه ډب سپی له غوږونو نه راونیسي.

۱۸لکه څنګه چې یو لېونی د اور سکروټې

او وژونکي غشي وروي

۱۹د هغه چا په شان دی څوک چې بل غولوي

او بیا وایي چې ما ټوکې کولې.

۲۰له لرګیو او پوکي پرته اور مړ کیږي

او د غیبت پرته جنګ ختمیږي.

۲۱لکه څنګه چې لرګي اور اخلي او سکاره په سکروټو بدلیږي

همداسې د جنګ اور له جګړه مار سړي نه پورته کیږي.

۲۲د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان دي

چې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.

۲۳خوږې خبرې د زړه شرارت پټوي

لکه په خاورین لوښي چې رنګ پورې شي.

۲۴کینه ناک انسان په خوږو خبرو خپله کرکه پټوي

خو د زړه په تل کې یې ټګي ساتلې وي.

۲۵کله چې هغه خوږې خبرې کوي نو باور پرې مه کوه

ځکه زړه یې د اووه بدیو نه ډک دی چې د کرکې وړ دي.

۲۶که د هغه کرکه په دروغو د پردې لاندې پټه وي

خو شرارت به یې ټولو خلکو ته بیاهم ښکاره شي.

۲۷څوک چې بل ته کنده کیندي

نو په خپله به په کې راوغورځیږي

او څوک چې د بل په طرف تیږه ورغړوي

نو په خپله به پرې راورغړیږي.

۲۸دروغجنه ژبه او کرکه د سړي زړه ټوټې ټوټې کوي

او د غوړه مالۍ خبرې تباهي راولي.