ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - پنځه دېرشم فصل

د سبت دپاره مقررات

۱حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم سره راغونډ کړ او ورته ویې فرمایل: <دا د څښتن حکمونه دي چې تاسو به ورباندې عمل کوئ: ۲تاسو باید په هفته کې شپږ ورځې کار وکړئ، مګر په اوومه ورځ چې د څښتن مقدسه ورځ ده ارام وکړئ. هرڅوک چې په هغې ورځ کار وکړي، هغه دې ووژل شي. ۳حتیٰ د سبت په ورځ په خپلو کورونو کې اور هم مه بلوئ.>

د مقدسې خېمې دپاره نذرانې

(هجرت ۲۵: ۱ - ۹)

۴حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم ته وفرمایل: <څښتن داسې امر کړی دی: ۵څه چې تاسو لرئ د هغو څخه د څښتن دپاره یوه نذرانه یوسئ. هرڅوک چې په خپله خوښه څښتن ته نذرانې راوړي نو دا نذرانې دې راوړي: سره زر، سپین زر او برنج، ۶ښه کتان او آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي، ۷سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی، ۸د څراغونو دپاره تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې، ۹سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي.

د مقدسې خېمې دپاره سامان

(هجرت ۳۹: ۳۲ - ۴۳)

۱۰په تاسو کې چې څومره ماهر خلک دي هغوی دې راشي او هغه ټول شیان دې جوړ کړي چې څښتن یې امر کړی دی: ۱۱لکه مقدسه خېمه او د هغې پوښونه، چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې، ۱۲د لوظ صندوق او د هغه میلې او د هغه سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي او پرده چې هغه ورباندې پټیږي، ۱۳مېز د پایو او ټول سامان سره او مقدسه ډوډۍ، ۱۴د رڼا دپاره څراغدان د هغه د سامان سره، د رڼا دپاره څراغونه او تېل، ۱۵د خوشبویۍ قربانګاه د هغې د میلو سره، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پرده، ۱۶د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه برنجي جالۍ، میلې او ټول لوښي، برنجي تشت د پایې سره، ۱۷د حویلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حویلۍ د دروازې دپاره پرده، ۱۸د خېمې او حویلۍ دپاره مېخونه او رسۍ، ۱۹ښکلي کالي چې په مقدس ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د هارون کاهن دپاره خاص لباس او د هغه د زامنو دپاره لباس چې د کاهنۍ د خدمت په وخت کې یې اغوندي.>

خلک خپلې نذرانې راوړي

۲۰وروسته بیا د اسراییلو ټول خلک د حضرت موسیٰ د حضور څخه لاړل. ۲۱بیا هغو خلکو چې زړونو یې غوښتل چې څښتن ته نذرانې راوړي، نو هغه یې راوړلې چې په مقدسه خېمه، د عبادت په خدمتونو او د کاهنانو د کالیو په جوړولو کې ورڅخه کار واخیستل شي. ۲۲نو ټول خلک یعنې نارینه او ښځې په خپله خوښه راغلل او هغوی د سینې ګلان، غوږوالۍ، ګوتې او غاړه کۍ او هر ډول د سرو زرو ګاڼې راوړلې او څښتن ته یې وقف کړل. ۲۳د هرچا سره چې آبي، بانجاني یا سرې وړۍ، ښه کتان، د وزو د وړیو څخه جوړ شوی ټوکر، سره رنګ شوي د پسه پوستکي یا ښې څرمنې وې هغه یې راوړلې. ۲۴د چا سره چې سپین زر یا برنج او یا د غز لرګي وو هغه یې راوړل او څښتن ته یې د سوغات په توګه وړاندې کړل. ۲۵هغو ټولو ښځو چې د ګنډلو او اوبدلو په کار کې یې مهارت درلود آبي، بانجاني یا سرې وړۍ یا ښه کتان چې هغوی په خپله جوړ کړي وو راوړل. ۲۶ټولو ښځو چې زړونو یې غوښتل او مهارت یې درلود، هغوی به د وزو د وړیو څخه تارونه جوړول او اوبدل به یې. ۲۷مشرانو سلیماني تیږې او نور غمي راوړل چې په مقدس پېشبند او سینه پوښ باندې ولګول شي. ۲۸همدارنګه هغوی د څراغونو دپاره تېل راوړل او خوشبویه مسالې یې راوړلې چې د خوشبویۍ او مسح کولو د تېلو سره ګډ شي. ۲۹د اسراییلو ټولو نارینه او ښځو چې غوښتل یې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړلې چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله هغوی ته حکم کړی ؤ چې هغه وکړي.

بصلئیل او اهولیاب

(هجرت ۳۱: ۱ - ۱۱)

۳۰بیا حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته وفرمایل: <ګورئ، څښتن بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا له قبیلې څخه انتخاب کړی دی. ۳۱څښتن هغه د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې یې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده. ۳۲هغه کولی شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي، ۳۳تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي. ۳۴څښتن هغه او د دان د قبیلې د اخیسامک زوی اهولیاب دواړو ته دا توان ورکړی دی چې نورو ته خپل هنر ورزده کړي. ۳۵هغه ورته په هر قسم کار کې مهارت ورکړی دی چې د زرګرانو، نقشه جوړوونکو، د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان د ګلدوزانو او اوبدونکو په توګه کار وکړي. هغوی کولی شي چې هر قسم کارونه وکړي او هغوی تکړه نقشه جوړوونکي دي.