ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اتۀ څلوېښتم زبور

خدای ته د ثنا ویلو په خاطر کایناتو ته بلنه

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ

د اسمانونو څخه وکړئ ثنا او صفت د څښتن

ای چې اوسېږئ تاسو اسماني ځایونو کې

۲ای ټولو فرښتو، د هغه ثنا ووایئ

ای ټولو اسماني لښکرو، د هغه ثنا ووایئ

۳ای لمر او سپوږمۍ، د هغه ثنا ووایئ

ای ټولو ځلېدونکو ستورو، د هغه ثنا ووایئ

۴ای اوچتو اسمانونو، د هغه ثنا ووایئ

ای د اسمان دپاسه اوبو، د هغه ثنا ووایئ

۵ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم

ځکه چې ټول یې پیدا کړي دي په خپل حکم

۶ځای په ځای کړي یې دي هغوی

خپلو ځایونو کې د تل دپاره

هغه جوړ کړی دی قانون

او بدلېدلی نه شي

۷د څښتن ثنا او صفت وکړئ ای د ځمکې مخلوقاتو

ای لویو دریابي حیواناتو او مخلوقاتو

چې اوسېږئ د بحرونو تل کې

۸ای برېښنا او ږلۍ، واورې او ورېځو

توفاني بادونو چې یې حکم منئ

۹ای ټولو غرونو او غونډیو

ای مېوه دارو ونو او ای د سبر ونو

۱۰ای ټولو وحشي او اهلي څارویو

ای خزندو او مرغانو

۱۱ای د نړۍ پاچاهانو او ټولو خلکو

ای شاهزادګانو او ای ټولو حاکمانو

۱۲ای ځوانانو او پېغلو

ای زړو خلکو او ماشومانو

۱۳ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم

ځکه چې یوازې د هغه نوم لوی دی

شان او شوکت یې لوړ دی

له ځمکې او اسمانونو څخه

۱۴هغه خپل قوم دی قوي کړی

ترڅو د هغه ټول وفادار خلک یې ثنا ووایي

هغه دا کار کړی دی د اسراییلیانو دپاره

چې ورته ګران دي ډېر

د څښتن ثنا او صفت وکړئ