ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - دولسم فصل

د سبت د ورځې په هکله پوښتنه

(مرقوس ۲: ۲۳‏ - ۲۸ او لوقا ۶: ۱ - ۵)

۱په هغه وخت کې عیسی د سبت په یوه ورځ د غنمو په پټیو تېرېده، د هغه شاګردان وږي شوي وو نو هغوی د غنمو د وږو په شکولو او خوړلو پیل وکړ. ۲خو کله چې فریسیانو دا ولیدل، نو عیسی ته یې وویل: «ګوره! ستا شاګردان داسې کار کوي چې د سبت په ورځ ناروا دی.» ۳عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دا نه دي لوستلي کله چې داود او د هغه ملګري وږي وو، نو هغه څه وکړل؟ ۴هغه څنګه د خدای کور ته ننوت او د خپلو ملګرو سره یې سپېڅلې ډوډۍ وخوړله، که څه هم د هغوی دپاره د هغې خوړل روا نه وو او یوازې د کاهنانو دپاره روا وو؟ ۵او تاسو د موسی په شریعت کې نه دي لوستلي چې کاهنان د خدای په کور کې د کار په کولو سره د سبت قانون ماتوي، خو بیاهم ګناهکار نه ګڼل کیږي؟ ۶زه تاسو ته وایم چې دلته یو څوک شته چې د خدای د کور څخه هم لوی دی. ۷که چېرې تاسو د خدای د کلام په معنی پوهېدلی چې وایي: ‹زه ستاسو څخه غواړم چې په نورو رحم وکړئ، نه قرباني.› نو تاسو به بې ګناه خلک نه ملامتول. ۸ځکه چې د انسان زوی د سبت د ورځې خاوند هم دی.»

عیسی یو سړي ته چې لاس یې شل ؤ شفا ورکوي

(مرقوس ۳: ۱ - ۶ او لوقا ۶: ۶ - ۱۱)

۹له هغې وروسته عیسی د هغه ځای څخه لاړ او یوې کنیسې ته ورغی. ۱۰هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ. ځینو خلکو چې غوښتل یې په عیسی باندې تور ولګوي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا د سبت په ورځ د چا روغول روا دي؟» ۱۱عیسی ځواب ورکړ: «فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک یو پسه ولري او هغه د سبت په ورځ کندې ته ولویږي نو هغه به راونه نیسي او د هغې کندې څخه به یې راونه باسي؟ ۱۲خو انسان د پسه نه ډېر زیات ارزښت لري! نو له دې امله د سبت په ورځ نېک کار کول روا دی.» ۱۳بیا عیسی هغه سړي ته وویل: «خپل لاس دې وغزوه.» هغه خپل لاس وغزاوه او هغه یې د بل لاس په شان روغ شو. ۱۴خو فریسیان د کنیسې نه ووتل او د عیسی د وژلو دپاره یې دسیسه جوړه کړه.

د خدای غوره شوی خدمتګار

۱۵کله چې عیسی د هغوی د دسیسې نه خبر شو، نو د هغه ځای څخه لاړ. ډېر خلک ورپسې روان شول او هغه ټول ناروغان روغ کړل ۱۶او هغوی ته یې امر وکړ چې هېچا ته ونه وایي چې هغه څوک دی. ۱۷ترڅو په دې ډول د اشعیا نبي هغه وینا رښتیا شي چې وایي:

۱۸دا دی زما خدمتګار چې ما غوره کړی دی. هغه په ما باندې ګران دی او زه ترې خوشحاله یم. زه به په هغه باندې خپل روح نازل کړم او هغه به د نړۍ قومونه د خدای د قضاوت څخه خبروي ۱۹هغه به نه جنګ جګړې کوي او نه به چیغې وهي او نه به یې په کوڅو کې څوک اواز اوري. ۲۰هغه به کږه لوخه هم نه ماتوي او نه به ضعیفه ډېوه مړه کوي، ترڅو هغه انصاف بریالی کړي. ۲۱د ټولو قومونو د هیلې سترګې به د هغه خواته وي.

عیسی او بعلزبول یعنې شیطان

(مرقوس ۳: ۲۰ - ۳۰ او لوقا ۱۱: ۱۴ - ۲۳)

۲۲په دې وخت کې خلکو یو ړوند او ګونګ سړی چې پېریانو نیولی ؤ عیسی ته راوست. عیسی هغه روغ کړ او هغه وکولای شول چې هم خبرې وکړي او هم وویني. ۲۳ټول خلک حیران شول او ویې ویل: «ایا دا د داود زوی نه دی؟» ۲۴خو کله چې فریسیانو دا واورېدل نو ویې ویل: «دا سړی د پېریانو د مشر بعلزبول په مرسته پېریان وباسي.» ۲۵عیسی پوهېده چې د هغوی په ذهن کې څه ګرځي، نو هغوی ته یې وویل: «هره پاچاهي چې په خپل منځ کې په ډلو ووېشل شي او یو د بل سره وجنګیږي، هغه له منځه ځي او هر ښار او هره کورنۍ چې په خپلو کې یو د بل په خلاف شي نو هغه به پاتې نه شي. ۲۶که چېرې شیطان، شیطان وباسي نو بیا خو شیطان په خپله د خپل ځان په خلاف شو، نو د هغه پاچاهي به څنګه پاتې شي؟ ۲۷که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو ستاسو خپل پیروان یې د چا په مرسته وباسي؟ نو هغوی به ستاسو په هکله قضاوت وکړي. ۲۸خو که چېرې زه د خدای د روح په مرسته پېریان وباسم، نو بیا پوه شئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته راغلې ده. ۲۹یا څنګه څوک کولای شي چې د یو زورور سړي کور ته ورننوځي او د هغه د کور سامان لوټ کړي، ترڅو چې لومړی هغه سړی وتړي او بیا یې کور لوټ کړي. ۳۰څوک چې زما سره نه دی، هغه زما په خلاف دی او څوک چې زما سره د خلکو په راټولولو کې مرسته نه کوي، هغوی خواره واره کوي. ۳۱نو له دې امله زه تاسو ته وایم چې د انسان هره ګناه او کفر ویل به وبخښل شي، خو که چېرې د روح القدس په خلاف کفر وویل شي هغه به ونه بخښل شي. ۳۲هرڅوک چې د انسان د زوی په خلاف څه ووایي هغه به وبخښل شي، خو که چېرې څوک د روح القدس په خلاف څه ووایي هغه به ونه بخښل شي، نه په دې نړۍ کې او نه په راتلونکې نړۍ کې.»

ونه او د هغې مېوه

(لوقا ۶: ۴۳ - ۴۵)

۳۳عیسی زیاته کړه: «یوه ونه د هغې د مېوې څخه پېژندل کیږي. که ونه ښه وي، نو مېوه به یې هم ښه وي. که ونه خرابه وي، نو مېوه به یې هم خرابه وي. ۳۴ای د مارانو بچیانو! تاسو چې داسې بدکاره خلک یئ نو بیا څنګه کولای شئ ښې خبرې وکړئ؟ ځکه کومې خبرې چې په زړه کې وي هغه په خوله راوځي. ۳۵ښه سړی د خپلې ښې خزانې څخه چې په هغه کې ده، ښه شیان راوباسي او بد سړی د خپلې بدې خزانې څخه بد شیان راوباسي.

۳۶زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به هرڅوک د خپلو بېځایه خبرو چې کړي یې دي ځواب وایي. ۳۷ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو بې ګناه او یا ګناهکار وګڼل شئ.»

د شریعت عالمان او فریسیان معجزه غواړي

(مرقوس ۸: ۱۱‏ - ۱۲ او لوقا ۱۱: ۲۹ - ۳۲)

۳۸بیا د شریعت ځینو عالمانو او فریسیانو عیسی ته وویل: «ای استاذه، مونږ غواړو چې یوه معجزه راته وښایې.» ۳۹خو عیسی په ځواب کې وویل: «د دې زمانې بدکاره او بې ایمانه خلک یوه معجزه غواړي، خو یوازېنۍ معجزه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس نبي معجزه ده. ۴۰لکه څنګه چې یونس درې ورځې او درې شپې د یو لوی ماهي په خېټه کې تېرې کړې، نو همداسې به د انسان زوی درې ورځې او درې شپې د ځمکې په تل کې تېرې کړي. ۴۱د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله. خو ګورئ اوس چې څوک دلته دی هغه د یونس نه لوی دی. ۴۲د شیبا د هېواد ملکه به د قیامت په ورځ راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر نه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ، اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان نه لوی دی.

د پېریانو بېرته راتلل

(لوقا ۱۱: ۲۴‏ - ۲۶)

۴۳کله چې د یو سړي څخه پېری راوځي، نو په دښتو کې سرګردانه ګرځي او د ارام کولو دپاره ځای لټوي، خو کله چې داسې ځای پیدا نه کړي ۴۴نو د خپل ځان سره وایي: ‹زه به بېرته هغه کور ته لاړ شم چې ورڅخه راوتلی وم. کله چې بېرته راشي نو هغه کور خالي، جارو شوی او منظم وویني. ۴۵بیا هغه لاړ شي او د ځان څخه ډېر بد نور اووه پېریان راولي، هغوی ټول راشي او په هغه کس کې ورننوځي او هلته اوسیږي. او د هغه حال له مخکې څخه هم خراب شي. نو د دې زمانې د بدکاره خلکو به هم همدا حال وي.›»

د عیسی مور او ورونه

(مرقوس ۳: ۳۱‏ - ۳۵ او لوقا ۸: ۱۹ - ۲۱)

۴۶عیسی لا د خلکو سره خبرې کولې چې مور او ورونه یې راغلل او دباندې ولاړ وو او غوښتل یې چې د هغه سره خبرې وکړي. ۴۷بیا یو چا عیسی ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي ستا سره خبرې وکړي.» ۴۸عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور څوک ده؟ او زما ورونه څوک دي؟» ۴۹بیا هغه خپلو شاګردانو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دا زما مور او زما ورونه دي. ۵۰ځکه هرڅوک چې زما د اسماني پلار اراده پوره کوي، هغه زما ورور، زما خور او زما مور ده.»