ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - شپږم فصل

د خدمت دپاره د اووه تنو ټاکل

۱په هغو ورځو کې چې د عیسی د پیروانو شمېر زیاتېده، نو یوناني ژبو یهودیانو د عبراني ژبو یهودیانو څخه شکایت وکړ چې د ورځني خوراک د وېشلو په وخت کې یوناني ژبو یهودي کونډو ښځو ته خپله برخه نه ورکول کیږي. ۲نو هغو دولسو رسولانو ټول ایمانداران راوغوښتل او ویې ویل: «دا زمونږ دپاره مناسبه نه ده چې نورو ته د خوړو د رسولو په خاطر خلکو ته د خدای د پیغام رسول پرېږدو. ۳نو ای خویندو او ورونو! د خپل منځ څخه اووه تنه چې نېک نامه او د روح القدس څخه ډک او د حکمت لرونکي خلک وي غوره کړئ، ترڅو د دې کارونو مسوولیت د هغوی په غاړه واچوو. ۴خو مونږ به خپل وخت په دعا کولو او د خدای د کلام په وعظ او تعلیم ورکولو تېروو.» ۵د رسولانو دا نظر د ټولو خوښ شو، نو هغوی استیفان چې ډېر ایمانداره سړی ؤ او د روح القدس څخه ډک ؤ او فیلیپوس، پروکروس، نیکانور، تیمون، پرمیناس او نیکولاوس چې یهودي شوی ؤ او د سوریې د انطاکیې څخه ؤ، غوره کړل. ۶هغوی دا کسان رسولانو ته وروپېژندل او رسولانو د هغوی په سرونو باندې خپل لاسونه کېښودل او د هغوی دپاره یې دعا وکړه.

۷نو د خدای کلام په پرله پسې توګه خپرېده او په اورشلیم کې د ایماندارانو شمېر زیاتېده او ډېرو کاهنانو هم ایمان راوړ.

د استیفان نیول

۸استیفان چې د خدای د فضل او قدرت څخه ډک ؤ، د خلکو په منځ کې به یې ډېر حیرانوونکي کارونه کول او معجزې به یې ښودلې. ۹خو ځینې خلک چې د ازادو خلکو په نوم د کنیسې غړي وو چې د قیروان او سکندریې د ښارونو او نور خلک چې د قیلیقیې او اسیا د ولایتونو څخه وو، راپورته شول او د استیفان سره یې بحث پیل کړ. ۱۰خو استیفان داسې په حکمت او د روح القدس په قدرت سره خبرې کولې چې هغوی نه شو کولای د هغه په وړاندې ودریږي. ۱۱نو هغوی ځینې خلک ولمسول چې ووایي: «مونږ واورېدل چې استیفان د موسی او خدای په ضد کفر ویل.» ۱۲نو په دې ډول هغوی خلک، مشران او د شریعت عالمان راوپارول او استیفان یې ونیوه او شورا ته یې راوست. ۱۳بیا هغوی څو تنه د دروغو شاهدان راوستل او دې شاهدانو وویل: «دا سړی تل د دې سپېڅلي کور او د موسی د شریعت په خلاف خبرې کوي. ۱۴مونږ د هغه څخه واورېدل چې ویل یې: ‹ناصري عیسی به دا د خدای کور وران کړي او کوم دودونه او دستورونه چې موسی مونږ ته راکړي دي هغه به بدل کړي.›» ۱۵نو په شورا کې چې کوم خلک ناست وو هغوی ټولو په ځیر سره استیفان ته کتل او ویې لیدل چې د هغه مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېده.