ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - پنځلسم فصل

فرښتې او وروستنۍ بلاګانې

۱بیا ما په اسمان کې یوه بله لویه او حیرانوونکې نښه ولیدله. هلته اووه فرښتې وې چې اووه بلاګانې ورسره وې. دا وروستنۍ بلاګانې وې، ځکه چې په دې سره د خدای قهر او غضب پای ته رسیږي.

۲ما د ښیښې په شان بحر ولید چې اور ورسره یوځای ؤ. هلته مې هغه خلک ولیدل چې په ځناور او د هغه په مجسمې او د هغه د نوم په شمېرې باندې بریالي شوي وو. هغوی د ښیښې د بحر تر څنګ ولاړ وو او په لاسونو کې یې هغه چنګونه وو چې خدای ورته ورکړي وو. ۳هغوی د خدای د خدمتګار موسی سندره او د وري سندره ویله:

ای څښتنه، ای مطلق قادره خدایه!

څومره لوی او عجیبه دي ستا کارونه

عادلانه دي او رښتینې د ستا لارې

ای د قومونو پاچا!

۴څوک دی چې ونه وېریږي ستا نه، ای څښتنه

او ستا د نوم ثنا او صفت ونه کړي؟

ځکه یوازې ته یې چې سپېڅلی یې

رابه شي ټول قومونه او ستا عبادت به وکړي

ځکه لیدلي ټولو ستا عادلانه کارونه

۵له دې نه وروسته مې ولیدل چې د خدای کور یعنې سپېڅلې خېمه په اسمان کې پرانیستل شوه، ۶او د هغې نه اووه فرښتې د اوو بلاګانو سره راووتلې چې پاک او ځلېدونکي د کتان کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو پټۍ یې د خپلو سینو نه تاوې کړې وې. ۷بیا د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه یو یې هغو اوو فرښتو ته د سرو زرو اووه جامونه ورکړل چې هغه د خدای د قهر او غضب څخه ډک وو، یعنې هغه خدای چې تل ترتله به ژوندی وي. ۸بیا د خدای کور د خدای د جلال او قدرت د لوګي څخه ډک شو او تر هغې پورې هېڅوک ورننوتلی نه شو، ترڅو چې د هغو اوو فرښتو اووه بلاګانې پای ته نه وې رسېدلې.