ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - دېرشم فصل

د خوشبویۍ د سوزولو قربانګاه

(هجرت ۳۷: ۲۵ - ۲۸)

۱د خوشبویۍ د سوزولو دپاره د غز د لرګي څخه یوه قربانګاه جوړه کړه. ۲هغه باید څلور کنجه وي. پنځه څلوېښت سانتي باید اوږده وي او پنځه څلوېښت سانتي پلنه او نوي سانتي باید لوړه وي. د هغې برجونه چې په څلورو کنجونو کې دي، هغه دې د قربانګاه سره د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شي. ۳د هغې پاسنۍ برخې، څلور واړه خواو او برجونو ته د سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه. ۴د څنډو لاندې د قربانګاه دپاره دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه، یعنې په دواړو خواو باندې یې یوه یوه جوړه کړه چې هغه میلې ونیسي چې د هغې په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۵میلې د غز د لرګي څخه جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه. ۶قربانګاه د هغې پردې مخې ته کېږده چې د لوظ د صندوق په مخ کې ده یعنې د هغه سرپوښ مخې ته چې د لوظ په صندوق باندې پروت دی. په هغه ځای کې به زه ستا سره لیدنه کتنه کوم. ۷هر سهار کله چې هارون د څراغونو د تیارولو دپاره راځي، په هغې باندې دې خوشبویي وسوزوي. ۸کله چې هغه په ماښام کې څراغونه لګوي، باید همداسې وکړي. دغه د خوشبویۍ نذرانه دې پرته له کوم ځنډه تل ترتله جاري وي. ۹په دې قربانګاه باندې هیڅ حرامه خوشبویي یا کومه سوزېدونکې نذرانه یا د غلې دانې نذرانه مه وړاندې کوئ او په هغې باندې د څښلو نذرانه مه تویوئ. ۱۰په کال کې دې یو ځل هارون د قربانګاه د پاکولو دپاره په څلورو برجونو باندې د هغه حیوان د وینې د سولولو مراسم سرته ورسوي کوم چې د ګناه دپاره قرباني کیږي. دا کار دې تل ترتله هر کال ترسره شي. دغه قربانګاه دې په بشپړه توګه مقدسه شي او ما یعنې څښتن ته دې وقف شي.>

د کفارې پیسې

۱۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۲<کله چې ته د اسراییلیانو سرشمېرنه کوې، هر یو باید څښتن ته د شمېرل کېدو په وخت کې د خپل ژوند په خاطر بیه ادا کړي. بیا چې کله هغوی شمېرې، هیڅ بلا به په هغوی باندې نازله نه شي. ۱۳هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شاملیږي، هغه دې د هغه مثقال په مطابق چې په مقدس ځای کې استعمالیږي او شپږ ګرامه وزن ولري یو مثقال ورکړي. دغه یو مثقال ماته یوه نذرانه ده. ۱۴هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شمېرل کیږي، یعنې هر یو سړی چې عمر یې شل کاله یا د شلو کالو څخه زیات وي، هغه دې دا نذرانه څښتن ته ورکړي. ۱۵کله چې تاسو څښتن ته نذرانه وړاندې کوئ چې د خپل ژوند دپاره کفاره ادا کړئ، نو څوک چې شتمن وي هغه دې د یو مثقال څخه زیات نه ورکوي او څوک چې غریب وي هغه دې د یو مثقال څخه کم نه ورکوي. ۱۶د اسراییلو د خلکو څخه د دغې کفارې پیسې راټولې کړه او د مقدسې خېمې په ساتنه او څارنه کې یې مصرف کړه. دا پیسې به د هغوی د ژوند په خاطر کفاره وي او زه به هغوی رایادوم چې ویې ساتم.>

برنجي تشت

۱۷بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۸<د مینځلو دپاره د برنجو یو تشت جوړ کړه چې د برنجو پایه ولري. د مقدسې خېمې او د قربانۍ د ځای ترمنځ یې کېږده او اوبه په کې واچوه. ۱۹هارون او د هغه زامن دې د هغه څخه اوبه واخلي او خپل لاسونه او پښې دې ومینځي. ۲۰هرکله چې هغوی مقدسې خېمې ته ورننوزي، هغوی به خپل لاسونه او پښې مینځي ترڅو مړه نه شي. همدارنګه کله چې هغوی د قربانۍ ځای ته ورنژدې کیږي چې ماته په اور باندې یوه نذرانه وړاندې کړي ۲۱نو هغوی باید خپل لاسونه او پښې ومینځي ترڅو مړه نه شي. دا یو امر دی چې هارون او د هغه اولاده باید د تل دپاره د هغه څخه پیروي وکړي.>

د مسح کولو تېل

۲۲بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۳<دا لاندینۍ ښې مسالې واخله: شپږ کیلوګرامه کنډ چې د مایع په شکل وي، درې کیلوګرامه خوشبویه دال چیني، درې کیلوګرامه خوشبویه باڼس، ۲۴شپږ کیلوګرامه د سناد د پاڼو شیره، (ټول دې د هغه وزن په مطابق وي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي) او څلور لیتره د زیتونو تېل. ۲۵له هغو څخه د مسح کولو مقدس تېل جوړ کړه. دا دې د عطرو په شان ګډوله وي. ۲۶بیا د دغو شیانو په مسح کولو کې ورڅخه کار واخله: مقدسه خېمه او د لوظ صندوق، ۲۷مېز او د هغه ټول سامان، څراغدان او د هغه سامان، د خوشبویۍ د سوزولو قربانګاه، ۲۸د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي او تشت سره د پایې. ۲۹په دې ډول دغه شیان وقف کړه او هغه به دومره مقدس شي چې هرڅوک یا هر شی د هغو سره ولګیږي، نو هغه به هم مقدس شي.

۳۰هارون او د هغه زامن مسح کړه او وټاکه، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۳۱اسراییلیانو ته داسې ووایه: دا د مسح کولو مقدس تېل به تل ترتله زما د خدمت دپاره استعمالیږي. ۳۲هغه د عادي خلکو په بدنونو باندې مه تویوئ او د دې ډول ترکیب څخه هیڅ تېل مه جوړوئ. هغه پاک دي او تاسو یې باید پاک وګڼئ. ۳۳هرڅوک چې دا ډول عطر جوړ کړي او هرڅوک چې هغه پرته له کاهنه په بل چا باندې وسولوي باید زما د قوم څخه وشړل شي.>

خوشبویي

۳۴بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دغه خوشبویه مسالې واخله لکه کنډ، خوشبویه صدف او سوچه کندر. دا ټول دې په یوه اندازه وي. ۳۵د خوشبویۍ د جوړولو دپاره د هغو څخه کار واخله او د عطرو په شان یوه ګډوله جوړه کړه. په هغو کې مالګه ورزیاته کړه چې هغه سوچه او پاکه وساتي. ۳۶له هغې څخه لږ میده میده کړه او په مقدسه خېمه کې یې د لوظ د صندوق مخې ته په هغه ځای کې کېږده چې زه درسره لیدنه او کتنه کوم. هغه به تاسو ته ډېره مقدسه وي. ۳۷د خپلو ځانونو دپاره له دې ترکیب څخه هیڅ خوشبویي مه جوړوئ. هغه زما څښتن په خاطر مقدسه وګڼئ. ۳۸هرڅوک چې داسې یو شی جوړ کړي چې د خوشبویۍ څخه یې خوند واخلي باید زما له قوم څخه وشړل شي.>