ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اووۀ نوييم زبور

خدای ډېر لوی حاکم

۱څښتن پاچا دی نو ای ځمکې خوښي وکړه!

ټولو ټاپو ګانو خوشحالي وکړئ!

۲ترې چاپېره دي تورې تیارې او ورېځې

ایښودل شوی دی بنیاد د پاچاهۍ یې

په عدالت او په انصاف باندې

۳اور دی روان یې مخکې

سوځوي یې دښمنان په شاوخوا کې

۴برېښنا ګانې یې نړۍ رڼا کوي

ځمکه چې وویني هغه نو پرې لړزان راشي

۵ویلې کیږي غرونه لکه د موم په شان د څښتن مخکې

د ټول جهان د څښتن مخکې

۶اسمانونه عدالت اعلانوي د هغه

او ټول قومونه یې جلال ویني

۷ټول هغه خلک چې عبادت کړي د بې ګټې بتانو

ویاړ په عبادت چې د بتانو بې ارزښتو کړي

هغه به وشرمیږي

ای نورو ټولو خدایانو

وکړئ څښتن ته سجده!

۸ای څښتنه ستا قضاوتونو باندې

په اورېدو یې خوشحالي کوي د صهیون خلک

کوي خوښي د یهودا ښارونه

۹ځکه چې ته یې متعال ټولې نړۍ ته ای څښتنه

ته یې ډېر لوی له نورو ټولو خدایانو

۱۰ای تاسو خلکو چې کوئ مینه د څښتن سره

نو کوئ کرکه له بدۍ څخه!

هغه خوندي ساتي د خپلو وفادارو ژوندون

هم یې له لاسه د بدکارو ژغوري

۱۱ځلیږي نور په عادلانو باندې

خوشحالي په برخه کیږي د نېکانو

۱۲ای نېکو خلکو، خوشحالي هغو کارو ته وکړئ

کوم چې څښتن کړي دي

د هغه د سپېڅلي نوم شکر وکړئ!