يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - نهم باب

د حضرت ايُوب جواب

۱نو ايُوب ورته په جواب کښې وفرمائيل، ۲”په حقيقت کښې ما ته پته ده چې دا هم داسې ده، خو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ ۳کۀ يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى. ۴ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى. ۵هغه ناڅاپه غرونه خوځوى، او په غصه کښې يې تباه کوى، ۶څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى، ۷کۀ هغه حُکم وکړى نو نمر به راونۀ خېژى، او ستورى به ونۀ ځليږى، ۸چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى، ۹چا چې ټول ستورى جوړ کړى دى، په دې کښې دب اکبر، جبار او ثريا او جنوبى ستورى هم شامل دى. ۱۰څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بې‌شمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى. ۱۱ګوره، هغه زما نه تېر شو، خو زۀ هغه نۀ وينم، هغه تېريږى، خو زۀ د هغۀ په تلو نۀ پوهېږم. ۱۲چې هغه روح وباسى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟ ۱۳خُدائ پاک به د خپلې غصې نه نۀ اوړى، هغۀ سمندرى بلاګانې هم د پښې لاندې چخڼى کړى دى. ۱۴نو زۀ څوک يم چې هغۀ له جواب ورکړم، او زۀ څوک يم چې د هغۀ سره بحث وکړم؟ ۱۵اګر چې زۀ بې‌ګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم. ۱۶کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى. ۱۷ځکه چې هغۀ زۀ په طوفان وهلے يم، او هغه بار بار ما زخمى کوى، ۱۸هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى. ۱۹کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟ ۲۰اګر چې زۀ بې‌ګناه يم، خو زما خپله خولۀ به ما مجرم کړى، اګر چې زۀ بې‌داغه يم، خو خپله خولۀ به ما ګناهګار ثابِتوى. ۲۱زۀ بې‌داغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم. ۲۲ګناهګار او بې‌ګناه ټول د خُدائ پاک په نظر کښې يو شان دى نو ځکه زۀ وايم، هغه بې‌داغه او بدکاره دواړه تباه کوى. ۲۳کله چې افت ناڅاپه مرګ راولى، نو هغه د بې‌ګناه په غم پورې ټوقې کوى. ۲۴ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟ ۲۵زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى. ۲۶زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى. ۲۷کۀ اراده وکړم چې خپل شکايت پرېږدم، نو زۀ به خپل خفګان په خوشحالۍ بدل کړم، ۲۸زۀ د خپلو ټولو تکليفونو نه يرېږم، ځکه چې زۀ په دې پوهيږم چې تاسو به ما بې ګناه ونۀ ګڼئ. ۲۹چې زۀ مجرم ګڼلے شم، نو زۀ بيا بې‌فائدې خوارى ولې کوم؟ ۳۰کۀ زۀ خپل ځان په واوره ووينځم او خپل لاسونه په صابون پاک کړم، ۳۱خو تۀ به ما يوې ګنده کندې ته وروغورزوې، او زما خپلې جامې به زما نه نفرت کوى. ۳۲هغه زما په شان فانى انسان نۀ دے، نو ځکه نۀ ورسره بحث کولے شم او نۀ يې د جرګې ځائ ته بوتلے شم. ۳۳زمونږ په مينځ کښې روغه کوونکے نشته، چې هغه زمونږ دواړو روغه جوړه وکړى. ۳۴کۀ مينځګړے ما د خُدائ پاک د سزا نه بچ کړى نو زۀ به بيا په يره کښې ژوند نۀ تېروم. ۳۵بيا به زۀ ډاډه خبرې کوم چې د هغۀ يره زما په زړۀ کښې نۀ وى خو چې ترڅو پورې دا يره وى نو زۀ نۀ شم کولے.