ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دوويشتم زبور

د تکلیف، فریاد او د ستاینې سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سباوون د هوسۍ» په تال د داود زبور)

۱زما خدایه، زما خدایه، تا زه ولې یم پرې ایښی؟

شولې دومره لېرې ته ولې له ما نه؟

نه مې اورې ته زګېروي، ولې نه راځې خلاصون له؟

۲هره ورځ درته فریاد کړم زما خدایه

خو ځواب نه راکوې ته

هره شپه درته فریاد کړم

خو ما ونه موند ارام

۳خو ته سپېڅلی یې او ناست یې پاچاهي کړې

قبلوې د اسراییلو ثناګانې

۴په تا وکړلو توکل زمونږ نیکونو

چې توکل یې په تا وکړ تا خلاصون هغوی ته ورکړ

۵هغوی تاته فریاد وکړ او تا خلاص کړل له خطره

چې توکل یې په تا وکړ هغوی نه شولو مایوسه

۶خو د خلکو په نظر کې زه چینجی یم انسان نه یم

خلک خاندي په ما پورې او په سپکه راته ګوري

۷وهي ما باندې ملنډې چې هرڅوک وویني ما

راوباسي راته ژبې خوځوي راته سرونه

۸دوی وایي: «په څښتن دې تکیه وکړي

چې خلاصون ورکړي

ځکه څښتن ورسره مینه کوي

نو هغه دې وژغوري»

۹همدا ته وې چې دې راووېستم

خوندي د مور د خېټې نه

زه ماشوم ومه د غېږې تا ساتنه کړه زما

۱۰زه چې شومه راپیدا له هغې ورځې

تا په ما کولو پام

له کوم وخت نه چې پیدا شوم

همدا ته وې زما خدای

۱۱لېرې کېږه مه له ما نه

دی کړاو رانژدې شوی

هېڅوک نشته دی د مرستې

۱۲ډېر دښمنان رانه چاپېر دي د غویانو په څېر

دي په مثال د غویانو زورورو د باشان د سیمې

۱۳زما دښمنان لکه زمریان دي

خولې یې خلاصې غړمبار کړي

هم کوي په ما بریدونه

۱۴لکه توی چې شي اوبه په ځمکه باندې

داسې لاړلو قوت مې له بدنه

ټول هډوکي مې بندونو نه جدا شول

زړه زما شولو د موم په شان

اوبه زما سینه کې

۱۵زور مې ټول لکه د خټو د کودي په شانتې خلاص شو

په تالو پورې مې ژبه ده نښتې

زه دې پرېښودمه مرګ ته په ګردونو کې

۱۶بدکاران خلک زما نه راچاپېر شول

لکه د سپیو په شان راتاو شول رانه

پښې او لاسونه یې زما وداړل

۱۷شم شمېرلی مې هډوکي د بدن ټول

دښمنان زما په ځیر ځیر راته ګوري

او خوشحالیږي په ما

۱۸اچوي پچه دوی زما په جامو

او یې وېشي په خپل منځ کې

۱۹خو ای څښتنه، لېرې کېږه مه له ما نه

ای زما ځواکه، بیړه کوه زما مرستې ته راشه

۲۰زما ځان خلاص کړه د تورې د ګوزار نه

قیمتي ژوند زما وژغوره له سپیو

۲۱د زمرو د خولې مې خلاص کړه

هم مې خلاص کړه د وحشي غویو د ښکرو

۲۲زه به اعلان کړمه ستا نوم خپلو خلکو ته

د دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت

۲۳له څښتنه چې وېرېږئ، د هغه ثنا ووایئ!

ای د یعقوب اولادې، ټول کړئ عزت د هغه!

د اسراییلو ټولو خلکو، کړئ عبادت د هغه!

۲۴نه دی غافل شوی غریبانو نه

او نه یې د نظره غورځولی د هغوی تکلیف

نه دی اړولی هغه خپل مخ له هغوی څخه

هم اورېدلي فریادونه د هغوی یې د کومک دي

۲۵لویه غونډه کې به وکړمه صفت ستا د کارونو

په حضور د هغو خلکو چې کوي عبادت ستا

زه به ورکړمه نذرونه چې یې وعده کړې ما

۲۶غریبان چې څومره غواړي دوی به وخوري

چې رجوع کوي څښتن ته د هغه ثنا به وایي

تل ترتله دې نېکمرغه وي هغوی!

۲۷ټوله ځمکه به څښتن یادوي

هم به ټول ده ته راواوړي

ټول قومونه به څښتن ته په سجده شي

۲۸ځکه دی څښتن پاچا

حکومت کړي په قومونو

۲۹ټول مغرور خلک به ده ته سجده کاندي

ټول فاني خلک به ده ته په سجده شي

او هغوی چې ځان ژوندي ساتلی نه شي

۳۰عبادت به د هغه کوي راتلونکي نسلونه

د څښتن په باب به وکاندي بل نسل ته بیان

۳۱دا به وویل شي هغو ته چې لا نه دي پیدا شوي:

«څښتن ژغورلي یو مونږ!»