ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - اووم فصل

سیلاب

۱څښتن حضرت نوح ته وفرمایل: <د خپلې ټولې کورنۍ سره کشتۍ ته ننوزه، ځکه چې په ټوله دنیا کې مې یوازینی سړی ته ولیدلې چې نېک کارونه کوې. ۲د ټولو پاکو حیواناتو څخه اووه، اووه جوړې نر او ښځه او د ناپاکو حیواناتو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره واخله. ۳او همدارنګه د هر قسم مرغانو څخه اووه جوړې نر او ښځه واخله ترڅو د هغوی نسل د ځمکې په مخ باندې ژوندی پاتې شي. ۴ځکه چې زه به پس له اووه ورځو څخه په ځمکه باندې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې باران واوروم او ټول ژوندي مخلوقات چې ما جوړ کړي دي هغه به له منځه یوسم.> ۵حضرت نوح هغه ټول کارونه سرته ورسول چې خدای پاک ورته حکم کړی ؤ.

۶حضرت نوح د شپږسوه کالو په عمر ؤ چې په ځمکه باندې سیلاب راغی. ۷حضرت نوح او د هغه زامن او ښځه او د زامنو ښځې یې د سیلاب څخه د بچ کېدلو په خاطر کشتۍ ته ننوتل. ۸‏-۹لکه څنګه چې خدای پاک حضرت نوح ته حکم کړی ؤ، د پاکو او ناپاکو حیواناتو څخه او د مرغانو او خزندو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه حضرت نوح ته راغلل او کشتۍ ته ورننوتل. ۱۰نو پس له اووه ورځو سیلاب راغی.

۱۱حضرت نوح شپږسوه کلن ؤ او د دوهمې میاشتې په اوولسمه ورځ د ځمکې لاندې ژورو ځایونو څخه اوبه راووتلې او د اسمان دروازې خلاصې شوې. ۱۲څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې په ځمکه باندې باران واورېده. ۱۳او په هماغه ورځ حضرت نوح او د هغه زامن، سام، حام او یافث او د حضرت نوح ښځه او د هغه د زامنو درې ښځې کشتۍ ته ورننوتل. ۱۴د هغوی سره د هر قسم کورني او وحشي حیواناتو، خزندو او د هر قسم مرغانو ۱۵یعنې د ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه حضرت نوح ته راغله او کشتۍ ته ننوتل. ۱۶لکه څنګه چې خدای پاک حکم کړی ؤ، هغوی د هر ژوندي مخلوق څخه نر او ښځه ننوتل. نو څښتن د هغوی پسې دروازه وتړله.

۱۷باران څلوېښت ورځې واورېد او اوبه د ځمکې په مخ زیاتې شوې او کشتۍ یې پورته کړه او د ځمکې څخه اوچته شوه. ۱۸اوبه ډېرې پورته شوې او کشتۍ د اوبو په مخ باندې روانه شوه. ۱۹اوبه تر دې اندازې زیاتې شوې چې تر اسمان لاندې ټول لوړ غرونه یې پټ کړل. ۲۰اوبه د غرونو د څوکو څخه اووه متره اوچتې شوې. ۲۱د ځمکې په مخ هر ژوندی موجود یعنې کورني او وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او انسانان ټول مړه شول. ۲۲د ځمکې په مخ ټول ساه لرونکي مړه شول. ۲۳څښتن د ځمکې په مخ ټول ژوندي مخلوقات، انسانان او حیوانات، خزندې او مرغان له منځه یوړل او یوازې حضرت نوح او هغوی چې په کشتۍ کې د هغه سره وو، پاتې شول. ۲۴اوبه یوسلو پنځوس ورځې وروسته مخ په کمېدلو شوې.