ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

يشوَع - یوولسم فصل

د کنعان د شمال د پادشاهانو ماتې

۱کله چې د اسراییلو د بریالیتوب خبر د حاصور پادشاه یابین ته ورسېد، هغه د مادون پادشاه یوباب او د شمرون او اخشاف پادشاهانو ۲او هغو پادشاهانو ته پیغام ولېږه چې د شمال په غرنۍ سیمه کې، د اردن په دره کې، د جلیل د جهیل په جنوب کې، د غرونو په لمنو کې او دور ته نژدې په غونډیو باندې اوسېدل. ۳همدارنګه هغه د کنعانیانو پادشاهانو ته چې د اردن د سیند په دواړو خواوو کې اوسېدل، د اموریانو، حیتیانو، فرزیانو او یبوسیانو پادشاهانو ته چې په غرنۍ سیمه کې اوسېدل او د هغو حویانو پادشاهانو ته هم پیغام ورولېږه چې د حرمون د غره په لمنو کې د مصفه په خاوره کې اوسېدل. ۴هغوی د خپلو ټولو عسکرو سره راغلل. هغه یو لوی لښکر ؤ او د دریاب د شګو په شان ډېر وو. هغوی ډېر زیات اسونه او جنګي ګاډۍ هم درلودې. ۵دا ټول پادشاهان سره راغونډ شول او د میروم د خوړ سره یې کمپ جوړ کړ. هلته هغوی خپل ځواکونه سره یوځای کړل چې د اسراییلو په مقابل کې وجنګیږي.

۶څښتن یوشع ته وویل: <له هغوی څخه مه وېرېږه، ځکه چې زه څښتن به هغوی ټول ووژنم. سبا دا وخت به هغوی ټول مړه وي. له جګړې څخه وروسته د هغوی اسونه ګوډ کړئ او جنګي ګاډۍ یې وسوزوئ.> ۷نو یوشع او د هغه ټول لښکر په هغوی باندې د میروم د خوړ تر څنګ ناڅاپه حمله وکړه. ۸څښتن اسراییلیان په هغوی باندې بریالي کړل. اسراییلیانو په هغوی باندې حمله وکړه او په شمال کې یې تر مسرفوت مایم او لوی صیدون او په ختیځ کې د مصفه تر درې پورې تعقیب کړل. جګړه تر هغه وخته پورې روانه وه ترڅو چې د دښمن له خوا هیڅوک ژوندی پاتې نه شو. ۹یوشع د هغوی سره هماغه شان کار وکړ څنګه چې څښتن په هغه باندې امر کړی ؤ: هغه د هغوی اسونه ګوډ کړل او د هغوی جنګي ګاډۍ یې وسوزولې.

۱۰یوشع بېرته راوګرځېد، هغه د حاصور ښار ونیوه او د هغه ځای پادشاه یې وواژه. (په هغه وخت کې نورې پادشاهۍ چې پورته ورڅخه یادونه وشوه، د حاصور د پادشاه تر واکمنۍ لاندې وې.) ۱۱هغوی هلته ټول خلک ووژل. هیڅوک ژوندی پاتې نه شو او ښار یې وسوزاوه.

۱۲یوشع هغه ټول ښارونه د هغو د پادشاهانو سره ونیول او ټول یې ووژل. لکه څنګه چې د څښتن خدمتګار موسیٰ امر کړی ؤ، یوشع هغوی په بشپړه توګه له منځه یوړل. ۱۳خو بیاهم، اسراییلیانو د هغو ښارونو څخه چې د خاورو په ډېریو باندې ودان شوي وو هیڅ کوم ښار ونه سوزاوه، پرته له حاصور څخه چې یوشع هغه وسوزاوه. ۱۴د اسراییلو خلکو له دې ښارونو څخه ټول قیمتي شیان او څاروي یوړل او د ځانونو دپاره یې وساتل. خو هغوی ټول خلک ووژل، هیڅوک هم ژوندی پاتې نه شو. ۱۵څښتن خپل خدمتګار موسیٰ ته حکمونه ورکړي وو، موسیٰ هغه یوشع ته ورکړل او یوشع هغه سرته ورسول. یوشع هغه ټول کارونه ترسره کړل کوم چې څښتن په موسیٰ باندې د هغو امر کړی ؤ.

د یوشع له خوا نیول شوې سیمه

۱۶نو یوشع دغه ټوله خاوره ونیوله: غرنۍ سیمه، د غرونو لوېدیځې لمنې، شمال او جنوب دواړه، د جوشن ټوله سیمه، ټوله جنوبي دښته او د اردن دره. ۱۷‏-۱۸هغه سیمه د حالق د غره څخه په جنوب کې د ادوم خواته نژدې تر بعل جاد پورې چې د لبنان په دره کې دی او د حرمون د غره لاندې پروت دی غزېدلې ده. یوشع د ډېرې مودې دپاره د دغو ټولو پادشاهانو سره وجنګېده خو هغه ټول یې ونیول او ویې وژل. ۱۹‏-۲۰څښتن موسیٰ ته ویلي وو چې هغه غواړي چې د دې سیمې ښارونه دې له منځه یوړل شي او د هغو خلک دې په بې رحمۍ سره ووژل شي. په دې خاطر څښتن د هغو ښارونو د خلکو زړونه سخت کړي وو چې د اسراییلو سره وجنګیږي. یوازینی ښار چې د اسراییلو د قوم سره یې سوله وکړه هغه د جبعون ښار ؤ چې ځینې حویان په کې اوسېدل. نور ښارونه د اسراییلو لښکرو په جګړه کې ونیول.

۲۱په هغه وخت کې یوشع عناقیان چې لوړ قدونه یې درلودل او په حبرون، دبیر، عناب او د یهودا او اسراییلو په پاتې ټولو غرنیو سیمو کې اوسېدل هم له منځه یوړل. یوشع هغوی د خپلو ښارونو سره بېخي له منځه یوړل. ۲۲د عناقیانو څخه هیڅوک د اسراییلیانو په خاوره کې پاتې نه شو، یوازې په غزه، جت او اشدود کې ځینې خلک ژوندي پاتې شول.

۲۳څنګه چې څښتن موسیٰ ته لارښودنه کړې وه، یوشع ټوله خاوره ونیوله او هغه یې اسراییلیانو ته د هغوی د خپل ملکیت په توګه ورکړه. هغه یې په څو برخو ووېشله، هرې قبیلې ته یوه برخه ورسېدله. په آخره کې په هغه هېواد کې ارامي شوه.