ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - نهه ویشتم فصل

۱څوک چې د ډېرې رټنې نه وروسته بیاهم سرغړونه کوي

نو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي او د جوړېدو به نه وي.

نېکي او بدي

۲کله چې نېکان آبادیږي نو ټول خلک خوشحالیږي

خو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک خفه کیږي.

۳څوک چې له حکمت سره مینه لري

نو خپل پلار خوشحالوي

خو څوک چې د بدلمنو ښځو ملګرتیا کوي

نو خپل مال او دولت بربادوي.

۴په عدالت کولو پاچا د خپل دولت امنیت ټینګوي

خو څوک چې ډېر مالیات راټولوي وطن ورانوي.

۵څوک چې بل چا ته غوړه مالي کوي

نو د هغه د پښو دپاره جال غوړوي.

۶شر اچوونکی د خپلې ګناه په دام کې نښلي

خو نېک انسان د خوشحالۍ سندرې وایي.

۷نېک انسان د مسکینانو د حق پوره پام کوي

خو بدکاره انسان یې خیال نه ساتي.

۸ملنډې وهونکي د اور د لمبو په شان ښارونه راپاروي

خو د حکمت خاوندان د غوسې اور سړوي.

۹که د حکمت خاوند یو جاهل محکمې ته بوځي

نو جاهل به په غوسه شي او ملنډې به وهي او روغه جوړه به نه وي.

۱۰د وینو تږي انسانان د پاک زړه د خاوند نه کرکه کوي

او هڅه کوي چې صادقان ووژني.

۱۱کم عقل انسان خپله غوسه زر ښکاره کوي

خو د حکمت خاوند د غوسې اور سړوي.

۱۲کوم واکدار چې د دروغو خبرو ته غوږ نیسي

نو ټول خدمتګاران به یې بدکاره شي.

۱۳ظالم او مظلوم په یو صفت کې شریک دي

ځکه څښتن دواړو ته د ژوند روښانه سترګې ورکړې دي.

۱۴هغه پاچا چې په وفادارۍ د مسکینانو سره انصاف کوي

نو د پاچاهۍ تخت به یې تل په ټینګ بنیاد ولاړ وي.

۱۵د ادب لښته او سخته لارښوونه حکمت پیدا کوي

خو کوم اولاد چې ازاد ګرځي نو خپلې مور ته شرم راوړي.

په څښتن باور او ادب زده کول

۱۶کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو ګناهونه زیاتیږي

خو نېکان به یې وګوري چې هغوی بربادیږي.

۱۷خپل زوی اصلاح کړه نو تاته به سکون درکړي

او د زړه ارمانونه به دې په خوشحالۍ پوره کړي.

۱۸کله چې الهام نه وي نو ولس سرکښي کوي

خو بختور دی هغه څوک چې په قانون باندې عمل کوي.

۱۹نوکر یوازې په نصیحت نه اصلاح کیږي

سره له دې چې هغه ستا په خبرو پوهیږي خو پام ورته نه کوي.

۲۰څوک چې پرته له فکر کولو نه خبرې کوي

نو هغه د یو کم عقل نه هم بدتر دی.

۲۱که څوک خپل نوکر د ځوانۍ نه نازولی اموخته کړي

نو په اخر کې به د خپل بادار د کور او مال مالک شي.

۲۲غوسه ناک انسان جنګ جګړې جوړوي

او د غضب خاوند د ګناه اور ته لمن وهي.

۲۳کبر او غرور انسان له پښو غورځوي

خو د عاجزۍ خوی سړي ته عزت ورکوي.

۲۴د غلو ملګری د ځان دښمن دی

ځکه د قسم خوړلو نه وروسته بیاهم غلی پاتې کیږي.

۲۵څوک چې د انسان څخه وېره کوي په دام کې به ونښلي

خو څوک چې په څښتن باور کوي په امن کې به وساتل شي.

۲۶ډېر خلک د واکدارانو د مهربانۍ په لټون کې دي

خو انصاف د څښتن په لاس کې دی.

۲۷نېکان د منافق انسان نه کرکه کوي

او بدکاران د صادق انسان نه کرکه کوي.