ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

دوم قرنتیان - دولسم فصل

د پولوس رسول رویاګانې او مکاشفې

۱زه باید ویاړ وکړم، که څه هم هېڅ ګټه نه لري. خو زه به د هغو رویاګانو او مکاشفو په هکله خبرې کوم چې څښتن ماته راکړي دي. ۲زه یو سړی چې په مسیح باندې ایمان لري، پېژنم چې څوارلس کاله مخکې درېم اسمان ته یووړل شو، خو زه نه پوهېږم چې په جسماني توګه ؤ یا په روحاني توګه، خو خدای پوهیږي. ۳‏-۴زه پوهېږم چې دا سړی جنت فردوس ته یووړل شو، که هغه په جسماني توګه ؤ یا په روحاني توګه. زه نه پوهېږم، خو خدای پوهیږي. خو هغه داسې شیان واورېدل چې په خبرو کې بیان کېدلی نه شي، داسې شیان چې هېچا ته یې د بیانولو اجازه نشته. ۵زه په داسې سړي ویاړ کوم، خو زه به پرته له خپلو کمزوریو نه په خپل ځان ویاړ ونه کړم. ۶که ما غوښتي وای چې په خپل ځان ویاړ وکړم، نو زه به احمق نه وم، ځکه چې ما به رښتیا خبرې کړې وای. خو زه به داسې ونه کړم، ترڅو څوک ما ته د هغه څه نه چې په ما کې یې ویني او یا یې زما نه اوري، ما ته زیات ارزښت راکړي.

۷نو د دې دپاره چې د هغو حیرانوونکو مکاشفو له امله مغرور نه شم، نو زما په بدن باندې اغزي ولګېدل چې د شیطان استازي وو چې ما وځوروي، ترڅو زه مغروره نه شم. ۸په دې هکله ما درې ځلې څښتن ته زارۍ وکړلې چې دا اغزي راڅخه لېرې کړي. ۹خو هغه ما ته وویل: «زما فضل ستا دپاره بس دی، ځکه چې زما قدرت ستا په کمزورۍ کې پوره کیږي.» نو زه به په ډېرې خوشحالۍ سره په خپلې کمزورتیا باندې ویاړ کوم، ترڅو د مسیح قدرت په ما کې پاتې شي. ۱۰له دې امله زه د مسیح په خاطر کمزورۍ، سپکاوی، سختي، ځورونې او مصیبتونه منم. ځکه چې زه د کمزورۍ په وخت کې قوي یم.

د کلیسا دپاره د پولوس رسول اندېښنه

۱۱زه احمق شوم، ځکه چې تاسو مجبور کړم چې داسې وکړم، حال دا چې تاسو باید زما ستاینه کړې وای. که څه هم زه هېڅ نه یم، خو بیاهم د هغو تش په نامه رسولانو څخه کم نه یم. ۱۲ما په ډېر صبر او حوصلې سره په تاسو کې ډېرې نښې، عجیبه کارونه او معجزې وښودلې او دا مې ثابته کړه چې زه رښتینی رسول یم. ۱۳یوازېنی شی چې ما د نورو کلیساګانو سره وکړ او تاسو سره مې ونه شو کړای، هغه دا ؤ چې په تاسو باندې مې مالي بار وانه چاوه. زما دا غلطي وبخښئ.

۱۴اوس زه تیار یم چې د درېم ځل دپاره ستاسو لیدلو ته راشم، خو زه نه غواړم چې په تاسو باندې بار واچوم، ځکه چې زه تاسو غواړم، نه ستاسو مال او جایداد. ځکه چې ماشومان مجبوره نه دي چې خپل مور او پلار ته کوم څه تیار کړي، بلکې مور او پلار یې باید خپلو ماشومانو ته تیار کړي. ۱۵زه ډېر خوشحاله یم چې خپل هرڅه او تردې چې خپل ځان ستاسو نه قربان کړم. که زه تاسو سره زیاته مینه کوم، نو ایا تاسو به زما سره لږه مینه وکړئ؟

۱۶تاسو پوهېږئ چې زه ستاسو په اوږو بار شوی نه یم. خو په تاسو کې ځینې وایي چې زه چلباز یم او په چل سره ستاسو نه غلطه ګټه اخلم. ۱۷ایا ما د هغو کسانو په وسیله چې تاسو ته مې درلېږلي دي، کومه غلطه ګټه اخیستې ده؟ ۱۸ما د تیتوس څخه وغوښتل چې تاسو ته درشي او د هغه سره مې یو ورور درولېږه، ایا تیتوس ستاسو نه کومه غلطه ګټه اخیستې ده؟ نه، ایا مونږ یو روح نه لرو؟ ایا د یو بل سره په یوه لاره قدم نږدو؟

۱۹ایا تاسو فکر کوئ چې دومره وخت مونږ ستاسو په وړاندې د خپلو ځانونو څخه دفاع کوو؟ نه، خو مونږ د خدای په حضور کې او په مسیح کې خبرې کوو. ګرانو دوستانو، مونږ چې هرڅه کوو هغه د دې دپاره کوو چې تاسو قوي شئ. ۲۰ځکه زه وېرېږم چې کله درشم او لکه څنګه چې زه یې غواړم تاسو هغه شان ونه وینم او څنګه چې تاسو غواړئ ما هغه شان ونه وینئ. زه وېرېږم چې په تاسو کې به جګړې، کینې، بد خویي، ځان غوښتنه، ښکنځلې، بېځایه خبرې او ګډوډي وي. ۲۱زه وېرېږم کله چې تاسو ته بیا درشم، خدای مې ستاسو په مخکې ونه شرموي او د هغو کسانو په خاطر چې ګناهونه یې کړي دي او د ناپاکۍ، جنسي بد اخلاقۍ او شهوت پرستۍ نه یې توبه نه ده ویستلې، غمجن نه شم.