ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - لسم فصل

د سلیمان پورې تړلي متلونه

۱دا د سلیمان متلونه دي.

رښتینې شتمني او د حقیقت خبرې

هوښیار زوی خپل پلار خوشحالوي

خو کم عقل زوی خپله مور په غم اخته کوي.

۲هغه دولت چې د ناروا لارې تر لاسه کیږي ګټه نه لري

خو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.

۳څښتن نېک انسان لوږې ته نه پرېږدي

خو د بدکارانو غوښتنې شنډوي.

۴بېکاره لاسونه انسان خواروي

خو زحمت کښه لاسونه انسان شتمن کوي.

۵هوښیار زوی په اوړي کې خپل فصل راټولوي

خو د لو په وخت کې ویده شوی زوی شرم راوړي.

۶برکت د نېک سړي د سر تاج دی

خو د بدکارانو ظلم د هغوی په خوله پرده اچوي.

۷د نېک سړي یادول د برکت سبب کیږي

خو د بدکارانو د نوم نه زړه بدیږي.

۸د حکمت خاوند حکمونه مني

خو د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.

۹څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي ډاډه ګرځي

خو د کږو لارو خاوند به رسوا شي.

۱۰څوک چې سترګې وهي دردونه جوړوي

او د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.

۱۱د نېک انسان خوله د ژوند سرچینه ده

خو د بدکارانو خوله په ظلم پرده اچوي.

۱۲کرکه جګړو ته لمن وهي

خو مینه په ټولو ګناهونو پرده اچوي.

۱۳حکمت د عقلمن په خبرو کې موندل کیږي

خو د ناپوه د ملا دپاره لښته ده.

۱۴د حکمت خاوندان خپل علم ذخیره کوي

خو د جاهلانو د خولې خبرې بربادي راوړي.

۱۵د شتمن مال دولت د هغه دپاره کلا ده

خو غریبي د غریبانو دپاره بلا ده.

۱۶د نېک انسان انعام ژوندون دی

خو د بدکاره انسان ګټه ګناه ده.

د نېکانو او د بدکارانو عملونه او راتلونکی

۱۷نصیحت منونکی نور خلک د ژوندون په لار روانوي

خو اصلاح نه منونکی نور خلک بې لارې کوي.

۱۸څوک چې په دروغو خپله کرکه پټوي

او په نورو تور لګوي، هغه کم عقل دی.

۱۹ډېرې خبرې کول د ګناه سبب ګرځي

خو څوک چې ژبه په خپل واک کې ساتي هوښیار دی.

۲۰د نېک سړي د خولې خبرې سوچه سپین زر دي

خو د بدکارانو د زړه خیالونه ارزښت نه لري.

۲۱د نېک سړي د خولې خبرې خلک مړوي

خو د جاهلانو ناپوهي هغوی مړه کوي.

۲۲د څښتن برکت انسان شتمن کوي

خو زحمتونه هېڅ شی نه شي زیاتولی.

۲۳کم عقل د خپل بد عمل نه خوند اخلي

خو د پوهې خاوند له حکمت نه خوند اخلي.

۲۴له هغې بلا نه چې بدکاره وېریږي هغه پرې نازلیږي

خو نېکان چې څه شی غواړي هغه ورته ورکول کیږي.

۲۵کله چې سخت توفان راشي نو بدکاره انسان به تباه شي

خو د نېک انسان بنیاد به تل ټینګ وي.

۲۶لټ انسان د کار ورکوونکو دپاره داسې دی

لکه سرکه چې غاښونه برېښوي او لوګی سترګې سوځوي.

۲۷له څښتن څخه وېره عمر اوږدوي

خو د بدکارانو عمر به لنډ وي.

۲۸د نېکانو ارمانونه چې پوره کیږي نو خوشحالیږي

خو د بدکارانو امیدونه تباه کیږي.

۲۹د څښتن لار د پاک زړه د خاوند دپاره کلا ده

خو د شر اچوونکو دپاره بلا ده.

۳۰د نېک انسان بنیاد به هېڅکله ونه لړزیږي

خو بدکاران به د ځمکې په سر پاتې نه شي.

۳۱د نېک انسان خوله د حکمت خبرې کوي

خو کږه ژبه به پرې کړل شي.

۳۲د نېک انسان د خولې خبرې خوږې وي

خو د بدکارانو د خولې خبرې کږې وږې وي.