ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - اتم فصل

اسراییلیان پادشاه غواړي

۱کله چې سموئیل زوړ شو خپل زامن یې د قاضیانو په توګه د اسراییلو دپاره وټاکل. ۲د هغه د مشر زوی نوم یوئیل او د کشر زوی نوم ابیاه ؤ. هغوی په بئرشبع کې قاضیان وو. ۳خو هغوی د خپل پلار په لار روان نه وو. د هغوی شوق صرف پیسې پیدا کول ؤ، نو رشوت به یې اخیست او انصاف به یې تر پښو لاندې کاوه.

۴نو د اسراییلو ټول سپین ږیري سره راغونډ شول او رامې ته لاړل، ترڅو د سموئیل سره وګوري. ۵سموئیل ته یې وویل: <ګوره، ته زوړ شوی یې او ستا زامن ستا په لاره نه ځي. اوس زمونږ دپاره پادشاه وټاکه چې په مونږ باندې حکومت وکړي ترڅو مونږ هم د نورو ټولو قومونو په شان پادشاه ولرو.> ۶سموئیل د هغوی په دې غوښتنه خوشاله نه ؤ. نو هغه څښتن ته دعا وکړه. ۷څښتن هغه ته وویل: <سموئیله! هرڅه چې قوم در نه غواړي هماغسې وکړه. هغوی ته نه یې رد کړی، بلکه زه یې د خپل پادشاه په توګه رد کړی یم. ۸د هغه وخت څخه چې ما دوی د مصر څخه راوویستل، زه یې پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت یې وکړ. هغوی اوس ستا سره هغه کار کوي کوم چې هغوی تل زما سره کړی دی. ۹نو بیا څه چې هغوی در نه غواړي هماغسې وکړه، مګر هغوی ته په کلکه خبرداری ورکړه او ورته وښایه چې پادشاهان به د دوی سره څنګه رویه کوي.>

۱۰سموئیل د څښتن ټولې خبرې هغه خلکو ته بیان کړې چې د هغه څخه یې د پادشاه غوښتنه کړې وه. ۱۱سموئیل څرګنده کړه: <ستاسو پادشاه به ستاسو سره داسې رویه وکړي: هغه به ستاسو زامن واخلي او د هغو څخه به عسکر جوړ کړي. ځینې به یې په جنګي ګاډیو کې خدمت کوي، نور به د هغه سپاره عسکر وي او ځینې به د هغه د ګاډیو په مخکې ځغلي. ۱۲ځینې به د زر کسیزه ډلې او ځینې به د پنځوس کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي. ستاسو زامن به د پادشاه ځمکه قلبه کوي، د هغه حاصلات به راغونډوي او د وسلې او د جنګي ګاډیو دپاره به سامان جوړوي. ۱۳هغه به ستاسو لورګانې بوځي او هغه ته به عطر جوړوي، پخلی به ورته کوي او ډوډۍ به ورته پخوي. ۱۴هغه به ستاسو څخه ډېر ښه پټي او د انګورو او زیتونو باغونه واخلي او خپلو افسرانو ته به یې ورکړي. ۱۵هغه به ستاسو د غلو دانو او انګورو لسمه برخه واخلي او خپلو درباریانو او افسرانو ته به یې ورکړي. ۱۶هغه به ستاسو څخه غلامان، وینځې او ستاسو ډېرې ښې پادې او خره د خپل کار دپاره واخلي. ۱۷هغه به ستاسو د رمو څخه لسمه برخه اخلي او تاسو په خپله به د هغه غلامان شئ. ۱۸هغه ورځ به راشي کله چې تاسو د خپل پادشاه له لاسه چې د خپل ځان دپاره مو غوره کړی دی سخت شکایتونه وکړئ. خو څښتن به ستاسو شکایتونو ته غوږ ونه نیسي.>

۱۹مګر قوم د سموئیل د خبرو د اورېدلو څخه انکار وکړ او ویې ویل: <نه! مونږ پادشاه غواړو. ۲۰مونږ هیله لرو چې د نورو ټولو قومونو په شان شو. پادشاه به په مونږ باندې حکومت وکړي او په جګړې کې به زمونږ لارښوونه کوي.>

۲۱سموئیل د هغوی خبرې واورېدلې، بیا یې دا هرڅه څښتن ته وړاندې کړل. ۲۲څښتن ځواب ورکړ: <څه چې دوی غواړي هغه وکړه، ورته یو پادشاه وټاکه.> بیا سموئیل د اسراییلو قوم ته وویل: <هر یو دې خپل کور ته لاړ شي.>