ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او نولسم زبور

د خدای په کلام کې تسلي او رڼا

د څښتن په حکمونو عمل کول د برکت لاره ده

۱بختور دي هغه خلک چې ژوندون یې دی بې عیبه

چې تېروي خپل ژوند د څښتن د شریعت له مخې

۲بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کوي

چې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه له کومي څخه

۳هېڅکله نه کوي بدي هغوی

هغوی روان وي د څښتن په لاره

۴خپل قوانین دې دي راکړي مونږ ته ای څښتنه

چې اطاعت یې وکړو په وفادارۍ سره

۵کاشکې چې زه وفادار واوسم

چې په قوانینو دې عمل وکړمه

۶که زه عمل وکړمه ستا ټولو حکمونو باندې

نو بیا به د شرم سره مخ نه شمه

۷څنګه چې زده کړمه رښتیني قوانین د ستا

نو په پاک زړه به دې ثنا وایمه

۸زه به ستا د قوانینو اطاعت کومه

هېڅکله پرېنږدې ما

د څښتن قانون ته غاړه ایښودل

۹څنګه کولای شي یو ځوان چې خپل ژوند پاک وساتي؟

چې وکړي ژوند ستا د کلام له مخې

۱۰د زړه له کومي زه کوښښ کومه

چې تاته وکړم رجوع

مه مې پرېږده چې سرکښي وکړمه

ستا له حکمونو څخه

۱۱ما دی ساتلی ستا کلام خپل زړه کې

ترڅو ستا په مقابل کې زه ګناه ونه کړم

۱۲زه ستا ثنا وایمه ای څښتنه

ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین

۱۳بیانومه زه په لوړ اواز

ټول قوانین چې دې راکړي مونږ ته

۱۴زه یم خوشحاله ستا حکمونو باندې

لکه چې څنګه وي خوشحاله څوک

په مال دولت باندې

۱۵ستا د اصولو په باره کې زه کومه فکر

کومه غور ستا په لارښوونو باندې

۱۶په قوانینو دې خوشحاله یمه

نه هېروم به زه د ستا کلام

د څښتن په شریعت کې خوشحالي

۱۷خپل خدمتګار سره دې ښه وکړه ته

ترڅو ژوندی پاتې شم او ستا په کلام باندې عمل وکړمه

۱۸سترګې مې پرانیزه ته ترڅو زه وګورمه

ستا په شریعت کې عجیبه حقایق

۱۹زه دلته یمه بېګانه په دې دنیا کې

زما نه مه پټوه خپل حکمونه

۲۰زړه مې دردیږي له ارمانه سره

غواړمه پوه شم همېشه ستا قوانینو باندې

۲۱ته کبرجن او لعنتیان رټې

او هغه خلک چې سرکښي

ستا له حکمونو کوي

۲۲زما نه لېرې بې ننګي او سپکاوی کړه ته

ځکه چې زه کوم عمل ستا په حکمونو باندې

۲۳سره له دې چې حاکمان دي راغونډ شوي

او په ضد مې دسیسه جوړوي

خو ستا خدمتګار به کوي فکر

ستا په قوانینو باندې

۲۴ستا په حکمونو خوشحالېږمه زه

هغه زما دپاره دي راهنما

د څښتن د شریعت څخه د اطاعت کولو پرېکړه

۲۵زه یمه مرګ ته نژدې شوی

ما راژوندی کړه لکه څنګه چې دې کړې وعده

۲۶څه چې ما کړي د هغو مې درته وکړ اقرار

او تا ځواب راکړ

ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین

۲۷راسره مرسته وکړه چې ستا په اصولو پوه شم

نو زه به فکر کوم ستا په عجیبه کارونو

۲۸زما ځان ستومانه شوی دی له ډېره غمه

په خپل کلام دې ماته راکړه قوت

۲۹غلطو لارو نه مې وساته ته

ما سره ښه وکړه او راته رازده کړه

ته دې خپل شریعت

۳۰د وفا لاره خوښه کړې ده ما

ما خپل پام دی اړولی قوانینو ته ستا

۳۱ستا په حکمونو باندې ټینګ ولاړ یم ای څښتنه

ای څښتنه، مه مې پرېږده چې وشرمېږمه زه

۳۲زه به په شوق سره کومه اطاعت

ستا له حکمونو څخه

ځکه چې ته به راکړې زیاته پوهه

د پوهې په خاطر دعا

۳۳ماته راوښایه څښتنه، ته معنی د قوانینو خپلو

زه تر اخره به هغو باندې عمل کومه

۳۴ماته پوهه راکړه په خپل شریعت باندې

زه به یې کوم اطاعت

زه به عمل کوم هغه باندې د زړه له کومي

۳۵ما روان کړه ته د خپلو حکمونو په لار

ځکه زه مومم خپله خوشحالي هغو کې

۳۶ما سره شوق کړه راپیدا چې اطاعت وکړمه

ستا د حکمونو څخه

نه چې دولت وګټم

۳۷نظر مې واړوه ته خوشې شیانو څخه

ماته ژوند راکړه په خپلو لارو دې

۳۸پوره کړه خپله وعده خپل خدمتګار سره

هغه وعده چې تا ده کړې هغو خلکو سره

چې کوي وېره له تا

۳۹ته مې له هغې رسوایۍ وساته

چې ترې وېرېږمه زه

ځکه چې ستا قضاوتونه ښه دي

۴۰څومره ارمان لرمه چې اطاعت وکړمه

ستا له اصولو څخه

نوی ژوند راکړه ماته، ځکه چې ته یې عادل

د څښتن په شریعت باندې باور

۴۱ماته دې راکړه خپله تلپاتې مینه ای څښتنه

او راکړه خلاصون لکه چې څنګه دې وعده کړې ده

۴۲نو بیا به زه ورکړم ځواب هغوی ته

چې سپکاوی مې کوي

ځکه چې زه کوم باور ستا په کلام باندې

۴۳ماته توان راکړه چې وکړم همېشه د حقیقت خبرې

ځکه چې ستا په قوانینو زه باور لرمه

۴۴زه همېشه به اطاعت ستا د شریعت کومه

تر ابده او ابده پورې

۴۵زه به کامله ازادۍ کې خپل ژوندون تېروم

ځکه کوښښ مې کړی چې عمل وکړمه

ستا په اصولو باندې

۴۶زه به اعلان کړم ستا حکمونه پاچاهانو ته

او زه به نه شرمېږم

۴۷ستا په حکمونو زه خوشحاله یمه

ځکه چې خوښ دي زما

۴۸ستا حکمونه مې خوښیږي او عزت یې کوم

ستا قوانینو باندې غور کوم

۴۹در په یاده کړه هغه وعده

چې دې کړې وه د خپل خادم سره

ځکه چې ماته یې امید راکړی

۵۰حتی په سخته کې مې وشي تسلي

ځکه وعده دې ماته ژوند راکوي

۵۱کبرجن خلک په ما ډېرې ملنډې وهي

خو ستا له شریعته زه مخ نه اړوم

۵۲راته په یاد دي له پخوا نه قوانین د ستا

زما کیږي تسلي په هغو ای څښتنه

۵۳زه ډېر په قهر یم په بدکاره خلکو

ځکه چې دوی ستا شریعت ماتوي

۵۴په هرځای کې چې اوسېږمه زه

زه جوړوم سندرې ستا د قوانینو په هکله

۵۵زه یادومه د شپې ستا نوم څښتنه

او ستا په شریعت باندې عمل کومه

۵۶دا ؤ عادت زما چې عمل وکړمه زه

ستا په اصولو باندې

د څښتن شریعت ته وقف کېدنه

۵۷ته زما هرڅه یې ای څښتنه

دا مې وعده ده چې عمل به کوم

ستا په کلام باندې

۵۸د زړه له کومي تاته سوال کومه

چې په ما رحم وکړې

لکه چې څنګه دې وعده کړې ده

۵۹د خپل کړو وړو په هکله فکر کوم

او دا مې وعده ده چې پیروي به کوم

ستا له حکمونو څخه

۶۰زه به په بیړه او بې له ځنډه

عمل کوم ستا په حکمونو باندې

۶۱بدکاره خلکو راته ایښی دی دام

خو هېر به نه کړمه د ستا شریعت

۶۲په نیمه شپه کې راپاڅېږمه زه

چې ستا ثنا ووایم

ځکه چې ته قضاوتونه په انصاف کوې

۶۳زه ملګری د هغو یم چې وېریږي له تا

د هغو ټولو خلکو چې دې عمل په اصولو کوي

۶۴دنیا ده ډکه ستا له تلپاتې مینې ای څښتنه

ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین

د څښتن د شریعت ارزښت

۶۵خپله وعده باندې ولاړ یې ای څښتنه

خپل خدمتګار سره دې ښه کوې ته

۶۶ماته ښه حکمت او پوهه راکړه

ځکه چې زه کوم باور ستا په حکمونو باندې

۶۷مخکې له دې چې مصیبت ووینم

بې لارې شوی وم زه

خو اوس ستا په کلام باندې عمل کوم زه

۶۸ته نېک یې او نېک کارونه کوې

ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین

۶۹مغروره خلک وایي دروغ زما په هکله

خو د زړه له کومي اطاعت ستا د اصولو کوم

۷۰دغه دروغجن خلک شعور نه لري

خو ستا په شریعت باندې خوشحاله یمه

۷۱ښه وه زما دپاره چې په تکلیف شوم

ځکه سبب شو د دې چې ستا قوانین زده کړم

۷۲هغه شریعت چې تا راکړی

ډېر قیمتي دی ماته

له ډېرو سرو او سپینو زرو

د څښتن د شریعت عدالت

۷۳تا زه جوړ کړی یم په خپلو لاسو

او پیدا کړی دې یم

ته راته راکړه پوهه ترڅو زه زده کړمه حکمونه د ستا

۷۴څوک چې وېریږي له تا شي به خوشحاله په لیدلو زما

ځکه چې زه ستا په کلام باندې باور لرمه

۷۵په دې پوهېږمه څښتنه چې قضاوت کوې په عدل سره

او ته په حقه یې چې را دې کړه سزا ماته

۷۶لکه چې څنګه دې وعده کړې ده

خپل خدمتګار سره

ماته دې راکړي تسلي ستا تلپاتې مینه

۷۷په ما رحم وکړه چې زه ژوندی اوسم

ستا په شریعت کې خوشحالي ده زما

۷۸ودې شرمیږي مغرور خلک

چې په دروغو په ما تور لګوي

خو زه به غور کوم ستا په اصولو باندې

۷۹څوک چې کړي وېره له تا بېرته دې راشي ماته

هغه خلک چې پوهیږي ستا حکمونو باندې

۸۰پرېږده چې وکړم اطاعت په پوره توګه

ستا له قوانینو څخه

بیا به زه هېڅکله خجل نه شم

د ژوندون دپاره دعا

۸۱ستومانه شوی یمه ای څښتنه له انتظاره

چې خلاصون راکړې ته

ستا په کلام باندې باور لرمه

۸۲ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ستړې شولې

او پوښتنه کوم: «کله به ماته تسلي راکوې؟»

۸۳زه یم وچ شوی د هغه مشک په شان

چې وي وهلی لوګي

خو ما هېر کړي نه دي ستا قوانین

۸۴ستا خدمتګار به انتظار وباسي تر کومه پورې؟

ته به کله هغو خلکو ته سزا ورکوې

چې ما ځوروي؟

۸۵هغه مغرور خلک چې نافرماني کوي

ستا له شریعته څخه

کندې وباسي ماته

چې مې په لومه کې راګېر کاندي

۸۶ستا ټول حکمونه د باور وړ دي

ما سره مرسته وکړه

ځکه چې خلک مې ځوروي ناحقه

۸۷دې ته نژدې وم چې مې کړي ورک

د ځمکې له مخه

خو ما پرېنښودل ستا اصول

۸۸د خپلې مینې په خاطر دې ما ژوندی وساته

ترڅو زه وکړمه عمل ستا په حکمونو باندې

د څښتن په شریعت باندې ایمان لرل

۸۹ابدي دی ستا کلام څښتنه

دی په اسمان کې قایم

۹۰وفاداري ستا دوام مومي ټولو نسلونو پورې

تا راپیدا کړه ځمکه او وي به ټینګه تل دپاره

۹۱ستا په حکم ټول شیان دي

تر نن ورځې پورې پاتې

ځکه چې ټول ستا په خدمت کې دي

۹۲که خوشحالي مې ستا شریعت کې نه وای

نو له دردونو نه مړ شوی به وای

۹۳زه به هېڅکله ستا اصول هېر نه کړم

ځکه ژوندی دې یم ساتلی په هغو باندې

۹۴زه د ستا یم ومې ژغوره

ځکه کوښښ مې کړی

چې عمل ستا په اصولو وکړم

۹۵بدکاره خلک انتظار وباسي چې ومې وژني

خو زه به ستا په حکمونو باندې غور کوم

۹۶په دې پوهېږم چې هر شی لري حد

خو ستا حکمونه هېڅ کوم حد نه لري

د څښتن د شریعت سره مینه

۹۷زه څومره مینه کوم ستا د شریعت سره

زه ټوله ورځ کومه فکر د هغه په هکله

۹۸هوښیاروي مې ستا حکمونه

له دښمنه مې زیات

ځکه چې ما سره همېش وي هغه

۹۹زه له خپلو ټولو استاذانو زیات پوهېږم

ځکه چې غور کوم ستا په حکمونو باندې

۱۰۰زه له مشرانو څخه زیات پوهېږم

ځکه چې کړمه عمل ستا په اصولو باندې

۱۰۱د بدو لارو مې ساتلي قدمونه خپل

ځکه زه غواړم عمل وکړم ستا په کلام باندې

۱۰۲ستا قوانین مې له نظره غورځولي نه دي

ځکه چې تا راته زده کړي هغه

۱۰۳دا ستا کلام دی څومره خوږ ماته

حتی د شاتو نه هم زیات خوږ دی

۱۰۴حاصلومه زه حکمت ستا له اصولو څخه

نو زه نفرت کومه له ټولو بدو لارو

رڼا د څښتن له شریعت څخه

۱۰۵دا ستا کلام دی څراغ زما د پښو دپاره

او ده رڼا زما د لارو

۱۰۶ما خوړلی دی قسم او ورباندې ټینګ ولاړ یم

چې عمل وکړمه زه ستا په عادلانه قوانینو

۱۰۷زما دردونه او سختۍ دي ای څښتنه

په رښتیا ډېر زیات

لکه چې څنګه دې وعده کړې ده

ما ژوندی وساته

۱۰۸د شکرګزارۍ دعا قبوله کړه زما څښتنه

ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین

۱۰۹زه اچوم خپل ژوند خطر کې همېش

خو نه هېروم به زه شریعت د ستا

۱۱۰بدکاره خلکو راته دام ایښی دی

خو سرکښي مې کړې نه ده ستا له قوانینو څخه

۱۱۱ستا حکمونه دي زما دپاره ابدي شتمني

خوشحالیږي زما زړه ورباندې

۱۱۲ما فیصله کړې ده چې به د مرګ تر ورځې

ستا د قوانینو اطاعت کومه

د څښتن په شریعت کې خوندیتوب

۱۱۳زه له دوه مخي سړي کرکه کوم

خو ستا د شریعت سره زه مینه کوم

۱۱۴ته پناه ځای یې زما او زما سپر یې

ستا په کلام باندې باور لرمه

۱۱۵ای ګناهکارو خلکو، له ما نه لېرې شئ

ترڅو د خپل خدای په حکمونو زه عمل وکړمه

۱۱۶لکه چې څنګه دې وعده کړې ده

ماته قوت راکړه ترڅو ژوندی پاتې شم

په مایوسۍ کې مې د شرم سره مخ نه کړې

۱۱۷ملاتړ مې وکړه او زه به اوسم خوندي

نو زه به همېش ستا په قوانینو باندې غور کوم

۱۱۸ته رد کوې هغه خلک

چې اطاعت نه کوي ستا له قوانینو څخه

دي باطلې د هغوی هغه نقشې چې غولوونکې دي

۱۱۹ټول بدعمله د دنیا ته غورځوې

لکه خزلو په شان

نو ځکه زه خوښوم ستا حکمونه

۱۲۰ستا له وېرې مې بدن رپیږي

له قضاوتونو دې وېرېږمه زه

د څښتن له شریعت څخه اطاعت

۱۲۱ما باانصافه او ښه کارونه کړي

خپل دښمنانو ته مې مه پرېږده ته

۱۲۲وکړه وعده راسره چې

خپل خادم سره به مرسته کوې

مغروره خلک مه پرېږده چې په ما ظلم وکړي

۱۲۳ستا د نجات په انتظار مې سترګې ستړې شولې

د کوم خلاصون دپاره چې دې وعده کړې ده

۱۲۴د خپلې مینې مطابق راسره وکړه رفتار

ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین

۱۲۵زه ستا خادم یم ماته پوهه راکړه

ترڅو زه پوه شم ستا په حکمونو باندې

۱۲۶ای څښتنه، د دې وخت راغلی

چې ته عمل وکړې

ځکه چې خلکو سرکښي کړې ده

ستا له شریعته څخه

۱۲۷نو ځکه د سرو زرو نه هم زیات

زما خوښیږي ستا حکمونه

هم زیات له ډېرې ښې طلا نه

۱۲۸نو زه ستا ټول اصول سم ګڼمه

نفرت کوم له غولوونکو لارو

د څښتن د شریعت څخه د تابعدارۍ شوق

۱۲۹ډېر عجیبه دي حکمونه ستا

نو ځکه زه ورباندې کومه عمل

۱۳۰بیانول ستا د کلام

روښانوي د انسانانو ذهن

او ورکوي پوهه ساده ګانو ته

۱۳۱ستا د حکمونو دومره تږی یمه

خوله مې خلاصه ده نیولې او ارمانجن یمه زه

۱۳۲ماته وګوره او رحم په ما وکړه

لکه چې څنګه یې کوې په هغو خلکو باندې

چې کوي مینه ستا له نوم سره

۱۳۳زما قدمونه کړه ټینګ ستا د کلام په لاره

مه مې پرېږده چې غالبه شي ګناه په ما

۱۳۴چې په ما ظلم کوي

د هغو خلکو نه مې خلاص کړه ته

ترڅو زه وکړای شم عمل ستا اصولو باندې

۱۳۵په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار ته

ماته رازده کړه ته دې خپل قوانین

۱۳۶اوښکې بهیږي زما له سترګو څخه لکه ویالو په شان

ځکه چې خلک ستا په شریعت باندې عمل نه کوي

د څښتن د شریعت عدالت

۱۳۷ته عادل یې ای څښتنه

او ستا قضاوتونه دي ولاړ په عدل

۱۳۸هغه شریعت چې ټاکلی دی تا

عادلانه دی او بېخي صحیح دی

۱۳۹زما غیرت زما بدن سوځوي

ځکه چې زما دښمنانو ستا کلام هېر کړی

۱۴۰یقیني ده څومره ستا وعده

زه ستا خدمتګار ورسره مینه کوم

۱۴۱زه هېڅ شی نه یم او سپکاوی مې کیږي

خو نه هېرومه اصولونه د ستا

۱۴۲ستا عدالت دی ابدي

او ستا شریعت دی همېشه رښتینی

۱۴۳په ما راغلې پرېشاني او تکلیف

خو زه خوشحاله یمه ستا له حکمونو څخه

۱۴۴د ستا حکمونه عادلانه دي همېش

ته پوهه راکړه چې ژوندی پاتې شم

د شریرانو څخه د خلاصون دپاره دعا

۱۴۵د زړه له کومي درته کومه فریاد

ځواب راکړه ای څښتنه

او زه به وکړمه عمل ستا په قوانینو باندې

۱۴۶تاته فریاد کومه وژغوره ما

او زه به کومه عمل په حکمونو د ستا

۱۴۷زه راپاڅېږم لمرخاته نه مخکې

او ستا د کومک دپاره کړمه فریاد

ستا په کلام کې زما هیلې نغښتې

۱۴۸ټوله شپه ویښ پروت یمه

چې ستا د وعدو په هکله غور وکړم

۱۴۹د خپلې مینې په خاطر زما دعا واوره

ای څښتنه، د خپل انصاف له مخې وساته ژوند زما

۱۵۰رانژدې شوي هغه خلک راته

چې دي روان په شرارت پسې

یعنې هغوی چې دي لېرې ستا شریعت نه

۱۵۱خو ته نژدې یې راته ای څښتنه

او ټول حکمونه دي رښتیني د ستا

۱۵۲د ډېر پخوا نه مې زده کړي دي

ستا د حکمونو څخه

چې قایم کړي تا ابدي دي هغه

د مرستې دپاره زارۍ

۱۵۳زما دردونه او سختۍ وګوره

ماته خلاصون راکړه

ځکه شریعت دې ما هېر کړی نه دی

۱۵۴زما د حق نه دفاع وکړه او ازاد مې کړه

ماته نجات راکړه لکه چې څنګه دې وعده کړې ده

۱۵۵بدکاره خلک به خلاصون نه مومي

ځکه چې ستا د قوانینو اطاعت نه کوي

۱۵۶ای څښتنه، ستا رحمت ډېر لوی دی

د خپل انصاف له مخې وژغوره ژوند زما

۱۵۷ډېر دښمنان دي زما چې ځوروي هغوی ما

خو ګرځېدلی نه یم ستا له حکمونو څخه

۱۵۸کله چې ګورمه زه دغو خاینانو ته

نو د هغو نه مې نفرت راشي

ځکه چې نه کوي عمل ستا په کلام باندې

۱۵۹ګوره څښتنه، څومره مینه کوم

ستا له اصولو سره

مینه دې هېڅکله بدلیږي نه

نو زما ژوند وژغوره

۱۶۰دی رښتینی ستا ټول کلام

عادلانه او ابدي دي

ټول قضاوتونه ستا

د څښتن شریعت ته وقف کېدل

۱۶۱ما بې سببه ځوروي دا د قدرت خاوندان

خو زه احترام ستا د کلام کومه

۱۶۲ستا په وعدو داسې خوشحاله یمه

لکه څوک چې خزانه پیدا کړي

۱۶۳زه د درواغو څخه کرکه کوم او بد وړمه

خو ستا د شریعت سره زه مینه کوم

۱۶۴هره ورځ اووه ځلې ثنا دې وایم

ځکه چې دي عادلانه قضاوتونه د ستا

۱۶۵هغوی چې مینه کوي ستا له شریعته سره

دي برخمن له پوره امن څخه

هېڅ داسې شی نشته چې دوی راوغورځوي

۱۶۶ستا د خلاصون په انتظار یمه زه ای څښتنه

کړمه عمل ستا په حکمونو باندې

۱۶۷زه اطاعت ستا د حکمونو کوم

ځکه چې زه ورسره لرمه ډېره مینه

۱۶۸ستا په اصولو او حکمونو زه عمل کومه

ځکه چې زما ټولو کارونو نه خبر یې ته

د څښتن د شریعت سره مینه

۱۶۹زما د مرستې فریادونه

دې ای څښتنه تاته درورسیږي

خپلې وعدې سره دې سم ماته پوهه راکړه

۱۷۰زما زاري دې تاته درورسیږي

خپلې وعدې سره دې سم ماته نجات راکړه

۱۷۱زما په ژبه به وي ستا ثنا او صفت

ځکه چې ماته زده کوې خپل قوانین

۱۷۲زه به سندره وایم ستا د کلام په هکله

ځکه چې دي عادلانه ټول حکمونه ستا

۱۷۳ماته لاس د مرستې راکړه

ځکه چې ما دا غوره کړې

چې پیروي کومه ستا له اصولو څخه

۱۷۴زه په ارمان ستا د نجات یمه ای څښتنه

ستا په شریعت کې خوشحالي ده زما

۱۷۵ژوندی مې پرېږده چې ثنا دې وایم

ستا قوانین دې زما مرسته وکړي

۱۷۶لکه ورک شوی پسه زه سرګردانه یمه

راشه او ولټوه خپل خدمتګار

ځکه چې ما هېر کړي نه دي حکمونه ستا