ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - دولسم فصل

خبرې او عملونه

۱څوک چې نصیحت مني نو د علم سره مینه لري

خو څوک چې له اصلاح نه کرکه کوي بې عقله دی.

۲ښه انسان د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي

خو هغه انسان ته سزا ورکوي چې بدې نقشې جوړوي.

۳هېڅوک د بدۍ له امله ټینګ نه پاتې کیږي

خو د نېکانو ریښه هېڅکله له بېخه نه ویستل کیږي.

۴یوه مېړنۍ او پتمنه ښځه

د خپل مېړه د سر تاج ده

خو هغه ښځه چې د خپل مېړه د شرم سبب ګرځي

د هډوکو د سرطان په شان ده.

۵د نېکانو ارادې په انصاف سره جوړیږي

خو د بدکارانو بدې مشورې انسان غولوي.

۶د بدکارانو ژبه وینو تویولو ته تل په کمین کې ده

خو د صادقانو ژبه د خلکو ژوند ژغوري.

۷بدکاران مړه کیږي او له منځه ځي

خو د نېکانو د کور بنیاد به ټینګ ولاړ وي.

۸د انسان ستاینه د هغه د هوښیارۍ له مخې کیږي

خو د غلط فکر خاوند ته په سپکه سترګه کتل کیږي.

۹ښه ده چې انسان عاجز وي او نوکر ولري

له هغه چا نه چې ځان لوړ ګڼي او ډوډۍ نه لري.

۱۰نېک انسان په خپلو حیواناتو باندې هم پام کوي

خو د بدکارانو رحم هم له ظلم نه ډک وي.

۱۱څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شي

خو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو ناپوهه دی.

۱۲بدکاران له شر اچوونکو نه د لوټ شوي مال تمه کوي

خو د نېکانو ریښې تل تازه او حاصل ورکوي.

۱۳بدکاره سړی د خپلو بدو خبرو په دام کې نیول کیږي

خو نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي.

۱۴انسان د خپلې خولې په هوښیارو خبرو مړیږي

او د خپلو لاسونو د کار ثمره ورکول کیږي.

۱۵جاهل سړي ته خپلې لارې چارې سمې ښکاري

خو د حکمت خاوند د نورو لارښوونې ته غوږ نیسي.

۱۶جاهل سړی خپل قهر زر ښکاره کوي

خو ځیرک انسان په خپله بې عزتۍ پرده اچوي.

۱۷رښتینی انسان په صداقت شهادت ورکوي

خو دروغجن شاهد د ټګۍ خبرې کوي.

۱۸د بې پروایۍ خبرې د تورې په څېر غوڅول کوي

خو د حکمت د خاوندانو ژبه زخمونو ته شفا ورکوي.

۱۹رښتینې خبرې تل ټینګې پاتې کیږي

خو د دروغو مزل لنډ وي.

۲۰څوک چې بدې نقشې جوړوي په زړونو کې یې ټګي وي

خو د سولې او سلامتۍ غوښتونکي به خوشحاله وي.

۲۱نېک انسان ته هېڅکله زیان نه رسیږي

خو بدکاران به تل له مصیبت سره مخامخ وي.

۲۲څښتن له دروغ ویلو نه کرکه کوي

خو له رښتینو خلکو خوشحاله وي.

۲۳ځیرک انسان خپله پوهه پټه ساتي

خو کم عقل خلک خپل جهالت ښکاره کوي.

۲۴زحمت انسان لوړ مقام ته رسوي

خو لټي د انسان نه غلام جوړوي.

۲۵اندېښمن زړه انسان په غم ککړوي

خو د زړه ښې خبرې انسان خوشحالوي.

۲۶نېک سړی د خپل ملګري په پېژندلو کې احتیاط کوي

خو د بدکارانو کړه وړه هغوی بې لارې کوي.

۲۷لټ انسان حتی خپل ښکار هم نه شي پخولی

خو خواریکښ انسان خپل حاصلات زیاتوي.

۲۸د صداقت په لاره کې ژوندون دی

او په سمه لاره کې هېڅکله مرګ نشته.