ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او دوېم زبور

د یو مظلوم سړي دعا

(د ژور خفګان په مهال د یو مظلوم سړي د څښتن په وړاندې دعا او شکایت)

۱ای څښتنه کړه قبوله زما دعا

زما فریاد دې تاته ورسیږي

۲په سخته ورځ کې دې مخ مه اړوه زما نه

ماته غوږ ونیسه

کله چې تاته کړم دعا ته یې قبوله کړه زر

۳فنا کیږي زما ژوند لکه لوګي په شان

د سور انګار په څېر مې سوځي د بدن هډوکي

۴د واښو په څېر مې زړه مات، مړاوی شوی

رانه هېر دي چې ډوډۍ مې وخورم

۵په لوړ اواز باندې زګېرویو له وجې

صرف پوستکی او هډوکي مې بدن کې پاتې

۶د صحرایي ګونګي په شان یمه زه

هغه ګونګی چې کنډوالو کې اوسي

۷خوب مې له سترګو تښتېدلی

هغې مرغۍ په شان یم چې اوسي ځانله په بام

۸دښمنان ټوله ورځ پېغور راکوي

هغوی چې ما باندې ملنډې وهي

لعنت ویلو کې زما نوم اخلي

۹‏-۱۰ستا د قهر او غضب په سبب

خورمه ایرې زه د ډوډۍ په ځای

او د څښاک سره مې اوښکې ګډې شوې

زه دې اوچت کړمه او لېرې دې ګوزار کړمه زه

۱۱تېریږي عمر مې په څېر د مازدیګر د لمر

او مړاوی کېږم د واښو په شان

۱۲خو ای څښتنه ته په تخت ناست به یې تل ترتله

ټولو نسلونو پورې به پاتې شي د ستا یادونه

۱۳ته راپاڅېږې به او رحم په صهیون به وکړې

اوس د دې وخت دی مهربانه په هغه چې شې ته

ټاکلی وخت رارسېدلی دی

۱۴د هغه تیږې هم دي ګرانې په بندګانو ستا

او د هغه په خاوره باندې هم کړي رحم

۱۵ولسونه به وېریږي د څښتن له نومه

او د نړۍ ټول پاچاهان به یې وېریږي له جلاله څخه

۱۶څښتن چې کله د صهیون ښار یوځل بیا جوړ کړي

نو خپل جلال به کړي ښکاره خلکو ته

۱۷واوري زاري به د بې وزلو او د اړو خلکو

په سپکه سترګه به ونه ګوري د دوی دعا ته

۱۸راتلونکي نسل ته دې ولیکل شي چې څښتن څه کړي دي

ترڅو ثنا ووایي څښتن ته هغوی

چې لا تر اوسه زېږېدلي نه دي

۱۹څښتن وکتل له خپل سپېڅلي ځایه

پاس له اسمان څخه یې وکتل د ځمکې په لور

۲۰ترڅو زګېروي د زندانیانو واوري

او خلاص کړي هغوی چې وو محکوم په مرګ

۲۱نو له دې وجې به صهیون کې خلک یاد کاندي نامه د څښتن

ثنا او صفت به یې اورشلیم کې وکړي

۲۲چې شي راټول قومونه او د پاچاهیو خلک

ترڅو څښتن ته عبادت وکړي

۲۳څښتن په نیمه لار کې واخیست زما ځواک راڅخه

او زما ورځې یې کړې لنډې

۲۴نو ما وویل: «ای زما خدایه

په ځوانۍ کې رانه ژوند مه اخله!

ته ای څښتنه یې تر ابده ژوندی»

۲۵له ډېر پخوا څخه دې ایښی ؤ بنیاد د ځمکې

او اسمانونه دې کړل جوړ خپلو لاسونو باندې

۲۶هغوی فنا به شي خو ته به پاتې شې

هغوی به ټول لکه لباس زاړه شي

ته به بدل کړې هغوی لکه چپنې په شان

او هغوی به شي فنا له سترګو

۲۷خو پاتې کېږې په خپل حال ته مدام

او پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران

۲۸اوسیږي امن کې به ستا د بندګانو اولاد

وي به قایم او دایم اولاده د دوی ستا تر نظر لاندې