ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

درې څلوېښتم زبور

د اندېښمن سړي د دعا پاتې برخه

۱بې ګناهي مې کړه ښکاره، خدایه

بې دینه خلکو مقابل کې مې دفاع وکړه ته

له دروغجنو او بدکارو خلکو خلاص مې کړه ته!

۲ته ساتونکی یې زما

زه دې ولې یم پرې ایښی؟

د خپل دښمن له ظلمه

ولې زه ویر کې یمه؟

۳راواستوه راته خپل نور او حقیقت

چې راته لار وښایي

چې مې دوی راولي صهیون ته ستا سپېڅلي غره ته

او ستا خپل کور ته چې اوسېږې په کې

۴زه به بیا ورشم د خدای د قربانۍ ځای ته

د هغه خدای چې یم خوشحاله ترې زه

زه غږومه به رباب او ستا ثنا به وایم

خدایه، زما خدایه

۵ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟

دومره پرېشان ولې یم؟

باید په خدای باندې توکل ولرم

یو ځلې بیا به یې ثنا ووایم

ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما