ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

داوران - لسم فصل

تولع

۱د ابیملک له مړینې څخه وروسته د فواه زوی او د دودو لمسی تولع د اسراییلو د ژغورلو دپاره راغی. هغه د یساکار له قبیلې څخه ؤ او د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شامیر په ښارګوټي کې اوسېده. ۲هغه درویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. بیا هغه مړ شو او په شامیر کې ښخ کړای شو.

یائیر

۳له تولع څخه وروسته جلعادي یائیر راغی. هغه دوه ویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. ۴هغه دېرش زامن درلودل چې هر یو خپل خر درلود. هغوی په جلعاد کې دېرش ښارګوټي درلودل چې تر نن ورځې پورې د یائیر د ښارګوټو په نوم یادیږي. ۵کله چې یائیر مړ شو هغه په قامون کې ښخ کړای شو.

یفتاح

۶اسراییلیانو یو ځل بیا د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل او عشتاروت بتانو او د سوریې، صیدون، موآب، عمون او فلسطین خدایانو ته یې په عبادت لاس پورې کړ. هغوی څښتن پرېښود او د هغه عبادت کول یې بس کړل. ۷نو څښتن په هغوی باندې په قهر شو او هغوی یې فلسطینیانو او عمونیانو ته په لاس ورکړل، ۸اتلس کاله هغوی ظلم وکړ او ټول اسراییلیان یې چې په جلعاد کې د اردن د سیند ختیځ خواته د اموریانو په هېواد کې اوسېدل وځورول. ۹عمونیان د یهودا، بنیامین او افرایم د قبیلو سره د جګړې دپاره حتیٰ د اردن له سیند څخه تېر شول. اسراییلیان په ډېر لوی مصیبت اخته شول. ۱۰بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: <مونږ ستا په مقابل کې ګناه کړې ده ځکه چې ته زمونږ خدای یې او مونږ ته پرېښودلې او د بعل د بتانو عبادت مو شروع کړ.>

۱۱څښتن هغوی ته دا ځواب ورکړ: <هغه وخت چې مصریانو، اموریانو، عمونیانو، فلسطینیانو، ۱۲صیدونیانو، عمالیقیانو او معونیانو په تاسو باندې ظلم کاوه او تاسو ماته فریاد وکړ، آیا له هغوی څخه مې ونه ژغورلئ؟ ۱۳خو تاسو زه پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت مو وکړ، نو زه به نور تاسو ونه ژغورم. ۱۴لاړ شئ هغو خدایانو ته فریاد وکړئ چې تاسو خپلو ځانونو دپاره غوره کړي دي. کله چې د تکلیف سره مخامخ کېږئ نو پرېږدئ چې هغوی مو وژغوري.>

۱۵خو د اسراییلو خلکو څښتن ته وویل: <مونږ ګناه کړې ده. څه چې ستا خوښه وي زمونږ سره یې وکړه، خو اوس مونږ له عمونیانو څخه وژغوره.> ۱۶نو هغوی له پردیو خدایانو څخه لاس واخیست او د څښتن عبادت یې شروع کړ. نو څښتن نور د هغوی تکلیفونه نه شول لیدلی.

۱۷بیا د عمونیانو لښکرې د جنګ دپاره تیارې شوې او په جلعاد کې یې خېمې ودرولې. اسراییلیان سره راغونډ شول او د جلعاد په مصفه کې یې خېمې ودرولې. ۱۸د جلعاد مشرانو یو او بل ته وویل: <هرچا چې اول په عمونیانو باندې حمله وکړه، هغه به د جلعاد د ټولو خلکو مشر شي.>