ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - پنځم فصل

د لوظ صندوق د فلسطین په ښارونو کې

۱وروسته له دې چې فلسطینیانو د خدای د لوظ صندوق ونیوه، هغه یې د ابن عزر څخه د اشدود ښار ته یووړ. ۲هغوی دا صندوق د خپل خدای یعنې د داجون بتخانې ته یووړ او د داجون په خوا کې یې کېښود. ۳کله چې د اشدود خلک په راتلونکې ورځ د وخته پاڅېدل ویې لیدل چې د داجون بت د څښتن د لوظ صندوق په مخکې په ځمکې باندې پړمخې پروت ؤ! نو دوی داجون راواخیست او بېرته یې په خپل ځای کې کېښود. ۴مګر کله چې دوی په راتلونکي سهار پاڅېدل داجون د څښتن د لوظ د صندوق په مخکې په ځمکې باندې بیا پړمخې لوېدلی ؤ! دا ځل د بت سر او لاسونه مات شوي وو او د دروازې په درشل کې پراته وو. یوازې د هغه بدن پاتې ؤ. ۵په همدې خاطر د داجون کاهنان او عبادت کوونکي تر نن ورځې پورې په اشدود کې د داجون د بت خانې د دروازې په درشل باندې پښه نه ږدي.

۶څښتن د اشدود خلکو ته درنه سزا ورکړه او هغوی یې سخت ووېرول. هغه د اشدود او د هغه د شاوخوا سیمو خلک د پړسوب په مرض اخته کړل. ۷کله چې د اشدود خلکو دا پېښه ولیدله هغوی وویل: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق باید نور زمونږ سره پاتې نه شي ځکه چې د هغوی خدای مونږ او زمونږ خدای داجون ته سزا ورکوي.> ۸نو هغوی استازي ولېږل او د فلسطینیانو ټول پادشاهان یې یوځای راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق سره څه وکړو؟>

هغوی ځواب ورکړ: <هغه جت ته یوسئ> نو هغه یې د فلسطین بل ښار یعنې جت ته یووړ. ۹مګر وروسته له دې چې صندوق هلته ورسېد، څښتن هغه ښار ته هم سزا ورکړه او په هغوی باندې یې سخته وېره او وارخطایي راوستله. څښتن د هغه ښار ټول خلک د ځوانانو څخه نیولې تر زړو پورې د پړسوب په مرض اخته کړل. ۱۰نو دوی د خدای د لوظ صندوق د فلسطین یو بل ښار عقرون ته ولېږه، خو کله چې صندوق هلته ورسېده خلکو چیغې ووهلې: <هغوی د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق د دې دپاره دلته راوړی دی چې مونږ ټول ووژني.> ۱۱نو دوی د فلسطینیانو ټول پادشاهان بیا یوځای سره راوغوښتل او ویې ویل: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق ولېږئ، پرېږدئ چې هغه بېرته خپل ځای ته واستول شي، که نه، نو مونږ او زمونږ قوم به ووژني.> په ټول ښار کې وېره او وارخطایي وه ځکه چې خدای هغوی ته ډېره درنه سزا ورکوله. ۱۲هغه خلک چې مړه نه شول د پړسوب په مرض باندې اخته شول. خلکو د مرستې دپاره خپلو خدایانو ته چیغې ووهلې.