ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - څلورویشتم فصل

داود نه غواړي شائول ووژني

۱کله چې شائول د فلسطینیانو سره د جنګ کولو څخه وروسته راستون شو، هغه خبر شو چې داود د عین جدي په دښته کې دی. ۲شائول په اسراییلو کې د ډېرو ښو عسکرو څخه درې زره نفره واخیستل او لاړ چې د غرنۍ وزو ګټونو ته نژدې داود او د هغه سړي ولټوي. ۳هغه په لاره کې د پسونو د پنډېدلو ځای ته نژدې یوې سمڅې ته ورغی او لاړ چې خپل حاجت رفع کړي. دا هماغه سمڅه وه چې داود او د هغه سړي په کې په اخرنۍ څنډه کې پټ شوي وو. ۴د داود سړیو هغه ته وویل: <دا ستا دپاره یو فرصت دی! څښتن تاته ویلي وو چې هغه به ستا دښمن ستا په لاس تسلیم کړي او هرڅه چې غواړې د هغه سره یې وکړې.> داود غلی لاړ او بې له دې چې شائول پوه شي د هغه د چپنې څخه یې یوه ټوټه غوڅه کړه. ۵وروسته بیا د داود وجدان نا ارامه شو، ځکه چې یې د هغه د چپنې ټوټه غوڅه کړې وه. ۶هغه خپلو نفرو ته وویل: <څښتن دې ما له دې څخه وساتي چې خپل بادار ته چې څښتن هغه د پادشاه په توګه غوره کړی دی زیان ورسوم! زه باید هغه ته ډېر لږ زیان هم ونه رسوم، ځکه چې هغه د څښتن له خوا غوره شوی پادشاه دی.> ۷په دې خبرو داود خپل سړي ورټل او هغوی یې پرېنښودل چې په شائول باندې حمله وکړي. شائول سمڅه پرېښودله او په خپله لاره لاړ.

۸داود هم د سمڅې څخه راووت او شائول ته یې غږ کړ: <اعلیحضرته! زما باداره!> کله چې شائول شاته وکتل، داود د درناوي په خاطر خپل ځان ځمکې ته ټیټ کړ. ۹هغه شائول ته وویل: <ولې د خلکو خبرې اورئ چې وایي: پام کوه، داود غواړي چې تاته ضرر ورسوي؟ ۱۰تاسو په خپله ولیدل چې همدا اوس په دې سمڅه کې څښتن ماته په لاس راکړئ. زما ځینو نفرو زه تشویق کړم چې تاسو ووژنم، مګر ما درباندې رحم وکړ. هغوی ته مې وویل: زه به هیڅکله خپل بادار ته زیان ونه رسوم، ځکه چې څښتن هغه غوره کړی دی چې پادشاه شي. ۱۱وګوره، ای زما پلاره، زما په لاس کې څه شی دی! لیدلی شې چې دا ستا د چپنې یوه ټوټه ده. ما کولی شول چې تا ووژنم، مګر د هغې په ځای مې یوازې ستا چپنه غوڅه کړه. یقین وکړه چې زه ستا په ضد د یاغي توب یا تاته د زیان رسولو په فکر کې نه یم. ما ستا سره غلطي نه ده کړې، مګر ته زما د وژلو په لټه کې یې. ۱۲څښتن دې قضاوت وکړي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی! څښتن دې ستا څخه د هغو بدو کارونو بدله واخلي چې زما سره دې کړي دي، خو سره له دې به زه ډېر کم زیان هم تاته در ونه رسوم. ۱۳لکه چې پخوانی متل دی: بد کارونه یوازې د بدو خلکو په وسیله ترسره کیږي، نو زه به تاته زیان ونه رسوم. ۱۴د اسراییلو پادشاه د چا په ضد وتلی دی؟ تاسو څوک تعقیبوئ؟ مړ سپی؟ یا ورږه؟ ۱۵څښتن به قضاوت کوي او هغه به دا پرېکړه کوي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی. هغه دې دا موضوع وڅېړي، زما دفاع دې وکړي او ستا د لاس څخه دې ما وژغوري.>

۱۶کله چې داود خپلې خبرې خلاصې کړې، شائول پوښتنه وکړه: <آیا په رښتیا سره دا ته یې، ای داوده زما زویه؟> او په لوړ اواز یې په ژړا پیل وکړ. ۱۷شائول زیاته کړه: <ته زما څخه زیات نېک یې. تا زما سره ښه رویه، مګر ما ستا سره بده رویه کړې ده. ۱۸تا نن وښودله چې زما سره دې ښېګڼه وکړه، ځکه سره له دې چې څښتن زه تاته تسلیم کړم مګر تا ونه وژلم. ۱۹کله چې یو نفر خپل دښمن پیدا کړي آیا هغه به بې له زیان رسولو پرېږدي؟ د هغې رویې په سبب چې نن دې زما سره وکړه څښتن دې تاته اجر درکړي. ۲۰اوس زه په دې باندې یقین لرم چې ته به پادشاه شې او ستا پادشاهي به په اسراییلو باندې ټینګه شي. ۲۱مګر زما سره د څښتن په نوم قسم وخوره چې زما اولاده به نه وژنې او زما نوم به زما د پلار د کورنۍ څخه له منځه نه وړې.> ۲۲نو داود د شائول دپاره قسم وخوړ. وروسته له هغه شائول خپل کور ته ستون شو، مګر داود او د هغه سړي خپل محفوظ ځای ته لاړل.