ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - اووم فصل

د نورو په هکله قضاوت کول

(لوقا ۶: ۳۷ - ۳۸، ۶: ۴۱ - ۴۲)

۱د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، ترڅو تاسو تر قضاوت لاندې ونه نیول شئ. ۲ځکه لکه څنګه چې تاسو نور خلک ملامتوئ، نو تاسو به هم ملامته کړای شئ. په هره پیمانه چې تاسو یې ورکوئ، نو په هماغه پیمانه به تاسو ته هم درکړل شي. ۳ته ولې د خپل ورور په سترګه کې خسڼی ګورې، خو په خپله سترګه کې غټ لرګی لیدلی نه شې؟ ۴یا ته څنګه خپل ورور ته ویلی شې چې اجازه راکړه ستا د سترګې نه خسڼی راوباسم، حال دا چې ستا په خپله سترګه کې لرګی دی؟ ۵ای منافقه، لومړی د خپلې سترګې نه لرګی وباسه، نو بیا به ستا سترګې هم وغړیږي چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼی وباسې.

۶سپيانو ته سپېڅلي شیان مه ورکوئ او خپلې مرغلرې خوګانو ته مه وراچوئ، هسې نه چې هغه تر پښو لاندې کړي او بېرته راوګرځي او په تاسو باندې حمله وکړي.

وغواړئ، ولټوئ او وټکوئ

(لوقا ۱۱: ۹ - ۱۳)

۷وغواړئ، نو تاسو ته به درکړل شي. ولټوئ نو پیدا به یې کړئ. وټکوئ نو دروازه به درته خلاصه شي. ۸ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او څوک یې چې ولټوي، نو پیدا به یې کړي او څوک چې دروازه وټکوي، نو ورته خلاصه به شي. ۹ایا په تاسو کې داسې څوک شته چې زوی یې ورڅخه ډوډۍ وغواړي او هغه ورته تیږه ورکړي؟ ۱۰او یا ورڅخه ماهي وغواړي او هغه ورته مار ورکړي؟ ۱۱نو تاسو چې بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره ښه شیان هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه ویې غواړي. ۱۲د نورو سره داسې چلند کوئ لکه څنګه چې تاسو یې د ځان دپاره د هغوی څخه غواړئ. دا هغه څه دي چې تورات او د پیغمبرانو لیکنې یې وایي.

تنګه دروازه

(لوقا ۱۳: ۲۴)

۱۳په تنګه دروازه ننوځئ، ځکه کومه دروازه چې لویه ده او هغه لاره چې اسانه ده هغه د تباهۍ خواته ځي او کوم خلک چې په دې لاره ځي هغه زیات دي. ۱۴خو کومه دروازه چې د تلپاتې ژوندون خواته ځي هغه تنګه او لاره یې سخته ده او د هغې موندونکي هم لږ دي.

ونه او د هغې مېوه

(لوقا ۶: ۴۳‏ - ۴۴)

۱۵د جعلي پیغمبرانو سره احتیاط کوئ، هغوی د پسونو په شکل کې تاسو ته راځي، خو په حقیقت کې داړونکي لېوان دي. ۱۶تاسو به هغوی د خپلو عملونو څخه وپېژنئ. ایا د اغزو څخه څوک انګور یا انځر راټولولی شي؟ ۱۷نو هره ښه ونه ښه مېوه نیسي او خرابه ونه خرابه مېوه نیسي. ۱۸ښه ونه خرابه مېوه نه شي نیولی او نه خرابه ونه ښه مېوه نیولی شي. ۱۹کومه ونه چې ښه مېوه نه نیسي، نو هغه ونه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي. ۲۰په دې ډول به تاسو هغوی د خپلو عملونو څخه وپېژنئ.

زه تاسو هېڅ نه پېژنم

(لوقا ۱۳: ۲۵ - ۲۷)

۲۱هر هغه څوک چې ماته باداره، باداره ووایي د خدای په پاچاهۍ کې به وردننه نه شي، خو یوازې هغه خلک به دننه شي چې زما د اسماني پلار اراده پوره کوي. ۲۲د اخرت په ورځ به ډېر ماته وایي: ‹ای باداره، ای باداره، ایا ستا په نوم مونږ د خدای پیغام ونه رساوه؟ ایا ستا په نوم مو پېریان نه وو ویستلي؟ ایا ستا په نوم مو ډېرې معجزې ونه ښودلې؟› ۲۳بیا به زه هغوی ته په ښکاره ووایم: ‹ای بدکارانو، زه تاسو هېڅ نه پېژنم، زما د مخې نه لېرې شئ.›

دوه ډوله بنیادونه

(لوقا ۶: ۴۷ - ۴۹)

۲۴نو هرڅوک چې زما دا خبرې اوري او عمل ورباندې کوي هغه د هغه پوه سړي په شان دی چې خپل کور یې په تیږو باندې جوړ کړی ؤ، ۲۵چې باران وشو او سېلاب راغی او سخت توفان په هغه کور باندې راغی، خو هغه راونه غورځېده، ځکه چې بنیاد یې په تیږو باندې ایښودل شوی ؤ. ۲۶خو هرڅوک چې زما خبرې واوري او عمل ورباندې ونه کړي، نو هغه د هغه ناپوه سړي په شان دی چې خپل کور یې په شګو باندې جوړ کړی ؤ، ۲۷او کله چې باران وشو او سېلاب راغی او سخت توفان په هغه کور باندې راغی، نو هغه راوغورځېد او بیخي وران شو.»

۲۸کله چې عیسی دا خبرې پای ته ورسولې، نو خلک د هغه تعلیم ته حیران پاتې شول، ۲۹ځکه چې هغه د شریعت د عالمانو په شان نه بلکې په واک او اختیار سره هغوی ته تعلیم ورکاوه.