ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - یوولسم فصل

دوه شاهدان

۱بیا یې ماته د اندازه کولو یو لرګی راکړ او راته ویې ویل: «لاړ شه او د خدای د کور او د قربانۍ د ځای اندازه واخله او عبادت کوونکي وشمېره. ۲خو د خدای د کور باندېنۍ حوېلۍ مه اندازه کوه. هغه پرېږده، ځکه چې هغه بې ایمانه خلکو ته ورکړل شوې ده او هغوی به دا سپېڅلی ښار تر دوه څلوېښتو میاشتو پورې تر پښو لاندې کړي. ۳زه به خپلو دوه شاهدانو ته چې د ویر کالي یې اغوستي دي، واک او اختیار ورکړم او هغوی به د یو زرو دوه سوه شپېتو ورځو په موده کې د خدای پیغام خلکو ته رسوي.»

۴دا دوه شاهدان د زیتون دوه ونې او دوه څراغدانونه دي چې د ځمکې د خاوند په حضور کې ولاړ دي. ۵که څوک وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، نو د هغوی د خولې نه به اور راووځي او خپل دښمنان به وسوځوي. په دې ډول هرڅوک چې وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، وژل کیږي. ۶هغوی دا واک او اختیار لري چې اسمان بند کړي ترڅو په هغه وخت کې چې هغوی د خدای پیغام خلکو ته رسوي، باران ونه شي. همدارنګه هغوی دا واک او اختیار لري چې اوبه په وینو بدلې کړي او هر وخت چې وغواړي په ځمکه باندې هر ډول بلا راولي.

۷کله چې هغوی خپله شاهدي ورکول سرته ورسوي، نو هغه ځناور چې د ځمکې د تل څخه راوځي، هغه به د هغوی سره جنګ وکړي او هغوی ته به ماتې ورکړي او وبه یې وژني. ۸د هغوی مړي به په هماغه لوی ښار کې چې د هغوی څښتن په کې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ، په کوڅو کې پراته وي. دا ښار په روحاني توګه د سدوم او مصر په نوم یادیږي. ۹تر درې نیمو ورځو پورې به د هر قوم، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر ملت خلک د هغوی مړو ته ګوري او هېچا ته به اجازه نه ورکول کیږي چې هغوی ښخ کړي. ۱۰د ځمکې په مخ ټول خلک به هغوی پورې خاندي، خوشحالي به کوي، جشن به نیسي او یو بل ته به سوغاتونه ورکوي، ځکه چې دغو دواړو پیغمبرانو هغوی ډېر په عذاب کړي وو. ۱۱خو د درې نیمو ورځو نه وروسته خدای په هغوی کې د ژوندون روح واچاوه او هغوی په خپلو پښو ودرېدل او کومو خلکو چې هغوی ولیدل، ډېر ووېرېدل. ۱۲بیا هغو دوه پیغمبرانو د اسمان نه یو لوړ اواز واورېد چې هغوی ته یې ویل: «دلته پورته راشئ!» او په داسې حال کې چې دښمنانو یې ورته کتل، هغوی په ورېځو کې اسمان ته وختل. ۱۳په هماغه وخت کې یوه سخته زلزله وشوه او د هغه ښار لسمه برخه راوغورځېدله او اووه زره کسان په دې زلزله کې مړه شول او پاتې کسان ډېر ووېرېدل او د اسمانونو خدای ثنا یې ویله. ۱۴دوهمه بلا تېره شوه، خو درېمه بلا به زر راشي.

اووم سرنی

۱۵بیا اوومې فرښتې خپل سرنی وواهه او په اسمان کې لوړ اوازونه واورېدل شول چې ویل یې:

د نړۍ پاچاهي زمونږ د څښتن خدای

او د هغه د مسیح شوه

او هغه به تل ترتله پاچاهي کوي.

۱۶بیا هغه څلورویشت مشران چې د خدای په حضور کې په خپلو تختونو باندې ناست وو، په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او د خدای عبادت یې وکړ ۱۷او ویل یې:

ای مطلق قادر څښتنه خدایه!

کوو ستا شکر چې ته یې او وې

ځکه چې تا په لاس کې واخیست خپل لوی قدرت

او تا شروع کړه پاچاهي

۱۸شول په قهر ولسونه او قومونه

ځکه وخت رارسېدلی ستا د قهر

رارسېدلی هغه وخت چې قضاوت وشي د مړو په هکله

او رارسېدلی هغه وخت چې اجر ورکړل شي

ستا خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو،

سپېڅلو او هغو خلکو ته چې وېریږي ستا د نوم نه

که هغه لوی وي یا کوچني

رارسېدلی دی اوس وخت د تباهۍ د هغو خلکو

تباه کوله یې چې ځمکه

۱۹بیا په اسمان کې د خدای کور پرانیستل شو او د هغه په کور کې د هغه د لوظ صندوق ولیدل شو. برېښنا وځلېدله، د تندر غږ شو، غړمبار شو، زلزله وشوه او سخته ږلۍ وورېدله.