ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - نهه ویشتم فصل

د سرنیو د اختر نذرانې

(لاویان ۲۳: ۲۳ - ۲۵)

۱هر کال د اوومې میاشتې په اوله ورځ تاسې د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او باید هیڅ ورځنی کار ونه کړئ. په هغې ورځ باید سرني ووهل شي. ۲څښتن ته سوزېدونکې نذرانه یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي وړاندې کړئ: یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري، ټول باید بې عیبه وي. ۳د غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي ۴او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. ۵همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ. ۶دا نذرانې دې د میاشتې د اولې ورځې د عادي سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي. دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي او بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي.

هغه نذرانې چې د کفارې په ورځ وړاندې کیږي

(لاویان ۲۳: ۲۶ - ۳۲)

۷د اوومې میاشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ. په دې ورځ روژه ونیسئ او کار مه کوئ. ۸څښتن ته یوه سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړئ، یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي: یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري، دا ټول باید هیڅ عیب ونلري. ۹د غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي ۱۰او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. ۱۱همدارنګه علاوه د هغه وز څخه چې د خلکو د کفارې دپاره قرباني کیږي، د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو له نذرانې څخه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړئ.

هغه نذرانې چې د جونګړو په اختر کې وړاندې کیږي

(لاویان ۲۳: ۳۳ - ۴۴)

۱۲د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ. اووه ورځې دا اختر څښتن ته د احترام کولو دپاره ولمانځئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ. ۱۳په اوله ورځ څښتن ته دیارلس ځوان غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۱۴د هر غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر پسه سره وړاندې کړئ ۱۵او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د دې څوارلسو وریو څخه د هر وري سره وړاندې کړئ. ۱۶همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دا دې د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې او څښلو د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي.

۱۷په دوهمه ورځ دولس ځوان غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري. ۱۸‏-۱۹د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.

۲۰په دریمه ورځ یوولس غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري. ۲۱‏-۲۲د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.

۲۳په څلورمه ورځ لس غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري. ۲۴‏-۲۵د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.

۲۶په پنځمه ورځ نهه غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري. ۲۷‏-۲۸د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.

۲۹په شپږمه ورځ اته غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري. ۳۰‏-۳۱د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.

۳۲په اوومه ورځ اووه غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري. ۳۳‏-۳۴د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.

۳۵په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ. ۳۶څښتن ته یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې کوم عیب نه وي د یوې سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په هغه باندې ښه لګیږي. ۳۷‏-۳۸د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.

۳۹دا مقررات د سوزېدونکو نذرانو، د غلو دانو د نذرانو، د څښلو د نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو په باره کې دي چې تاسو یې باید په خپلو ټاکل شویو اخترونو کې څښتن ته ورکړئ. دا د هغو نذرانو څخه علاوه دي کوم چې تاسو یې د نذر د ورکولو یا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.>

۴۰نو حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته هغه ټول شیان وویل چې څښتن ورته حکم کړی ؤ.