ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او يو کم پنځوسم زبور

د ثنا او صفت سندره

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ

څښتن ته ووایئ نوې سندره

د وفادارو په غونډه کې یې ثنا ووایئ

۲ای اسراییلو، خوشحالي وکړئ

د خپل خالق په خاطر

ای د صهیون خلکو، خوشحالي وکړئ

د خپل پاچا په خاطر

۳د هغه د نوم ثنا او صفت وکړئ په اتڼونو باندې

د چمبو او چنګونو په وهلو یې ثنا ووایئ

۴ځکه خوشحاله دی څښتن د خپلو خلکو څخه

عاجزانو ته په سر ږدي د بري تاج

۵خوشحالي دې وکړي خدای ته وفادار خلک

خپلې کامیابۍ باندې

او په خپلو بسترو کې دې

د خوښۍ سندرې ووایي دوی

۶په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت وکړي

او دوه مخیزه تورې دې وي د دوی لاسونو کې

۷چې د قومونو نه بدل واخلي

او سزا ورکړي هغو خلکو ته

۸او زولانه کړي د هغوی پاچاهان

او په زنځیرونو یې مشران وتړي

۹او لکه څنګه چې خدای حکم کړی

چې نورو قومونو ته سزا ورکړي

دا کامیابي به وي د خدای د وفادارو خلکو

د څښتن ثنا او صفت وکړئ