ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - یوولسم فصل

د اخرنۍ بلا خبرداری

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به په فرعون او د هغه په خلکو باندې اخرنۍ بلا نازله کړم. د هغې څخه وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې له دې ځای څخه لاړ شئ او تاسو ټول به له دې ځایه وشړي. ۲د اسراییلو خلکو ته ووایه چې نارینه او ښځې دې د خپلو ګاونډیانو څخه د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼې وغواړي.> ۳څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او په خپله حضرت موسیٰ په مصر کې د فرعون د درباریانو او د قوم په نظر کې ډېر لوی سړی وګڼل شو.

۴بیا حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتن فرمایي چې زه به په نیمه شپه کې له مصر څخه تېر شم ۵او هر مشر زوی به په مصر کې مړ شي، د فرعون د زوی څخه نیولې چې د تخت وارث دی د هغې وینځې د مشر زوی پورې څوک چې په مېچن کې غلې دانې میده کوي او د حیواناتو اولني زېږېدلي بچي به هم مړه شي. ۶په ټول مصر کې به داسې ژړا او واویلا وي چې هلته هیڅ کله نه وه او نه به وي. ۷مګر په اسراییلیانو کې به داسې ارامي وي چې حتیٰ د سپي غپا به هم نه وي. بیا به تاسو وپوهېږئ چې څښتن د مصریانو او اسراییلیانو ترمنځ فرق کوي.> ۸حضرت موسیٰ خپله وینا پای ته ورسوله او ویې فرمایل: <ستا ټول درباریان به ماته راشي او ماته به سجده وکړي او زارۍ به راته وکړي چې زه خپل ټول قوم له ځان سره واخلم او لېرې لاړ شم.> بیا حضرت موسیٰ ډېر په قهر سره د فرعون څخه لاړ.

۹څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو: <فرعون به ستا خبرې ته غوږ ونه نیسي، خو په دې کار سره به ماته موقعه په لاس راشي چې په مصر کې به نورې معجزې هم وښایم.> ۱۰حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته دا ټولې معجزې وروښودلې، مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه له هېواد څخه لاړ شي.