يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - اتۀ څلوېښتم باب

د موآب په حقله د مالِک خُدائ پېغام

۱مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د موآب په حقله فرمائى، ”په نبو ښار باندې افسوس، ځکه چې دا ښار به تباه شى. د قِريَتائم بې‌حرمتى به وشى او قبضه به کړے شى. او د مضبوطې قلعه بې‌حرمتى به وشى او ټوټه ټوټه به شى. ۲د نن نه پس به څوک هم د موآب تعريف ونۀ کړى، په حسبون کښې به خلق د هغې د راغورزولو منصوبې جوړوى، هغوئ وائى راځئ چې د موآب نوم او نشان ختم کړُو. اے د مدمين ښاريې، تۀ به هم خاموشه شې، او تاسو به په تُوره مړۀ شئ. ۳د حورونايم نه د چغو آوازونو ته غوږ شئ، د لوئې تباهۍ درزار او آوازونه اورېدلے کيږى. ۴موآب به ټول تباه شى، د هغې واړۀ ماشومان به په تېزه چغې وهى. ۵هغوئ لوحيت ته په بره تلو سخته ژړا کوى، او حورونايم ته په ورکوزېدو سره د تباهۍ د درزار او شور په اورېدو هغوئ په چغو چغو ژړا کوى. ۶هغوئ وائى چې، منډه کړئ او ځان بچ کړئ او په صحرا کښې د ځنګلى بوټو په شان شئ. ۷دا چې تا اے موآبه په خپلو اعمالو او دولت باندې باور کولو، نو تاسو به هم ګرفتار شئ، او ستا بُت کموس به هم د خپلو اِمامانو او نورو خادِمانو سره جلاوطن کړے شى. ۸تباه کوونکے دشمن به د هر يو ښار خلاف حمله وکړى، او يو ښار به هم ترې بچ نۀ شى. هره وادى به تباه شى او هر هوار مېدان به تباه شى. ځکه چې مالِک خُدائ دا حکم کړے دے. ۹په موآب باندې مالګه ودوړوه، ځکه چې هغه به په ښوره او صحرا بدل شى، د هغې ښارونه به وران شى، او هيڅ څوک به په کښې نۀ اوسيږى. ۱۰لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى. ۱۱موآب د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې په امن او سکون سره وخت تېر کړے دے، هغه جلاوطن شوے نۀ دے. لکه څنګه چې مے په خپل لوښى کښې ځائ په ځائ پراتۀ وى، او د يو لوښى نه بل لوښى ته نۀ وى اړولے شوى. نو د هغې ذائقه هم هغه شان ده لکه څنګه چې يې د اول نه وه، او د هغې خوشبو بدله شوې نۀ ده. ۱۲خو هغه ورځې راروانې دى، مالِک خُدائ فرمائى چې، کله به زۀ خلق ورولېږم چې موآب د لوښى نه رابهر کړى. او هغوئ به هغه د لوښى نه لکه د ميو په شان توئ کړى او لوښى به زره زره کړى. ۱۳نو په آخر کښې به بيا د موآب خلق د کموس بُت نه شرميږى، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې په بُت باندې په يقين کولو شرمېدل. ۱۴نو بيا تاسو څنګه لافې وهلې چې، مونږ په جنګ کښې ډېر تکړه او باتور فوجيان يُو؟ ۱۵موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. ۱۶د موآب د ختمېدو اَنجام رانزدې شوے دے، او د هغۀ بربادى زر راتلونکى ده. ۱۷اے د موآب دوستانو او ګاونډيانو په دۀ باندې ماتم وکړئ، تاسو څومره چې د هغۀ د شُهرت او نوم نه واقف يئ، نو ووايئ چې، افسوس د موآب د شان او شوکت امسا ماته شوه او د هغې ټول طاقت تس نس شو. ۱۸اے د ديبون اوسېدونکو د خپل شاندار تخت نه راکوز شئ او په خشکه زمکه او خاورو کښېنئ، ځکه هغه چا چې موآب تباه کړو هغه به ديبون هم ټوټه ټوټه کړى. او هغه به ستاسو ټولې قلعه ګانې راوغورزوى. ۱۹اے د عروعير اوسېدونکو د سړک په غاړه ودرېږئ او خلقو ته وګورئ. د هغه نارينه او زناناؤ نه څوک چې تښتى تپوس وکړئ چې څۀ چل وشو؟ ۲۰هغوئ به په جواب کښې ووائى چې، د ارنون د سيند په غاړه موآب تباه شو او په شرمونو وشرمېدو، په چغو او سورو په هغۀ ماتم او ژړا وکړئ. ۲۱د مالِک خُدائ عدالت په دې غريزه مُلکونو لکه حولون، يهض، مفعت، ۲۲ديبون، نبو، بيت‌دبلاتايم، ۲۳قِريَتائم، بيت‌جمول، بيت‌معون، ۲۴قريوت او بُصره او د موآب په ټولو لرې او نزدې ښارونو نازل شوے دے. ۲۵مالِک خُدائ دا اعلان وکړو چې، د موآب ښکر مات شو، او د هغۀ طاقت ختم شو.“

د موآب عاجز کېدل

۲۶مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په موآب باندې مے وڅښئ او نشه يې کړئ، ځکه چې هغۀ خپل ځان په ما اوچت ګڼلو، پرېږده چې اوس هغه په خپلو اولټو کښې ورغړى، او پرېږده چې هغه د خلقو د خندا شى. ۲۷اے موآبه، آيا تا به بنى اِسرائيلو پورې خندا نۀ کوله څۀ؟ آيا ستاسو په خيال هغوئ غلۀ وُو، چې کله به تاسو د هغوئ په حقله خبرې کولې نو په مسخره آميزه توګه به مو خپل سرونه خوځول؟ ۲۸اے د موآب اوسېدونکو، تاسو خپل ښارونه پرېږدئ او په ګټانو کښې اوسېږئ. لکه د ګوګوشتکو په شان شئ، چې د غارونو په خولۀ کښې خپل ځان له جاله جوړوى. ۲۹مونږ د موآب د کبر په حقله واورېدل، ځکه چې د هغۀ بې‌حده کبر او سوچ، د هغۀ کبر او غرور او د هغۀ د زړۀ د خود غرضۍ نه خبر يُو. ۳۰مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د هغوئ د غرور نه خبر يم خو دا بې‌مطلبه دے، او د هغوئ عملونه عبث دى. ۳۱نو په دې وجه زۀ په موآب ماتم کوم، زۀ د ټولو موآبيانو دپاره ژړا کوم، او زۀ د قير‌حراست د خلقو دپاره ژړا کوم. ۳۲سبماه، زۀ به په تا وير وکړم د دې نه هم زيات چې مې په يعزير کړى وُو، سبماه ستا د انګورو څانګې تر سمندر پورې رسېدلى دى، خو تباه کوونکے ستا په مېوو او انګورو راپرېوتلے دے. ۳۳د موآب د زرخېزه پټو او مُلک نه د خندا او خوشحالۍ آوازونه تلى دى، ما د انګورو د لنګرو نه مے جوړول بند کړى دى، هيڅ څوک هم انګور په خوشحالۍ سره نۀ نچوړوى. تر دې چې هلته شور او چغې اورېدلے شى، خو د خوشحالۍ نه بلکې د جنګ. ۳۴د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلى‌عالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلت‌شليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى. ۳۵مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به په موآب کښې هغه کسان ختم کړم څوک چې په اوچتو ځايونو کښې خپلو معبودانو ته نذرانې پېش کوى او هغوئ ته خوشبوئى سوزوى. ۳۶نو زما زړۀ د موآب دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى، او دا هم په قير‌حراست کښې د هغه خلقو دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى. کوم مال دولت چې هغوئ حاصل کړے وو لاړو. ۳۷ټولو خلقو خپل سرونه او ږيرې د غم په وجه ګنجى کړى وُو، او خپل لاسونه يې زخمى کړى وُو او د خپلو ملاګانو نه يې ټاټ تاو کړے وو. ۳۸مالِک خُدائ فرمائى چې، د موآب د هر يو کور په سر او په هره لاره او کوڅه کښې ماتم او ژړا اورېدلے کيږى. ځکه چې ما موآب لکه د هغه لوښى په شان چې څوک يې هم نۀ غواړى ټوټه ټوټه کړو. ۳۹هاے هاے، دا څنګه ټوټه ټوټه شو. او د هغوئ چغې او سورى واورئ. د موآب شرمېدل وګورئ، دا خو ټولو خلقو او ګاونډيانو دپاره د خندا او د تباهۍ يو مثال جوړ شو.“

مالِک خُدائ د موآب خلاف راپاڅېدلے دے

۴۰مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګورئ، يو قوم د باز په شان خپلې وزرې خورې کړې او په موآب باندې راغوټه کيږى. ۴۱قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى. ۴۲موآب به نور يو قوم پاتې نۀ شى ځکه چې هغوئ خپل ځان د مالِک خُدائ نه لوئ تصور کړو. ۴۳مالِک خُدائ فرمائى چې، دهشت، کنده او دامونه د موآب د خلقو په انتظار کښې دى. ۴۴هر څوک چې د دهشت نه وتښتى نو په کنده کښې به وغورزيږى. څوک چې د کندې نه راوچت شى نو په دام کښې به ګرفتار شى، ځکه چې زۀ په موآب باندې د سزا وخت راولم، مالِک خُدائ فرمائى. ۴۵کوم خلق چې حسبون ته د پناه دپاره وتښتى نو هلته به بې‌وسه ودريږى، ځکه چې د حسبون نه د اور شُغلې راوچتيږى، د بادشاه سيحون د زوړ کور نه به د اور لمبې راوچتيږى. دا اور د موآب تندے سوزوى، او د شور اچوونکو لافوانو کوپړۍ سوزوى. ۴۶په تا دې افسوس وى اے موآبه. د کموس بُت عبادت کوونکى تباه شول، ستاسو زامن مُلک بدر شول او ستاسو لوڼه ونيولے شوې او جلاوطن کړے شوې. ۴۷خو زۀ به بيا موآب په راتلونکى وخت کښې دوباره بحال کړم، مالِک خُدائ فرمائى.“ نو دلته د موآب په حقله د يرمياه نبى پېشګوئې ختمه شوه.