ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - شپږم فصل

د تېرېدونکي ژوند په اړه غوره نصیحتونه

۱ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم لیدلې ده چې د انسان په اوږو یې دروند بار ایښی دی. ۲یو سړي ته خدای مال، دولت او عزت ورکړی دی ترڅو له ټولو هغو شیانو څخه بې برخې نه وي چې زړه یې غواړي، خو خدای ورته دا قدرت نه دی ورکړی چې له هغو څخه وخوري او د هغه په ځای یو پردی سړی له هغو څخه خوري او ترې خوند اخلي. نو دا حالت لوګی او پوکی او لویه بدبختي ده. ۳که چېرې یو سړی سل ماشومان ولري او حتی ډېر کلونه عمر وکړي او د ژوند ورځې یې ډېرې زیاتې وي، خو که هغه د خپل ژوند له نعمتونو څخه خوشحاله نه وي او په عزت سره ښخ نه شي، نو زه دا وایم چې هغه ماشوم ترې ښه دی چې مړ زېږېدلی وي. ۴ځکه، مړ زېږېدلی ماشوم نړۍ ته د لوګي او پوکي په شان راځي، په تیارې کې بېرته ځي او په هماغه تیارې کې یې نوم فنا کیږي. ۵همدا شان هغه ماشوم لا د لمر روښنایي هم لیدلی نه دی او نه هم هغه پېژني، خو له هغه سړي نه زیات ارام دی. ۶که هغه سړی دوه وارې او هر وار زر کاله ژوند وکړي، خو که د خپل ژوند نه خوند وانخلي نو څه ګټه لري؟ ایا په پای کې به دواړه یو ځای ته لاړ نه شي؟

۷د انسان ټول زحمتونه د ګېډې دپاره وي

خو د هغه ګېډه هېڅکله نه مړیږي

۸په حقیقت کې، یو هوښیار سړی

له یو کم عقل نه څه لوړوالی لري؟

که غریب سړی پوه شي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي

نو دا هغه ته څه ګټه لري؟

۹هغه سترګې چې په قناعت مړې وي

له هغه ګېډې نه ښې دي چې تل وږې وي

نو دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.

نتیجې او موندنې

نامعلوم خو ټاکل شوی راتلونکی

۱۰هرڅه چې اوس موجود دي

په هغو له پخوا نه نوم ایښودل شوی

او دا چې انسان څه دی هغه ټولو ته معلوم دی

نو هغه نه شي کولای هغه چاته په بحث کې ماتې ورکړي

چې ترې نه قوي دی

۱۱ځکه څومره چې خبرې او بحثونه زیاتیږي

نو هغومره ډېر لوګي او پوکي پیدا کیږي

او دا انسان ته څه ګټه لري؟

۱۲نو په حقیقت کې، څوک پوهیږي چې د انسان دپاره د هغه د ژوند په لنډه موده کې چې د لوګي او پوکي په شان دی او د سیوري په څېر تېریږي، څه شی ښه دی. څوک کولای شي هغه ته ووایي چې راتلونکی به د اسمان لاندې څه ډول وي؟