ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - دولسم فصل

د فسحې اختر

۱څښتن په مصر کې حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<له دې وروسته به دا میاشت ستاسو دپاره د کال اوله میاشت وي. ۳د اسراییلو ټول قوم ته دا لارښودنې ورکړه: د دې میاشتې په لسمه ورځ باید هر سړی د خپلې کورنۍ دپاره یو یو وری یا سېرلی واخلي. ۴که چېرې یوه کورنۍ دومره کوچنۍ وي چې ټول حیوان نه شي خوړلی، نو د خپل نژدې ګاونډي سره دې هغه ووېشي او د خلکو شمېر دې په نظر کې ونیسي. د هر نفر دپاره دې دومره وټاکل شي څومره چې خوړلی شي. ۵تاسو کولی شئ چې پسه او یا وز انتخاب کړئ. مګر هغه باید یو کلن وي او نر وي او کوم عیب هم ونلري. ۶تاسو باید د دې میاشتې تر څوارلسمې ورځې پورې هغه وساتئ، بیا به ټول قوم هغه په ماښام کې حلال کړي. ۷خلک دې لږه وینه واخلي او د دروازې په چوکاټ او د کورونو د دروازو په سرونو باندې دې چې د دې حیواناتو غوښه په کې خوړل کیږي وشیندي. ۸په هماغه شپه دې هغوی غوښه په اور باندې کباب کړي او د ترخو بوټو او فطیرې ډوډۍ سره دې وخوري. ۹تاسو هغه غوښه خامه او یا خوټول شوې مه خورئ. هغه د سر، پښو او د نس د دنننیو برخو سره په اور باندې کباب کړئ. ۱۰د هغې غوښې څخه تر سهار پورې لږه هم مه پرېږدئ. که چېرې لږه ورڅخه پاتې شي نو هغه وسوزوئ. ۱۱تاسو به هغه ژر ژر خورئ، ځکه چې د سفر دپاره به ملا تړئ. خپلې څپلۍ به په پښو کړئ او امساګانې به مو په لاسونو کې ونیسئ. دا د فسحې اختر دی چې زما یعنې څښتن د احترام په خاطر لمانځل کیږي.

۱۲په هغه شپه به زه په مصر باندې تېرېږم او هر اولنی زېږېدلی انسان او حیوان به ووژنم او د مصر ټولو خدایانو ته به سزا ورکړم. زه څښتن یم. ۱۳هغه وینه چې ستاسو د کورونو د دروازو په سرونو او دواړو چوکاټونو باندې وي، هغه به ستاسو د کورونو نښې وي او کله چې زه هغه ووینم نو ستاسو د کورونو څخه به تېرېږم او یوازې مصریان به وژنم او تاسو ته به هیڅ زیان نه رسوم. ۱۴تاسو باید دا ورځ د یو مذهبي اختر په توګه ولمانځئ ترڅو دا تاسو ته در په یاد کړي چې ما یعنې څښتن ستاسو دپاره کوم کارونه کړي دي. دا به د ټولو راتلونکو وختونو دپاره لمانځئ.>

د فطیرې ډوډۍ اختر

۱۵څښتن وفرمایل: <تاسو باید اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. په اوله ورځ ټوله خمیره له خپلو کورونو څخه لېرې کړئ، ځکه چې که چېرې څوک په هغو اووه ورځو کې خمیره ډوډۍ وخوري هغه به زما له قوم څخه وشړل شي. ۱۶په اوله او اوومه ورځ تاسو د عبادت دپاره سره راغونډ شئ. په هغو ورځو کې د ډوډۍ تیارولو څخه پرته بل کار مه کوئ. ۱۷دا اختر ولمانځئ، ځکه چې دا هماغه ورځ ده چې ما ستاسو قبیلې له مصر څخه راوویستلې. تاسو باید دا ورځ د یو اختر په توګه د همېش دپاره ولمانځئ. ۱۸د اولې میاشتې د څوارلسم ماښام څخه نیولې د یوویشتمې ورځې تر ماښامه پورې باید تاسو فطیره ډوډۍ وخورئ. ۱۹اووه ورځې باید ستاسو په کورونو کې خمیره پیدا نه شي. ځکه که چېرې څوک که هغه بېګانه وي او یا اسراییلی وي خمیره ډوډۍ وخوري، هغه به د اسراییلو د قوم څخه وشړل شي. ۲۰هیڅ داسې شی مه خورئ چې له خمیرې څخه تیار شوی وي. هرچېرته چې تاسو اوسېږئ باید فطیره ډوډۍ وخورئ.>

د فسحې اولنی اختر

۲۱بیا حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول مشران راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <لاړ شئ او د خپلو کورنیو دپاره د رمو څخه وري او وزې واخلئ او د فسحې د اختر دپاره یې حلال کړئ. ۲۲د وېلنیو د بوټو یوه غنچه واخلئ او په هغې وینه کې یې غوټه کړئ چې په لوښي کې ده او د چوکاټ په دواړو څنګونو او د دروازې په پورتنۍ برخه یې ووهئ. هیڅوک به د خپل کور څخه تر سهار پورې نه وزي. ۲۳کله چې څښتن د مصریانو د وژلو دپاره د مصر څخه تېریږي، هغه به د دروازو په چوکاټونو او د دروازو په پورتنیو برخو وینه وویني او د مرګ فرښته به پرېنږدي چې ستاسو کورونو ته ستاسو د وژلو دپاره ورننوزي. ۲۴تاسو او ستاسو اولادونه باید د تل دپاره په دې اصولو باندې عمل وکړي. ۲۵کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو سره کړې ده ورداخل شئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ. ۲۶کله چې ستاسو ماشومان له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنیٰ څه ده؟ ۲۷تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د احترام دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو. هغه مصریان ووژل، مګر مونږ یې ژوندي پرېښودلو.> بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ. ۲۸بیا هغوی لاړل او څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.

د مشرانو اولادونو مړینه

۲۹په نیمه شپه کې څښتن په مصر کې ټول مشران زامن ووژل. د فرعون د زوی څخه چې د تخت وارث ؤ نیولې د بندي تر مشر زوی پورې چې په زندان کې ؤ او د ټولو حیواناتو اولني بچیان یې هم ووژل. ۳۰فرعون، د هغه ټول درباریان او مصریان د شپې راویښ شول او په مصر کې سخته ژړا او واویلا وه، ځکه چې هلته داسې کور نه ؤ چې مړی په کې نه ؤ شوی. ۳۱په هماغه شپه فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: <د خپلو خلکو سره ووزئ! زما خاوره پرېږدئ. لاړ شئ او لکه څرنګه چې تاسو غوښتل د څښتن عبادت وکړئ. ۳۲خپلې رمې او پادې هم د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او ماته هم برکت راکړئ.>

۳۳مصریانو د اسراییلو قوم وهڅاوه چې د هغه هېواد څخه ژر لاړ شي. هغوی وویل: <که چېرې تاسو لاړ نه شئ نو مونږ ټول به مړه شو.> ۳۴نو خلکو بې خمیرې اوړه په لګنونو کې واچول، په ټوکرونو کې یې تاو کړل او په خپلو اوږو یې کېښودل. ۳۵اسراییلیانو د حضرت موسیٰ په لارښودنې عمل وکړ او د مصریانو څخه یې د سرو او سپینو زرو شیان او کالي وغوښتل. ۳۶څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او هرڅه یې چې له مصریانو څخه غوښتل هغوی ته یې ورکول. په دې ډول اسراییلیانو د مصریانو شتمني له ځانه سره یووړه.

اسراییلیان له مصر څخه وزي

۳۷اسراییلیانو له رعمسیس څخه سوکوت ته په پښو سفر وکړ. له ښځو او ماشومانو څخه پرته د سړیو شمېر نژدې شپږو لکو تنو ته رسېده. ۳۸ډېر نور خلک هم د هغوی سره لاړل او هغوی سره خپلې رمې او پادې هم وې. ۳۹هغوی له هغو اوړو څخه فطیره ډوډۍ پخه کړه چې له مصر څخه یې راوړي وو او هغوی وخت نه درلود چې د ځان دپاره خمیره ډوډۍ یا نور خواړه تیار کړي، ځکه چې یوناڅاپه له مصر څخه شړل شوي وو.

۴۰اسراییلیان څلورسوه دېرش کاله په مصر کې اوسېدلي وو. ۴۱په هماغه ورځ چې څلورسوه دېرش کاله پوره شول، د څښتن د قوم ټولې قبیلې له مصر څخه ووتلې. ۴۲دا هغه شپه وه چې څښتن په هغوی باندې پام کاوه چې هغوی له مصر څخه راوباسي. همدا شپه د څښتن دپاره وقف شوه، په دې خاطر باید د اسراییلو راتلونکي نسلونه د تل دپاره دا شپه د څښتن دپاره د یادګار په توګه ولمانځي.

د فسحې د اختر مقررات

۴۳څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: <دا د فسحې د اختر مقررات دي: هیڅ بېګانه سړی باید د فسحې د اختر خواړه ونه خوري. ۴۴مګر کوم غلام چې تاسو په بیه اخیستی وي او سنت شوی وي هغه کولی شي چې دا خواړه وخوري. ۴۵هیڅ موقتي اوسېدونکی یا مزدور دې هغه ونه خوري. ۴۶ټول خواړه باید په یو کور کې دننه وخوړل شي او غوښه د کور څخه دباندې مه راوباسئ. یو هډوکی هم مات نه کړئ. ۴۷د اسراییلو ټول قوم باید دا اختر ولمانځي. ۴۸کوم سړی چې سنت شوی نه وي هغه دې دا ونه خوري. که چېرې کوم بېګانه سړی په تاسو کې اوسیږي او غواړي چې د څښتن د احترام دپاره د فسحې اختر ولمانځي، تاسو باید اول د هغه د کورنۍ ټول نران سنت کړئ. بیا به د هغه سره لکه د یو اصلي اسراییلي په شان چلند کیږي او کولی شي چې په دې اختر کې برخه واخلي. ۴۹په اصلي اسراییلي او هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي باید یوشان مقررات عملي شي.> ۵۰ټولو اسراییلیانو د څښتن په امر باندې چې په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې یې کړی ؤ عمل وکړ. ۵۱په هماغه ورځ څښتن د اسراییلو قبیلې د مصر څخه راوویستلې.