ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او يو څلوېښتم زبور

د شپې دعا

(د داود زبور)

۱تاته زاري کوم څښتنه

همدا اوس راسره وکړه مرسته

کله چې تاته کړم زاري نو ته مې واوره اواز

۲ته قبوله کړه دعا زما لکه د خوشبویۍ په شان

ما لاسونه پورته کړي په دعا کې ته قبوله یې کړه

لکه چې څنګه قبلوې ته د ماښام قرباني

۳ای څښتنه، راسره مرسته وکړه

چې وساتمه خپله خوله په واک کې

چې بدې خبرې مې ونه وځي له شونډو څخه

۴ومې ساته چې شوقمن نه شم زه د بدو کارو

مه مې پرېږده چې شم شریک

د بدو خلکو په کارونو کې زه

او شریک دې نه شم

د هغوی په مېلمستیاوو کې زه

۵چې نېک سړی مې وهي

نو مهرباني به یې وي

که رټي مې هغه

دا به وي د ښې دوا په شان

چې زه یې رد نه کړمه

خو زه دعا کومه تل د بدکارانو د عملونو په ضد

۶د ګړنګونو نه چې کله راګوزار شي حاکمان د هغوی

بدکاره خلک به اقرار وکړي

چې خبرې وې رښتیا زما

۷هغوی به وایي: «لکه څنګه چې قلبه کوي څوک

او میده کوي خاورې

داسې خواره واره پراته به وي

زمونږ هډوکي د قبر خوله کې»

۸خو سترګې په لار یمه زه تاته

د کومک دپاره ای څښتن تعالی

تا نه پناه غواړمه

مه مې پرېږده چې مړ شم

۹ومې ساته هغو دامونو څخه

چې راته ایښي هغوی

د بدکارانو د تیلکونو څخه

۱۰بدکاران دې شي راګېر خپلو دامونو کې

او زه ترې تېر شم روغ رمټ