ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږم زبور

د تکلیف په وخت کې د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)

۱مه په قهرېږه ای څښتنه او ما مه رټه ته

په خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه

۲زه یم کمزوری ای څښتنه، په ما رحم وکړه!

ماته شفا راکړه څښتنه، چې هډوکي ټول خوږیږي زما

۳څښتنه زه ډېر په کړاو کې یمه

دا به ترڅو پورې تر کومې به وي؟

۴ای څښتنه زما! راشه ما وژغوره

په خپلې مینې دې له مرګه ما راخلاص کړه

۵کله چې څوک مړ شي بیا تا نه شي یادولی

ګور کې هېڅوک نه شي ستا ثنا بیانولی

۶په زګېروو شومه زه ستړی

هره شپه مې بستر لوند وي په ژړا

هم مې لوند بالښت په اوښکو

۷دید مې ډېر کمزوری شوی له غمو

زما سترګې پړسېدلې له ژړا نه

په سبب د دښمنانو

۸ای بدکارو خلکو، لېرې شئ له ما

اورېدلې ده څښتن ژړا زما

۹د کومک دپاره واورېده څښتن فریاد زما

کړي قبوله به هغه دعا زما

۱۰زما دښمنان به ټول شرمیږي

او وېریږي به ډېر

هغوی به تښتي ناڅاپي

په رسوایۍ سره