ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

داوران - نهم فصل

ابیملک

۱یوه ورځ د جدعون زوی ابیملک خپلو ماما ګانو ته چې په شکیم کې وو ورغی، هغوی او د خپلې مور ټولې طایفې ته یې وویل: ۲<د شکیم د ټولو سړیو څخه پوښتنه وکړئ چې تاسو ته کومه یوه لاره ښه ده؟ چې اویا تنه یعنې د جدعون ټول زامن په تاسو باندې پادشاهي وکړي او که یوازې یو نفر؟ په یاد ساتئ، ابیملک ستاسو خپل هډوکی او خپله وینه ده.> ۳کله چې د هغه ماماګانو دا ټولې خبرې د شکیم خلکو ته وکړې، نو هغوی پرېکړه وکړه چې د ابیملک څخه پیروي وکړي، ځکه چې هغه یې خپلوان ؤ. ۴هغوی هغه ته د بعل بریت له بتخانې څخه اویا مثقاله سپین زر ورکړل او په هغو باندې یې لنډغران اجیر ونیول چې د هغه سره یوځای شي. ۵هغه د خپل پلار کور ته چې په عفره کې ؤ لاړ او د یوې تیږې په سر باندې یې خپل اویا ناسکه ورونه ووژل. خو یوتام چې د جدعون کشر زوی ؤ ځان ورڅخه پټ کړ او ژوندی پاتې شو. ۶بیا د شکیم او بیت ملو ټول سړي سره راغونډ شول او د څېړۍ مقدسې ونې ته چې په شکیم کې وه ورغلل او د ابیملک په سر یې د پادشاهۍ تاج کېښود.

۷کله چې یوتام له دې څخه خبر شو، هغه د جرزیم د غره سرته وخوت او هغوی ته یې چیغې کړې: <د شکیم خلکو ماته غوږ ونیسئ نو خدای به تاسو ته غوږ ونیسي. ۸یو وخت ونې سره راټولې شولې چې د ځانونو دپاره یو پادشاه وټاکي. هغوی د زیتون ونې ته وویل: ته زمونږ پادشاه شه. ۹خو د زیتون ونې په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلو تېلو د تولیدولو څخه چې د خدایانو او انسانانو د احترام دپاره استعمالیږي، لاس واخلم؟ ۱۰بیا ونو د اینځر ونې ته وویل: ته زمونږ پادشاه شه. ۱۱مګر د اینځر ونې په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلې ښې او خوږې مېوې له تولیدولو څخه لاس واخلم؟ ۱۲بیا ونو د انګورو تاک ته وویل: راځه زمونږ پادشاه شه. ۱۳خو تاک هم په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلو شرابو د تولیدولو څخه چې خدایان او انسانان خوشالوي، لاس واخلم؟ ۱۴په پای کې ټولو ونو د اغزیو بوټي ته وویل: راځه ته زمونږ پادشاه شه. ۱۵د اغزیو بوټي په ځواب کې وویل: که چېرې تاسو په رښتیا غواړئ چې زه ستاسو پادشاه شم، بیا راشئ او زما د سیوري لاندې پناه واخلئ. که نه، نو زما د اغزینو څانګو څخه به د اور لمبه پورته شي او حتیٰ د لبنان د صبر ونې به هم وسوزوي.

۱۶‏-۱۸زما پلار جدعون ستاسو په خاطر خپل ژوند په خطر کې واچاوه، ستاسو دپاره یې جنګ وکړ او تاسو یې د مدیانیانو څخه وژغورلئ. آیا تاسو هغه ته په بدل کې د هغه د کورنۍ سره مهرباني وښودله؟ نه، تاسو داسې ونه کړل. تاسو د هغه د کورنۍ په مقابل کې راپورته شوئ او په هغې تیږې باندې مو د هغه اویا زامن ټول ووژل.

آیا دا صحیح کار ؤ چې تاسو ابیملک خپل پادشاه کړ؟ هغه فقط زما د پلار د وینځې زوی دی. خو یوازې په دې خاطر چې هغه ستاسو خپلوان دی، هغه مو د شکیم پادشاه کړ.

۱۹نو که چېرې هغه کار چې تاسو نن د جدعون او د هغه د کورنۍ سره وکړ، د اخلاص او صداقت له مخې وي، نو بیا تاسو دې د ابیملک څخه خوشاله اوسئ او هغه دې ستاسو څخه خوشاله اوسي. ۲۰که نه، نو له ابیملک څخه دې د اور لمبه راووزي او د شکیم او بیت ملو سړي دې وسوزوي. او د شکیم او بیت ملو له سړیو څخه دې د اور لمبه راووزي او ابیملک دې وسوزوي.> ۲۱بیا یوتام وتښتېده او لاړ چې په بئیر کې واوسیږي، ځکه چې هغه د خپل ورور ابیملک څخه وېرېده.

۲۲ابیملک په اسراییلو باندې درې کاله حکومت وکړ. ۲۳بیا خدای د ابیملک او د شکیم د خلکو ترمنځ دښمني پیدا کړه او هغوی د ابیملک په مقابل کې خیانت وکړ. ۲۴دا کار د دې دپاره وشو ترڅو ابیملک او د شکیم خلک چې د هغه سره یې د جدعون د اویا زامنو په قتلولو کې مرسته کړې وه، د خپلو عملونو سزا وویني. ۲۵د ابیملک په خلاف د شکیم خلکو په غونډیو باندې نفر په کمین کې کېنول او هرڅوک چې به له هغه ځایه تېرېده هغه به یې لوټاوه او ابیملک له دې کار څخه خبر شو.

۲۶په دې وخت کې جعل د عابد زوی د خپلو ورونو سره شکیم ته کډه وکړه او د هغه ځای اوسېدونکو په هغه باندې اعتبار وکړ. ۲۷د انګورو د حاصلاتو وخت راورسېده او د شکیم خلک خپلو باغونو ته ورننوتل او انګور یې راټول کړل. د هغو څخه یې شراب جوړ کړل او جشن یې ونیوه. بیا هغوی د خپل خدای عبادتخانې ته لاړل، هلته یې خوراک وکړ او شراب یې وڅښل او په ابیملک باندې یې ملنډې ووهلې. ۲۸جعل وویل: <مونږ د شکیم خلک څه ډول خلک یو؟ ولې مونږ د ابیملک خدمت کوو؟ هغه څوک دی؟ آیا هغه د جدعون زوی او زبول د هغه مرستیال نه دی؟ مګر مونږ ولې د هغه خدمت وکړو؟ خپل نیکه حمور ته چې ستاسو د طایفې بنسټ یې کېښود، وفادار اوسئ. ۲۹کاشکې زه ستاسو مشر وای، نو تاسو به مې د ابیملک له شر څخه خلاص کړي وای. ما به هغه ته ویلي وای چې خپل ټول لښکر دې راوغواړه او جنګ ته راووزه!>

۳۰کله چې د ښار والي زبول د جعل دا خبره واورېده، هغه ډېر په قهر شو. ۳۱هغه په پټه ابیملک ته استازي ولېږل او استازو ورته وویل: <د عابد زوی جعل د خپلو ورونو سره شکیم ته راغلی دی او هغوی ستا په ضد د ښار اوسېدونکي راپاروي. ۳۲ته باید د خپلو نفرو سره د شپې راشې او په پټیو کې پټ شې. ۳۳سبا سهار د لمر خاته په وخت کې پاڅه او په ښار باندې یوه ناڅاپه حمله وکړه. کله چې جعل د خپلو نفرو سره ستا په مقابل کې جګړې ته راووزي، نو ته د هغوی سره په خپل ټول قوت مقابله وکړه.>

۳۴نو د شپې له خوا ابیملک او د هغه لښکرې روانې شوې، هغوی په څلورو ډلو کې سره تقسیم شول او د شکیم څخه دباندې پټ شول. ۳۵کله چې ابیملک او د هغه نفرو ولیدل چې جعل راوتلی او د ښار د دروازې په خولې کې ولاړ دی، نو هغوی د خپلو پټو ځایونو څخه راووتل. ۳۶جعل هغوی ولیدل او زبول ته یې وویل: <ګوره، د غرونو له څوکو څخه خلک راښکته کیږي.>

زبول په ځواب کې وویل: <هغه سړي نه دي، هغه یوازې د غرونو سیوري دي.>

۳۷جعل بیا وویل: <ګوره! خلک د غره څخه راښکته کیږي او بله ډله یې د څېړۍ د ونې په لاره چېرته چې خلک فال ګوري راروانه ده!>

۳۸بیا زبول هغه ته وویل: <اوس ستا لافې چېرته دي؟ تا به پوښتنه کوله چې ولې باید د ابیملک خدمت وکړو. دا هغه نفر دي چې تا ورباندې ملنډې وهلې. اوس لاړ شه او جګړه ورسره وکړه.> ۳۹جعل د شکیم نفر راوویستل او له ابیملک سره یې جګړه وکړه. ۴۰جعل وتښتېد او ابیملک ورپسې شو. د ښار د دروازې تر خولې پورې ډېر نفر ټپیان پراته وو. ۴۱ابیملک په ارومه کې سکونت اختیار کړ. زبول، جعل او د هغه ورونه له شکیم څخه وویستل، نو هغوی ونه شو کولی چې نور هلته واوسیږي.

۴۲بله ورځ ابیملک خبر شو چې د شکیم خلک غواړي چې پټیو ته ووزي. ۴۳نو هغه خپل نفر په دریو ډلو ووېشل او هغوی په پټیو کې پټ شول او انتظار یې کاوه. کله چې هغه ولیدل چې خلک له ښار څخه راوزي، نو هغوی د پټېدلو د ځای څخه راووتل او د شکیم په خلکو باندې یې حمله وکړه. ۴۴ابیملک د خپلو نفرو سره په بیړه مخکې لاړ چې د ښار دروازه ونیسي، په دې وخت کې نورو دوو ډلو په هغو خلکو باندې چې په پټیو کې وو حمله وکړه او ټول یې ووژل. ۴۵جنګ ټوله ورځ دوام وموند. هغوی ښار ونیوه او د هغه ځای خلک یې ووژل. ښار یې وران کړ او په ځمکه باندې یې مالګه وشیندله.

۴۶د دې خبرې په اورېدلو سره کوم ښاریان چې د شکیم په برج کې وو د بعل بریت د بتخانې کلا ته ننوتل. ۴۷کله چې ابیملک خبر شو چې هغوی هلته راټول شوي دي، ۴۸نو د خپلو ټولو نفرو سره د صلمون غره ته وخوت. هغه تبر واخیست او یو څو څانګې یې پرې کړې او په خپلو اوږو یې کېښودلې. هغه په خپلو نفرو باندې حکم وکړ: <ژر شئ! کوم کار چې زه یې کوم تاسو یې هم وکړئ!> ۴۹نو هر سړي له ونې څخه یوه یوه څانګه پرې کړه، بیا هغوی ابیملک پسې روان شول او هغه لرګي یې د کلا په دېوالونو باندې کېښودل او هغه کلا یې وسوزوله. نو د شکیم د کلا ټول خلک چې تقریباً زر تنه نارینه او ښځې وې، مړه شول.

۵۰بیا ابیملک د تاباز په ښار باندې حمله وکړه. ښار یې محاصره کړ او هغه یې ونیوه. ۵۱دننه په ښار کې یو قوي برج ؤ چې د ښار ټول سړي او ښځې د مشرانو سره هغه ته وروتښتېدل. د خپلو ځانونو پسې یې دروازې وتړلې او بام ته وختل. ۵۲کله چې ابیملک راغی چې په برج باندې حمله وکړي، نو دروازو ته ورغی چې برج ته اور واچوي. ۵۳مګر یوې ښځې د بام له سر څخه د هغه په سر باندې د مېچنې پل راوغورزاوه او د هغه کوپړۍ یې ماته کړه. ۵۴ابیملک په چالاکۍ سره خپل عسکر ته چې وسلې یې ورسره انتقالولې غږ وکړ: <خپله توره راوباسه او ما ووژنه. زه نه غواړم چې خلک ووایي چې ابیملک د یوې ښځې له لاسه ووژل شو.> نو هغه ځوان د هغه په ګېډه کې توره ورومنډله او هغه مړ شو. ۵۵کله چې اسراییلیانو ولیدل چې ابیملک مړ دی، نو ټول خپلو کورونو ته لاړل.

۵۶په دې ډول خدای د ابیملک څخه د هغه جرم بدله واخیسته کوم چې هغه د خپل پلار په مقابل کې کړی ؤ او خپل اویا ورونه یې وژلي وو. ۵۷همدارنګه خدای د شکیم د خلکو څخه د هغوی د ټولو بدو کارونو بدله واخیسته او د جدعون د زوی یوتام لعنت په هغوی باندې راغی.