ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - دیارلسم فصل

داود د لوظ صندوق اورشلیم ته وړي

(دوهم سموییل ۶: ۱ - ۱۱)

۱داود د خپلو لښکرو د قوماندانانو سره مشوره وکړه یعنې د هغو سره چې د زر کسیزو فرقو او د سل کسیزو ټولیو قوماندانان وو. ۲داود د اسراییلو قوم ته وویل: «که ستاسو مشوره او زمونږ د څښتن خدای رضا وي، نو اجازه راکړئ چې ټولو اسراییلیانو ته پیغام ولېږم او د خپلو ټولو هېوادوالو د کاهنانو او لاویانو په شمول چې په ښارګوټو او د هغوی په څړځایونو کې دي، بلنه ورکړم چې راشي او دلته زمونږ سره یوځای شي. ۳بیا به لاړ شو او د خدای د لوظ صندوق به راوړو، ځکه چې د شاوول د پاچاهۍ په وخت کې ورته پاملرنه نه وه شوې.»

۴ټولو خلکو دا خبره ومنله چې دا سم وړاندیز دی او پرېکړه یې وکړه چې همداسې وکړي.

۵نو داود د ټول هېواد څخه د اسراییلو قوم راغونډ کړ، یعنې د مصر د پولې څخه نیولې چې په جنوب کې ده د حمات د غاښي پورې چې په شمال کې دی، د دې دپاره چې د خدای د لوظ صندوق له قریه یعاریم څخه اورشلیم ته راوړي. ۶داود او ټول اسراییلیان د بعله ښار یعنې قریه یعاریم ته لاړل چې د یهودا په سیمه کې دی، د دې دپاره چې د خدای د لوظ صندوق چې د څښتن نوم ورباندې دی، راوړي – هغه څښتن چې تخت یې د اسماني مخلوقاتو د مجسمو دپاسه دی.

۷هغوی د ابیناداب د کور څخه د لوظ صندوق راوویست او په یوې نوې ګاډۍ باندې یې کېښود. عزه او اخیو د ګاډۍ د لارښوونې دپاره د هغې سره تلل ۸او داود او ټولو خلکو په خپل ټول توان سره خدای ته د درناوي په خاطر نڅا ګانې کولې. هغوی سندرې ویلې او د موسیقۍ دغه آلې یې غږولې: ربابونه، چنګونه، چمبې، تالونه او سرني.

۹څنګه چې دوی د کیدون درمند ځای ته ورسېدل، غویان وښویېدل او عزه خپل لاس وراوږد کړ او د لوظ صندوق یې ونیوه. ۱۰څښتن په عزه باندې ډېر په قهر شو او هغه یې وواژه، ځکه چې د لوظ صندوق یې لمس کړ. هغه هلته د خدای په حضور کې مړ شو. ۱۱نو داود په قهر شو، ځکه چې څښتن په قهر سره عزه ته سزا ورکړه او تر نن ورځې پورې هغه ځای د فارز عزه په نوم یادیږي.

۱۲په هغه ورځ داود د څښتن څخه ډېر ووېرېده او ویې ویل: «اوس به څنګه وکولای شم چې د خدای د لوظ صندوق د ځان سره یوسم؟» ۱۳نو هغه صندوق د ځان سره د داود ښار ته یو نه وړ. د هغې په ځای یې هغه د عوبید ادوم جتي کور ته یووړ.

۱۴د خدای د لوظ صندوق درې میاشتې هلته پاتې شو او څښتن د عوبید ادوم کورنۍ او هر هغه شي ته چې یې درلود برکت ورکړ.