ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - لسم فصل

د سپینو زرو سرني

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د ټکول شویو سپینو زرو څخه دوه سرني جوړ کړه. له هغو څخه به د خلکو د راغونډولو او د کمپ د لېرې کولو دپاره کار اخیستل کیږي. ۳کله چې دواړه سرني په اوږد اواز سره ووهل شي، ټول قوم دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې تاته راغونډ شي. ۴که چېرې یو سرنی ووهل شي، یوازې د قبیلو مشران دې درته راغونډ شي. ۵کله چې هغه په لنډ اواز سره ووهل شي، کومې قبیلې چې په ختیځ کې کمپ لري، هغه به حرکت کوي. ۶کله چې هغه د دوهم ځل دپاره په لنډ اواز سره ووهل شي، کومې قبیلې چې په جنوب کې دي، هغه به حرکت کوي. نو هغه دې په لنډ اواز سره ووهل شي د دې دپاره چې کمپ ته حرکت ورکړای شي. ۷مګر د دې دپاره چې ټول خلک راغونډ شي، هغه دې په اوږده اواز سره ووهل شي. ۸د هارون زامن چې کاهنان دي، سرني دې ووهي. دا قانون باید د همېش دپاره ستاسو او ستاسو د راتلونکو نسلونو له خوا مراعت شي. ۹کله چې تاسو په خپله خاوره کې جنګېږئ او د هغو دښمنانو په مقابل کې چې په تاسو باندې یې حمله کړې ده د خپلو ځانونو څخه دفاع کوئ، نو په دې سرنیو باندې د جګړې دپاره اشاره ورکړئ. زه یعنې ستاسو څښتن خدای به ستاسو سره مرسته وکړم او د خپلو دښمنانو څخه به مو وژغورم. ۱۰همدارنګه د خپلې خوشالۍ په وختونو کې، ستاسو د نوې میاشتې په اخترونو او په نورو اخترونو کې کله چې تاسو سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کوئ باید سرني ووهئ. بیا به زه درسره مرسته وکړم. زه ستاسو څښتن خدای یم.>

اسراییلیان د سینا څخه ځي

۱۱د دوهم کال د دوهمې میاشتې په شلمه ورځ یعنې وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه راووتل، هغه ورېځ چې په مقدسې خېمې باندې ولاړه وه پورته شوه. ۱۲نو اسراییلیان د سینا له دښتې څخه روان شول او د یو ځای څخه یې بل ځای ته سفر کاوه ترڅو چې ورېځ د فاران په دښته کې ودرېدله. ۱۳دا اول ځل ؤ چې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې د اسراییلو په قوم باندې امر وکړي چې حرکت وکړي.

۱۴هغه کمپ چې د یهودا قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د عمیناداب د زوی نحشون په مشرۍ اول حرکت وکړ. ۱۵نتنائیل د صوغر زوی د یساکار د قبیلې مشر ؤ ۱۶او الیاب د حیلون زوی د زبولون د قبیلې مشر ؤ.

۱۷بیا مقدسه خېمه راټوله کړای شوه او جرشونیانو او مراریانو چې هغه یې وړله، حرکت وکړ.

۱۸ورپسې هغه کمپ چې د روبین قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د شدیئور د زوی الیصور په مشرۍ حرکت وکړ. ۱۹شلومیئیل د صوریشدای زوی د شمعون د قبیلې مشر ؤ ۲۰او الیاساف د دعوئیل زوی د جاد د قبیلې مشر ؤ.

۲۱د هغوی پسې قهاتیانو چې د لاویانو د طایفو څخه وو حرکت وکړ او مقدس شیان یې وړل. کله چې هغوی بل کمپ ته ورسېدل، خېمه ودرول شوې وه.

۲۲ورپسې هغه کمپ چې د افرایم قبیلې یې مشري کوله، د خپل بیرغ لاندې د عمیهود د زوی الیشمع په مشرۍ حرکت وکړ. ۲۳جملیئیل د فدهصور زوی د منسي د قبیلې مشر ؤ ۲۴او ابیدان د جدعوني زوی د بنیامین د قبیلې مشر ؤ.

۲۵په آخره کې هغه کمپ چې د دان قبیلې یې مشري کوله او د شا له خوا حملې په مقابل کې به یې د اسراییلیانو ساتنه کوله د خپل بیرغ لاندې د عمیشدای د زوی اخیعزر په مشرۍ حرکت وکړ. ۲۶فجعیئیل د عکران زوی د اشیر د قبیلې مشر ؤ ۲۷او اخیرع د عینان زوی د نفتالي د قبیلې مشر ؤ. ۲۸په دې توګه هرځل چې هغوی خپل کمپ د یو ځای څخه بل ځای ته وړه نو د اسراییلو خلکو به حرکت کاوه.

۲۹حضرت موسیٰ خپل د ښځې ورور حوباب ته چې د مدیاني یترون زوی ؤ، وفرمایل: <مونږ هغه ځای ته روان یو چې څښتن فرمایلي دي چې هغه مونږ ته راکوي. هغه زمونږ سره دا وعده کړې ده چې اسراییلیان به خوشبخته کړي. نو زمونږ سره راشه او مونږ به دا خوشبختي ستاسو سره شریکه کړو.>

۳۰حوباب په ځواب کې وویل: <نه، زه نه ځم، زه بېرته خپل وطن او خپلو خلکو ته ځم.>

۳۱حضرت موسیٰ ورته وفرمایل: <مهرباني وکړه زمونږ سره لاړ شه! ته به زمونږ لارښودونکی اوسې، ځکه چې په دښته کې د خېمو د ودرولو ځایونه پېژنې. ۳۲که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، مونږ به درته د هغو ښو شیانو برخه درکړو چې څښتن یې مونږ ته راکوي.>

خلک سفر شروع کوي

۳۳نو د اسراییلو قوم د سینا یعنې د مقدس غره څخه روان شو او هغوی درې ورځې سفر وکړ. د څښتن د لوظ صندوق همېشه د هغوی په مخ کې روان ؤ ترڅو د هغوی دپاره ځای پیدا کړي چې خېمې په کې ودروي. ۳۴څنګه به چې هغوی د هر کمپ څخه حرکت کاوه، د څښتن ورېځ به د ورځې له خوا د هغوی په سر باندې ولاړه وه.

۳۵هرکله به چې د لوظ صندوق روان شو، حضرت موسیٰ به ویل: <ای څښتنه، خپل دښمنان دې خپاره واره کړه او هغوی چې ستا څخه کرکه کوي په تېښته مجبور کړه!> ۳۶او چې کله به د لوظ صندوق ودرېد، حضرت موسیٰ به داسې دعا کوله: <ای څښتنه، د اسراییلو د زرګونو، زرګونو خلکو سره نژدې اوسه.>