ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

مرقس - شپږم فصل

د ناصرې خلک عیسی نه مني

(متي ۱۳: ۵۳‏ - ۵۸ او لوقا ۴: ۱۶‏ - ۳۰)

۱عیسی له هغه ځای څخه روان شو او د خپلو شاګردانو سره بېرته خپل ښار ته راغی. ۲د سبت په ورځ عیسی په کنیسه کې په تعلیم ورکولو پیل وکړ او ډېرو خلکو چې د هغه تعلیم واورېد، نو حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «دې سړي دا خبرې چېرته زده کړي دي؟ دا څه ډول حکمت دی چې هغه ته ورکړل شوی دی؟ هغه څنګه دا معجزې ښایي؟ ۳دا هغه نجار، یعنې د مریم زوی او د یعقوب، یوسف، یهودا او شمعون ورور نه دی؟ ایا د هغه خویندې دلته زمونږ سره نه اوسیږي؟» نو هغوی هغه قبول نه کړ. ۴عیسی هغوی ته وویل: «د یو پیغمبر په هرځای کې درناوی کیږي، خو په خپل وطن، خپلو خپلوانو او خپلې کورنۍ کې یې نه کیږي.» ۵نو هغه ونه شو کولای چې هلته کومه معجزه وښایي، پرته له دې چې په یو څو ناروغانو باندې یې خپل لاس کېښود‎ او هغوی یې روغ کړل. ۶او عیسی د هغوی په بې ایمانۍ حیران شو.

عیسی دولس رسولان لېږي

(متي ۱۰: ۵‏ - ۱۵ او لوقا ۹: ۱‏ - ۶)

عیسی کلي په کلي ګرځېده او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه.

۷هغه خپل دولس رسولان راوغوښتل او هغوی یې دوه دوه تنه ولېږل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو اختیار ورکړ ۸او حکم یې ورته وکړ: «د سفر دپاره له یوې امسا پرته بل هېڅ شی د ځان سره وانخلئ، نه ډوډۍ، نه خورجین او نه پیسې. ۹تاسو کولای شئ چې څپلۍ په پښو کړئ، خو اضافه کالي درسره مه اخلئ.» ۱۰او دا یې هم ورته وویل: «کله چې تاسو کوم کور ته ننوځئ نو تر هغې پورې چې له هغه ښار څخه ځئ، هلته پاتې شئ. ۱۱او که چېرې په کوم ځای کې خلک تاسو قبول نه کړي او یا ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو له هغه ځای څخه لاړ شئ او د خپلو پښو خاورې وڅنډئ ترڅو د هغوی په خلاف شاهدي شي.» ۱۲نو شاګردان لاړل او خلکو ته یې وعظ کاوه چې باید توبه وباسي. ۱۳هغوی ډېر پېریان وویستل او د ډېرو ناروغانو سرونه یې د زیتون په تېلو باندې غوړ کړل او هغوی یې روغ کړل.

د تعمید غسل ورکوونکي یحیی مړینه

(متي ۱۴: ۱‏ - ۱۲ او لوقا ۹: ۷‏ - ۹)

۱۴د دې کارونو څخه هیرودیس پاچا خبر شو، ځکه چې د عیسی نوم په هرځای کې مشهور شوی ؤ، ځینو خلکو ویل: «تعمید ورکوونکی یحیی بیا راژوندی شوی دی، نو له دې امله هغه دا قدرت لري چې معجزې وښایي.» ۱۵نورو به ویل: «هغه الیاس نبي دی.» او ځینو به ویل: «دا د پخوانیو پیغمبرانو په شان یو پیغمبر دی.» ۱۶خو کله چې هیرودیس د عیسی د کارونو څخه خبر شو، نو ویې ویل: «دا هماغه یحیی دی چې ما یې سر پرې کړی ؤ او اوس بېرته راژوندی شوی دی.» ۱۷ځکه چې هیرودیس په خپله امر کړی ؤ چې یحیی دې ونیول شي، هغه دې وتړل شي او په زندان کې دې واچول شي. هیرودیس دا کار د هیرودیا په خاطر کړی ؤ. هیرودیا د هیرودیس د ورور فیلیپوس ښځه وه، خو هیرودیس ورسره واده کړی ؤ. ۱۸یحیی به هیرودیس ته ویل: «تاته روا نه ده چې د خپل ورور د ښځې سره واده وکړې.» ۱۹نو دهیرودیا په زړه کې د یحیی سره کینه پیدا شوې وه او غوښتل یې چې هغه ووژني، خو هغې دا کار نه شو کولای، ۲۰ځکه چې هیرودیس د یحیی څخه وېرېده. هغه پوهېده چې یحیی نېک او پاک سړی دی، نو د هغه ساتنه یې کوله. چې کله به هغه د یحیی خبرې اورېدلې، نو ډېر ناارامه کېده، خو بیاهم په شوق سره یې د هغه خبرو ته غوږ نیوه.

۲۱په پای کې هیرودیا یوه مناسبه موقعه پیدا کړه. هیرودیس د خپلې زېږېدنې د کلیزې د لمانځلو په خاطر یوه مېلمستیا جوړه کړه او په هغې کې یې خپل لوړ رتبه مامورین، عسکري قوماندانان او د جلیل مخور خلک رابللي وو. ۲۲په دې وخت کې د هیرودیا لور دننه راغله او ګډا یې وکړه او هیرودیس او د هغه مېلمانه یې دومره خوشحاله کړل چې پاچا هغې انجلۍ ته وویل: «هرڅه چې غواړې ویې غواړه، زه به یې درکړم.» ۲۳او د هغې سره یې قسم وخوړ: «هرڅه چې زما څخه وغواړې زه به یې درکړم، حتی خپله نیمه پاچاهي هم.» ۲۴هغه انجلۍ دباندې ووتله او د خپلې مور څخه یې پوښتنه وکړه: «زه ترې څه وغواړم؟» مور یې ځواب ورکړ: «د تعمید غسل ورکوونکي یحیی سر.» ۲۵انجلۍ په بیړه بېرته پاچا ته ورغله او د هغه څخه یې غوښتنه وکړه: «زه ستا څخه غواړم چې همدا اوس راته د تعمید غسل ورکوونکي یحیی سر په پتنوس کې راکړې.» ۲۶پاچا ډېر زیات غمجن شو، خو د خپل قسم په خاطر چې د خپلو مېلمنو په مخکې یې خوړلی ؤ ونه غوښتل چې د هغې سره خپل قسم مات کړي. ۲۷نو پاچا سمدلاسه جلاد ولېږه او حکم یې ورته وکړ چې د یحیی سر راوړي. جلاد لاړ او په زندان کې یې د یحیی سر پرې کړ ۲۸او هغه یې په یو پتنوس کې راوړ او هغې انجلۍ ته یې ورکړ او هغې خپلې مور ته ورکړ. ۲۹کله چې د یحیی شاګردان له دې نه خبر شول، نو هغوی راغلل او د هغه مړی یې یووړ او په قبر کې یې ښخ کړ.

عیسی پنځه زره سړیو ته خواړه ورکوي

(متي ۱۴: ۱۳‏ - ۲۱ او لوقا ۹: ۱۰‏ - ۱۷ او یوحنا ۶: ۱‏ - ۱۴)

۳۰رسولان بېرته عیسی ته راغلل او هرڅه چې هغوی کړي وو او کوم تعلیم چې یې ورکړی ؤ هغه یې ترې خبر کړ. ۳۱دومره ډېر خلک تلل او راتلل چې عیسی او شاګردانو یې دومره وخت هم نه درلود چې ډوډۍ وخوري، نو عیسی هغوی ته وویل: «راځئ چې یو داسې ځای ته لاړ شو چې هلته یوازې اوسو او لږ ارام وکړو.» ۳۲بیا هغوی خپله په کشتۍ کې یو ګوښه ځای ته لاړل. ۳۳خو ډېرو خلکو هغوی ولیدل چې روان وو او هغوی یې وپېژندل او خلکو د ټولو ښارونو نه په پښو باندې هغه ځای ته ورمنډې کړې او د هغوی څخه مخکې هلته ورسېدل. ۳۴کله چې عیسی د کشتۍ څخه ښکته شو او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه یې ولیدله نو زړه یې ورباندې وسوځېد، ځکه چې هغوی د بې شپونه پسونو په شان وو. نو هغوی ته یې د ډېرو شیانو په هکله تعلیم ورکول پیل کړل. ۳۵کله چې ماښام شو، نو شاګردان یې ورته راغلل او ورته ویې ویل: «دا ځای د دښتې په شان دی او ناوخته شوې ده. ۳۶خلک رخصت کړه چې شاوخوا کلیو او بانډو ته لاړ شي او ځانونو ته د خوړلو دپاره کوم څه واخلي.»

۳۷خو عیسی وویل: «تاسو خپله هغوی ته څه ورکړئ چې ویې خوري.» هغوی ورته وویل: «ایا مونږ لاړ شو او هغوی ته د سپینو زرو په دوه سوه سکو ډوډۍ واخلو او وریې کړو چې ویې خوري؟» ۳۸عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ستاسو سره څومره ډوډۍ شته؟ لاړ شئ او ویې ګورئ.» کله چې هغوی ولیدل، نو هغه ته یې وویل: «زمونږ سره پنځه ډوډۍ دي او دوه ماهیان.» ۳۹بیا عیسی خپلو شاګردانو ته امر وکړ چې خلک ډله ډله په شنو واښو باندې کښېنوي. ۴۰نو خلک په قطارونو کې ډله ډله کښېناستل او په هره ډله کې سل سل او پنځوس پنځوس تنه وو. ۴۱بیا عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، اسمان ته یې وکتل، د خدای شکر یې وویست او ډوډۍ یې ماتې کړې. هغه یې شاګردانو ته ورکړې چې په خلکو یې ووېشي. هغه همدارنګه هغه دوه ماهیان هم په هغوی ووېشل. ۴۲هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول. ۴۳شاګردانو د پاتې شویو ډوډیو او ماهیانو څخه دولس ټوکرۍ ډکې کړې. ۴۴کومو خلکو چې ډوډۍ خوړلې وه شمېر یې پنځه زره سړیو ته رسېده.

عیسی د اوبو دپاسه ګرځي

(متي ۱۴: ۲۲‏ - ۳۳ او یوحنا ۶: ۱۵‏ - ۲۱)

۴۵بیا عیسی خپل شاګردان مجبور کړل چې کشتۍ ته وخېژي او د هغه څخه مخکې د بحیرې بلې غاړې بیت صیدا ته لاړ شي. عیسی هلته پاتې شو ترڅو خلک رخصت کړي. ۴۶کله چې عیسی د هغوی سره خدای پاماني وکړه، نو په خپله غره ته وخوت چې دعا وکړي. ۴۷کله چې ماښام شو، نو د شاګردانو کشتۍ د بحیرې په منځ کې وه او عیسی په وچه کې یوازې پاتې ؤ. ۴۸عیسی ولیدل چې شاګردان یې په ډېر زحمت سره کشتۍ بیایي، ځکه چې باد ورته مخامخ ؤ. سهار وختي چې لا تیاره وه عیسی د اوبو دپاسه ګرځېده او شاګردانو ته ورغی. هغه غوښتل چې د هغوی له څنګه تېر شي، ۴۹خو کله چې شاګردانو هغه ولید چې د اوبو دپاسه روان دی، نو فکر یې وکړ چې دا د مړو ارواح ده نو چیغې یې کړې، ۵۰ځکه چې هغوی ټولو هغه ولید او سخت ووېرېدل. خو عیسی سمدلاسه د هغوی سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زړور اوسئ، زه یم، مه وېرېږئ.» ۵۱بیا هغه د هغوی سره کشتۍ ته وخوت او باد ودرېده او هغوی ډېر زیات حیران شول. ۵۲خو د هغوی زړونه سخت شوي وو، ځکه چې هغوی د ډوډۍ د معجزې په معنی پوه نه شول.

عیسی په جنیسارت کې ناروغانو ته شفا ورکوي

(متي ۱۴: ۳۴‏ - ۳۶)

۵۳هغوی د بحیرې څخه پورې وتل، د جنیسارت سیمې ته ورسېدل او کشتۍ یې هلته ودروله. ۵۴کله چې هغوی له کشتۍ څخه ښکته شول، نو خلکو سمدلاسه عیسی وپېژنده، ۵۵او هغوی په منډه منډه شاوخوا ټولو سیمو ته لاړل او چېرته چې به خلکو وویل چې عیسی په هغه ځای کې دی، نو هغوی به خپل ناروغان ورته په کټونو کې راوړل. ۵۶عیسی به چې هر کلي، ښار او بانډې ته تللو، نو خلکو به ورته بازارونو ته خپل ناروغان وړل او زارۍ به یې ورته کولې چې ناروغانو ته دومره اجازه ورکړي چې لږ تر لږه د هغه لمنې ته لاس وروړي او هر چا چې به لاس وروړ، نو هغه به روغېده.