ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - لسم فصل

د داود له خوا د عمونیانو او د سوریایانو ماتې

(اول تواریخ ۱۹: ۱ - ۱۹)

۱څه موده وروسته د عمونیانو پادشاه ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پادشاه شو. ۲داود پادشاه وویل: <زه به د حانون سره داسې وفادارانه دوستي وکړم لکه څنګه چې د هغه پلار ناحاش زما سره کړې وه.> نو داود خپل استازي ولېږل چې د هغه له خوا څخه د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.

مګر کله چې هغوی عمون ته ورسېدل، ۳د عمونیانو مشرانو خپل پادشاه حانون ته وویل: <آیا تاسو فکر کوئ چې داود په رښتیا دا استازي ستاسو پلار ته د عزت ورکولو دپاره رالېږلي دي؟ آیا هغه ستاسو سره دومره خواخوږي لري؟ البته چې نه! هغوی یې دلته د جاسوسۍ لپاره رالېږلي چې زمونږ ښار وګوري، ترڅو چې هغه فتح کړي.>

۴نو حانون د داود استازي ونیول، د هغوی یوه خوا ږیره یې وخریله، کالي یې د پښو نه تر ملا پورې پرې کړل او رخصت یې کړل. ۵هغوی ډېر شرمېدل چې کور ته راستانه شي. کله چې داود د دې پېښې څخه خبر شو نو هغوی ته یې خبر ورولېږه: <تر هغې پورې د اریحا په ښار کې پاتې شئ چې ستاسو ږیرې اوږدې شي او بیا بېرته کور ته راشئ.>

۶عمونیان په دې پوه شول چې دوی داود خپل دښمن کړ، نو هغوی شل زره ارامي عسکر د بیت رحوب او صوبې څخه، دولس زره نفره د طوب څخه او د معکې پادشاه یې د زرو نفرو سره اجیر ونیول. ۷داود د دې څخه خبر شو او یوآب یې د ټول لښکر سره د هغوی مقابلې ته ورولېږه. ۸عمونیان راووتل او د خپل پایتخت ربه د دروازې په خوله کې ځای په ځای شول. په هغه وخت کې د صوبې او رحوب ارامیان او د طوب او معکې عسکر په صحرا کې ځای په ځای شول.

۹یوآب ولیدل چې د دښمن لښکر به په هغه باندې مخامخ او د شا له خوا حمله وکړي، نو هغه د اسراییلو د عسکرو څخه ډېر ښه عسکر وټاکل او هغوی یې ارامیانو ته مخامخ ځای په ځای کړل. ۱۰یوآب د خپلو لښکرو پاتې نفر د خپل ورور ابیشای تر قوماندې لاندې ورکړل او ابیشای هغوی د عمونیانو په مقابل کې ځای په ځای کړل. ۱۱یوآب هغه ته وویل: <که چېرې تا ولیدل چې ارامیانو ماته ماتې راکوله نو راشه او زما سره مرسته وکړه او که چېرې عمونیانو تاته ماتې درکوله نو زه به درشم او ستا سره به مرسته وکړم. ۱۲قوي او زړور اوسه! راځه چې د خپل قوم او د خدای د ښارونو دپاره په مېړانه او زړه ورتیا سره وجنګېږو. څه چې د څښتن رضا وي هغه دې وشي!>

۱۳نو یوآب او د هغه سړي مخکې لاړل چې حمله وکړي او ارامیان وتښتېدل. ۱۴کله چې عمونیانو ولیدل چې ارامیان تښتي، هغوی د ابیشای څخه وتښتېدل او ښار ته ننوتل. نو یوآب د عمونیانو سره د جنګ کولو څخه راستون شو او بېرته اورشلیم ته لاړ.

۱۵کله چې ارامیان پوه شول چې دوی ته اسراییلو ماتې ورکړه نو هغوی خپلې لښکرې بېرته سره راغونډې کړې. ۱۶هددعزر پادشاه نور ارامیان راوغوښتل چې د فرات د سیند په ختیځه خوا کې وو. هغوی د پادشاه د قوماندان شوبک تر امر لاندې حیلام ته راغلل. ۱۷کله چې داود دا واورېدل، هغه د اسراییلو ټولې لښکرې سره راغونډې کړې، د اردن د سیند څخه تېر شو او حیلام ته ورغی. ارامیان هلته هغه ته مخامخ ځای په ځای کېدل، بیا وروسته جګړه پیل شوه. ۱۸خو د ارامیانو لښکرې د اسراییلیانو څخه وتښتېدلې. داود او د هغه سپرو عسکرو د ارامیانو اووه سوه د جنګي ګاډیو چلوونکي او څلوېښت زره سپاره عسکر ووژل. هغوی د دښمن قوماندان شوبک ژوبل کړ او هغه د جنګ په میدان کې مړ شو. ۱۹کله چې هغه پادشاهان چې د هددعزر تابع وو ولیدل چې دوی د اسراییلو له خوا ماتې وخوړله نو د اسراییلو سره یې سوله وکړه او د هغوی رعیت شول. نو ارامیان د عمونیانو سره نور د کومک کولو څخه ووېرېدل.