ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

افسسیان - شپږم فصل

د اولادونو، میندو او پلرونو ترمنځ اړیکې

۱ای اولادونو، د څښتن د پیروانو په توګه د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې دا سم کار دی. ۲دا لومړی حکم دی چې په کې وعده شوې ده: «د خپل مور او پلار عزت کوئ.» او د هغه وعده دا وه: ۳«نو تاسو به نېکمرغه یئ او په دنیا کې به زیات عمر ولرئ.»

۴ای پلرونو، تاسو د خپلو اولادونو سره داسې چلند مه کوئ چې هغوی په قهر شي، بلکې د څښتن په طریقه هغوی اصلاح کړئ او روزنه یې وکړئ.

د بادارانو او غلامانو ترمنځ اړیکې

۵ای غلامانو، په داسې وېره او لړزېدلو سره د زړه د اخلاصه د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، لکه څنګه چې د مسیح تابعداري کوئ. ۶دا تابعداري یوازې د دې دپاره مه کوئ چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د مسیح د غلامانو په توګه د زړه له کومي د خدای رضا پوره کوئ. ۷په شوق سره خدمت کوئ، داسې لکه چې د څښتن خدمت کوئ، نه د انسان. ۸ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن هر یو ته د ښو کارونو له مخې اجر ورکوي، که هغه غلام وي یا ازاد.

۹ای بادارانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره همداسې چلند کوئ. ګواښونه پرېږدئ. یاد ساتئ چې تاسو دواړه په اسمان کې یو بادار لرئ او هغه د هېچا طرفداري نه کوي.

د خدای کاملې زغرې واغوندئ

۱۰اخر دا چې په څښتن او د هغه په لوی قدرت کې قوي اوسئ. ۱۱د خدای هغه کاملې زغرې واغوندئ چې تاسو ته یې تیارې کړې دي، ترڅو وکولای شئ د شیطان د دسیسو په وړاندې ټینګ ودرېږئ. ۱۲ځکه چې زمونږ جنګ د انسان سره نه دی، بلکې د حاکمانو، د واک د خاوندانو، د دې تیارې دنیا د واکمنو قدرتونو او په اسماني ځایونو کې د بدو روحاني قوتونو په خلاف دی. ۱۳له همدې امله تاسو د خدای کاملې زغرې واغوندئ، ترڅو وکولای شئ په هغه بده ورځ د دښمن په وړاندې کلک ودرېږئ او د جنګ تر پایه ټینګ پاتې شئ.

۱۴نو بیا ټینګ ودرېږئ او د حقیقت پټۍ د ملا نه وتړئ او د عدالت زغره واغوندئ. ۱۵خپل بوټان د سولې او سلامتۍ د زېري د خپرولو دپاره په پښو کړئ ۱۶او د دې ټولو سره د ایمان سپر راواخلئ، ترڅو د هغه په وسیله وکولای شئ چې د شیطان اور لرونکي غشي تباه کړئ. ۱۷د خلاصون هغه د زغرو خولۍ او د روح القدس توره چې د خدای کلام دی، راواخلئ. ۱۸هر وخت د روح القدس په لارښوونه دعا او زارۍ کوئ. د همدې دپاره بېداره اوسئ او تل د خدای د ټولو خلکو دپاره دعا کوئ. ۱۹زما دپاره هم دعا وکړئ چې کله زه خبرې کوم، ماته خدای د وینا توان راکړي او وکولای شم په زړورتیا سره د زېري پټ راز اعلان کړم. ۲۰ځکه چې د همدې زېري په خاطر په زنځیرونو تړل شوی استازی یم، نو دعا کوئ لکه څنګه چې لازمه ده هغه په زړورتیا سره اعلان کړم.

اخرنۍ خبرې

۲۱تیخیکاس چې زمونږ ګران ورور او د څښتن وفادار خدمتګار دی، هغه به تاسو ته هرڅه ووایي، ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څنګه یم او څه کوم. ۲۲ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي. ۲۳پلار خدای او څښتن عیسی مسیح دې ټولو خویندو او ورونو ته سلامتي او د ایمان سره مینه ورکړي. ۲۴د خدای فضل دې وي په هغو ټولو چې زمونږ د څښتن عیسی مسیح سره نه ختمېدونکې مینه لري.