ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - اوولسم فصل

۱په سکون سره د سپورې ډوډۍ خوړل ښه دي

د هغه کور نه چې په کې کبابونه د جنګونو سره وي.

۲هوښیار نوکر به د پلار په شرمېدلي زوی باندې حکم وکړي

او د کورنۍ د نورو غړو په شان به په میراث کې برخه واخلي.

۳سره او سپین زر په اور ازمایل کیږي

خو د انسان د زړه امتحان څښتن اخلي.

۴بدکاره انسان د شرارت خبرو ته غوږ نیسي

او دروغجن انسان د تباهۍ خبرې اوري.

۵څوک چې په خوارانو ملنډې وهي

نو د هغوی د خالق سپکاوی کوي

او څوک چې د بل په مصیبت خوشحالیږي

نو بې سزا به پاتې نه شي.

۶لمسیان د خپلو مشرانو د سر تاج وي

او ماشومان په خپل مور او پلار فخر کوي.

د کم عقلانو په هکله

۷که د بې عقله سړي دپاره لویې خبرې ښه کار نه وي

نو د یو مشر سړي دپاره به دروغجنه ژبه څومره نامناسبه وي.

۸رشوت د ورکوونکي په نظر د جادو په څېر دی

هغه چې هر کار کوي نو بریالی کیږي.

۹د مینې غوښتونکی د نورو په ګناه پرده اچوي

او د یوې خبرې تکراروونکی نژدې دوستان بېلوي.

۱۰په عقلمن انسان یوځل سزا ډېر تاثیر کوي

خو کم عقل که سل لښتې ووهل شي بیاهم اصلاح به نه شي.

۱۱بدکاره انسان یوازې د سرکښۍ په لټه کې وي

خو سخته سزا به ورته ورکړل شي.

۱۲د یوې ایږې سره چې بچي یې چا پټ کړي وي

مخامخ کېدل ښه دي

نه د یو کم عقل سره

چې په خپل جهالت ټینګ ولاړ وي.

۱۳که څوک د نېکۍ په بدل کې بدي کوي

نو له کور نه به یې هېڅکله بدي لېرې نه شي.

۱۴د دعوې شروع د اوبو د بند د سوري په شان ده

نو د شخړو د شروع نه مخکې بحث بند کړه.

۱۵مجرم پرېښودل او د بې ګناه محکومول

د دواړو نه څښتن کرکه کوي.

۱۶کم عقل انسان حکمت په پیسو نه شي اخیستلی

ځکه چې هغه د پوهې د تر لاسه کولو دپاره هېڅ نیت نه لري.

۱۷یو ملګری هر وخت مینه کوي

او ورور د سختې ورځې دپاره پیدا شوی دی.

۱۸بې عقله سړی د بل چا په قرض کې لاس ورکوي

او ناپوهه انسان د بل چا ضمانت په غاړه اخلي.

۱۹جګړه خوښوونکی ګناه خوښوي

او په لوړو دېوالونو تکیه کوونکی ځان تباه کوي.

۲۰دروغجن انسان خیر او برکت نه مومي

او د کږې ژبې خاوند په بدۍ او بلا اخته کیږي.

۲۱څوک چې کم عقل زوی زېږوي خپل غم زیاتوي

او د بې عقله زوی پلار خوشحاله نه وي.

۲۲خوشحاله زړه شفا ورکوونکې دوا ده

خو خفه روح د انسان هډوکي وچوي.

۲۳بدکاره انسان په پټه رشوت اخلي

او انصاف تر پښو لاندې کوي.

۲۴د عقل خاوند حکمت ته تل سترګې په لار وي

خو د کم عقل نظر د ځمکې هرې خواته وي.

۲۵کم عقل زوی د پلار غم زیاتوي

او د مور دپاره دردونه پیدا کوي.

۲۶که یو بې ګناه انسان ته سزا ورکول ښه کار نه وي

نو رښتیني عزتمن خلک په لښته وهل هم مناسب نه دي.

۲۷د علم خاوند خپله ژبه په خپل واک کې ساتي

او پوه سړی د ارام روح خاوند وي.

۲۸که حتی جاهل هم چوپ پاتې شي نو د حکمت خاوند شمېرل کیږي

او هغه جاهل چې خوله پټه ساتي نو د عقل خاوند ګڼل کیږي.