ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

روميانو - شپږم فصل

د ګناه په وړاندې مړه یو، خو د مسیح سره ژوندي یو

۱نو بیا مونږ څه ووایو؟ ایا باید خپل ژوند ته په ګناهونو کې دوام ورکړو، ترڅو د خدای فضل زیات شي؟ ۲هېڅکله نه! مونږ چې د ګناه په وړاندې مړه یو، نو بیا څنګه کولای شو چې په ګناه کې خپل ژوند ته دوام ورکړو؟ ۳ایا تاسو نه پوهېږئ کله چې مونږ ټولو په عیسی مسیح کې د تعمید غسل واخیست، نو د هغه په مرګ کې ورسره شریک شولو. ۴نو مونږ د خپل تعمید په وسیله د هغه سره ښخ شولو او ورسره مړه شولو. لکه څنګه چې مسیح د پلار په جلال کې د مړو نه راژوندی شو، نو مونږ به هم نوی ژوند ولرو.

۵ځکه که چېرې مونږ د مسیح په مرګ کې ورسره شریک شولو، نو په هماغه ډول به د هغه په بیا راژوندي کېدلو کې هم د هغه سره شریک شو. ۶مونږ پوهېږو چې زمونږ زوړ فطرت د مسیح سره په صلیب کې مړ شو، ترڅو ګناه زمونږ په ژوند باندې خپل قدرت له لاسه ورکړي او مونږ نور د ګناه غلامان ونه اوسو. ۷ځکه څوک چې مړ شي، نو هغه د ګناه نه خلاص شوی دی. ۸که چېرې مونږ د مسیح سره مړه شوي یو، نو په دې ایمان لرو چې د هغه سره به ژوند هم کوو. ۹ځکه مونږ پوهېږو چې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی او بیا به هېڅکله مړ نه شي، یعنې مرګ نور په هغه باندې واک او اختیار نه لري. ۱۰کله چې مسیح مړ شو، نو هغه یوځل او د تل دپاره د ګناهونو په خاطر مړ شو. خو اوس چې هغه ژوندی دی، نو هغه یوازې د خدای دپاره ژوند کوي. ۱۱نو تاسو هم خپل ځانونه د ګناه په وړاندې مړه وګڼئ، خو د خدای په وړاندې د عیسی مسیح سره په یووالي کې خپل ځانونه ژوندي وګڼئ.

۱۲نو مه پرېږدئ چې ګناه نور ستاسو په فاني بدن باندې حکومت وکړي او تاسو د خپلو نفساني غوښتنو تابع کړي. ۱۳د خپل بدن یو غړی هم د یوې وسیلې په توګه د بدۍ په اختیار کې مه ورکوئ، بلکې خپل ځانونه خدای ته وسپارئ او د هغو کسانو په شان چې د مرګ نه راژوندي شوي دي، د خپل بدن غړي خدای ته د عدالت او رښیتنولۍ دپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندې کړئ. ۱۴ځکه چې ګناه به نور په تاسو باندې حاکمه نه وي، له دې امله چې تاسو نور د شریعت تابع نه یئ، بلکې د خدای د فضل لاندې یئ.

د عدالت غلامان

۱۵نو بیا څه ووایو؟ ایا مونږ باید ګناه وکړو، ځکه چې د شریعت تابع نه یو، بلکې د خدای د فضل لاندې یو؟ نه، هېڅکله نه! ۱۶ایا تاسو نه پوهېږئ چې که چېرې تاسو خپل ځانونه د غلامانو په توګه د کوم چا په اختیار کې ورکړئ او د هغه تابع اوسئ، نو په حقیقت کې تاسو د هغه چا غلامان یئ چې اطاعت یې کوئ، که هغه د ګناه غلامي وي چې پای یې مرګ دی او یا د خدای تابعداري وي چې نتیجه یې عدالت دی. ۱۷نو د خدای شکر دی چې تاسو یو وخت د ګناه غلامان وئ، خو اوس تاسو د زړه له اخلاصه د هغه تعلیم اطاعت کوئ چې تاسو ته درکړل شوی دی. ۱۸اوس تاسو د ګناه نه ازاد او د عدالت غلامان شوي یئ. ۱۹زه ستاسو د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ساده خبرې کوم. لکه څنګه چې تاسو یو وخت خپل ځانونه د ناپاکۍ او د ټولو بدو کارونو غلامان کړي وو، نو اوس خپل د بدن ټول غړي د عدالت غلامان کړئ چې پاک او سپېڅلي شئ.

۲۰کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ، نو مجبوره نه وئ چې عدالت او رښتینولي وکړئ. ۲۱د هغو کارونو په کولو سره چې اوس ورباندې شرمېږئ تاسو کومه ګټه تر لاسه کړه؟ ځکه چې د هغو کارونو پای مرګ دی. ۲۲خو اوس تاسو د ګناه نه ازاد شوي یئ او د خدای غلامان یئ. د دې ګټه دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي شوي یئ او د دې نتیجه تلپاتې ژوندون دی. ۲۳ځکه چې د ګناه نتیجه مرګ دی، خو د خدای نعمت زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې تلپاتې ژوندون دی.