يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - شپږ اتيايم زبور

د حضرت داؤد يوه دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، سوال مې واوره، او قبول يې کړه،

ځکه چې زۀ غريب او حاجتمند يم.

۲زما ژوندون وساته ځکه چې ما خپل ځان تا ته پېش کړے دے،

هم تۀ زما خُدائ پاک يې خپل خِدمتګار دې بچ کړه چا چې په تا اعتماد کړے دے،

۳په ما رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه،

ځکه چې زۀ ټوله ورځ تا ته زارى کوم،

۴خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه،

ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے.

۵تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه،

او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.

۶زما دُعا واوره، اے مالِکه خُدايه،

د رحم دپاره زما ژړا واوره.

۷زما د تکليف په ورځ به زۀ تا ته آواز وکړم،

نو تۀ به جواب راکړې.

۸اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته،

ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.

۹اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى،

دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى.

او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.

۱۰تۀ لوئ يې او ښائسته کارونه کوې.

يواځې هم تۀ خُدائ پاک يې.

۱۱اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه،

نو زۀ به ستا په حقيقت کښې وګرځم،

مطمئن زړۀ ما له راکړه چې زۀ ستا عزت وکړم.

۱۲اے مالِکه، زما پاکه خُدايه،

په خپل ټول زړۀ سره به ستا ثناء ادا کړم،

زۀ به ستا نوم له د تل دپاره جلال ورکړم.

۱۳ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده،

تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم.

۱۴اے پاکه خُدايه، مغروران په ما حملې کوى،

د ظالمانو يوه ډله زما ژوند پسې ګرځى،

هغه خلق څوک چې ستا عزت نۀ کوى.

۱۵خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې.

په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.

۱۶ما ته راوګرځه او په ما باندې رحم وکړه،

خپل خِدمت کوونکى له طاقت ورکړه،

د خپلې وينځې زوئ بچ کړه.

۱۷ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀ‌والى،

نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى،

ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو.

او ما له دې تسلى راکړه.