يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - پينځۀ اتيايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د زامنو يو زبور

د برکت دپاره دعا

۱اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو،

او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.

۲تا د خپلو خلقو خطاګانې معاف کړې،

تا د هغوئ په ټولو ګناهونه پرده واچوله.

۳تا خپله غصه په خپل ځان تيره کړه،

تا د خپل قهر لمبه په خپله باندې سړه کړه.

۴اے مالِکه خُدايه، اے زمونږه خلاصوونکيه،

مونږه په خپل ځائ کړه خپل خفګان زمونږ نه لرې کړه،

۵تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟

تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟

۶ولې تۀ‎‎‎‎‎‎ به دوباره مونږه تازه نۀ کړې څۀ‎‎‎؟

چې ستا خلق په تا کښې خوشحالى وکړى.

۷اے مالِکه خُدايه، مونږ ته خپله ابدى مينه وښايه،

مونږه له خپل خلاصون راکړه،

۸زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم.

ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره.

خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.

۹بې‌شکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے،

نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.

۱۰ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى،

سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.

۱۱وفادارى د زمکې نه راپورته کيږى،

صداقت بره د آسمان نه لاندې راګورى.

۱۲بې‌شکه مالِک خُدائ به ښۀ څيزونه مونږ له راکوى،

او زمونږ زمکه به ښۀ فصل پېدا کوى.

۱۳صداقت د هغۀ په وړاندې روان وى،

او د هغۀ د قدمونو دپاره لار تياروى.