يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتۀ اويايم زبور

د حضرت آسف يو نظم

۱اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ،

زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.

۲زۀ به خپله خولۀ په مِثالونو پرانيزم،

زۀ به زاړۀ او پټ رازونه راڅرګند کړم.

۳مونږ چې څۀ اورېدلى او پېژندلى دى،

او څۀ چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيلى دى،

۴مونږ به دا د هغوئ د اولاد نه نۀ پټوُو،

مونږ به دا راتلونکى نسل ته ووايو،

د مالِک خُدائ د جلالى کارونو او طاقت او معجزو بيان به وکړُو.

۵هغۀ خپل شريعت يعقوب ته ورکړو،

او خپل اصُول يې د بنى اِسرائيلو دپاره جوړ کړل.

او هغۀ زمونږ پلار نيکۀ ته حُکم وکړو،

چې خپلو ماشومانو ته دې تعليم ورکړى.

۶او په دې باندې به راتلونکے نسل پوهه شى،

او هم هغه ماشومان چې وروستو به پېدا شى،

او بيا به په خپل نمبر سره هغوئ هم خپلو ماشومانو ته ووائى.

۷نو بيا به دوئ په خُدائ توکل وکړى،

او د هغۀ کارونه به نۀ هېروى،

خو د هغۀ حُکمونه به منى.

۸دوئ به د خپل پلار نيکۀ په شان نۀ وى،

او هغوئ به سرکشه او باغيان نۀ وى،

د چا زړونه چې خُدائ پاک ته وفادار نۀ وُو،

او د هغوئ احساس هم خُدائ پاک ته وفادار نۀ وو.

۹د اِفرائيم خلق سره د دې چې په غشو او ليندو سمبال وُو،

خو بيا هم ټول د جنګ په ورځ د مېدان نه وتښتېدل.

۱۰هغوئ د خُدائ پاک لوظ پوره نۀ کړو،

هغوئ د هغۀ شريعت رد کړو او عمل يې پرې ونۀ کړو.

۱۱هغوئ دا هېر کړل چې هغۀ څۀ کړى وُو،

هغه عجيبه کارنامې کومې چې هغۀ ورته ښودلې وې.

۱۲هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ په وړاندې معجزې وکړې،

د مِصر په خاوره او د ضُعن په زمکه يې وکړې.

۱۳سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل،

او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.

۱۴په ورځ کښې به هغۀ د وريځ په ذريعه رهنمائى کوله،

او ټوله شپه به يې د اور په رڼا سره بوتلل.

۱۵په بيابان کښې ورته ګټ وشلولو،

او هغوئ ته لکه د سيند غوندې ډيرې اوبۀ ورکړې.

۱۶او هغۀ د ګټ نه نِهرونه روان کړل،

او اوبۀ ترې نه لکه د دريابونو روانې شوې.

۱۷خو بيا هم هغوئ د خُدائ خلاف ګناه کوله،

او په صحرا کښې يې د خُدائ تعالىٰ خلاف سرکشى وکړه.

۱۸دوئ قصداً د خُدائ پاک آزمېښت وکړو،

او د هغۀ نه يې د خوښې خوراک وغوښتو.

۱۹هغوئ د خُدائ پاک خلاف خبرې کولې،

”خُدائ پاک په بيابان کښې د خوراک بندوبست نۀ شى کولے؟

۲۰کله چې هغۀ ګټ ووهلو نو اوبۀ ترې نه روانې شوې،

او ډيرې ولې ترې نه روانې شوې،

خو هغه مونږ له خوراک هم راکولے شى څۀ؟

هغه خپلو خلقو له غوښه ورکولے شى څۀ؟“

۲۱ولې کله چې مالِک خُدائ د دوئ دا خبرې واورېدې نو ډېر زيات غصه شو،

او د يعقوب خلاف اور راوچت شو،

او د هغۀ غضب د بنى اِسرائيلو خلاف راوچت شو،

۲۲ځکه چې په خُدائ پاک يې يقين نۀ کولو،

او د هغۀ په خلاصون يې هم باور نۀ کولو.

۲۳خو هغۀ بره آسمانونو ته حُکم وکړو،

نو دروازې پرانستلے شوې د آسمانونو،

۲۴او هغۀ د خوراک دپاره خلقو ته راولېږل من،

هغۀ هغوئ له خوراک ورکړو د آسمان.

۲۵انسانانو د فرښتو خوراک وخوړو.

چې څومره يې خوړلے شو هغۀ دوئ ته دومره راولېږلو.

۲۶هغۀ آسمانونو نه مشرقى هواګانې راوستلې،

او هغۀ په خپل قُدرت سره جنوبى هواګانې راوستلې.

۲۷هغۀ په دوئ غوښه لکه د ګرد په شان راووروله،

او مارغان يې ورته لکه د سمندر د غاړې د شګو په شان راولېږل.

۲۸دا مارغان يې د هغوئ د کېمپ مينځ ته راوستل،

او د هغوئ د خېمو په خوا کښې کښېناستل.

۲۹دوئ ته يې دومره خوراک ورکړو چې د هغوئ نه سېوا هم شو،

څۀ چې د دوئ د خوراک خواهش وو هغه هم دوئ ته ورکړے شو.

۳۰دوئ لا ماړۀ شوى نۀ وُو،

خوراک يې لا په خولۀ کښې وو،

۳۱چې د خُدائ پاک قهر د دوئ خلاف راوچت شو.

او هغۀ د دوئ نه تکړه خلق مړۀ کړل،

او د بنى اِسرائيلو ځوانان يې هلاک کړل.

۳۲د دې هر څۀ باوجود هغوئ بيا هم ګناه کوله،

او د معجزو سره يې بيا هم ايمان نۀ ساتلو.

۳۳نو د هغوئ ژوند بې‌اهميته تير شو،

عمر يې په يره يره تير شو.

۳۴خو کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ځينې هلاک کړل،

نو آخر يې هم د خُدائ پاک لټون شروع کړو.

هغوئ توبه وويستله او د زړۀ نه د خُدائ خواهشمند شول.

۳۵نو دوئ ته ياد شُو چې خُدائ پاک د دوئ د پناه ګټ وو،

او دا چې خُدائ تعالىٰ د دوئ خلاصونکے وو.

۳۶خو په خولۀ يې د هغۀ خوشامندى وکړله،

او په ژبه باندې يې هغۀ ته دروغ ووئيل.

۳۷او د دوئ زړونه هغۀ ته وفادار نۀ وُو،

او دوئ د هغۀ د لوظ سره وفادار نۀ وُو.

۳۸خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو.

د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل.

اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو.

۳۹هغۀ راياد کړل چې بنيادم خو د غوښې نه جوړ دے،

د هغې هوا په شان دے چې لګى او بيا نۀ واپس کيږى.

۴۰څو وارې هغوئ په بيابان کښې د هغۀ خلاف بغاوت وکړو،

او هغه يې په بيابان کښې خفه کړو.

۴۱او په بيا بيا يې په خُدائ پاک باندې آزمېښت وکړو،

دوئ د اِسرائيلو مقدس ذات خفه کړو.

۴۲دوئ ته د هغۀ قدرت ياد نۀ وو،

نۀ ورته دا ياد وُو چې په کومه ورځ هغۀ د ظالمانو نه خلاص کړى وُو.

۴۳هغوئ هغه معجزې رايادې نۀ کړې کومې چې په مِصر کښې شوې وې،

او نۀ هغه عجيبه کارنامې چې په ضُعن کښې شوې وې.

۴۴هغۀ د دوئ سيندونه په وينو بدل کړل،

دوئ د خپلو نِهرونو اوبۀ څښلے نۀ شوې.

۴۵هغۀ دوئ پسې د مچانو لښکر راولېږلو چې دوئ تباه کړى،

او د چيندخانو عذاب چې دوئ ته تکليف ورکړى.

۴۶هغۀ د دوئ فصلونه مُلخانو ته حواله کړل،

او د هغوئ غله دانه قحطى مُلخانو وخوړله.

۴۷هغۀ د دوئ د انګورو باغونه په ږلۍ سره تباه کړل،

او د دوئ اينځران يې ټول ږلۍ سره تباه کړل.

۴۸او هغۀ د دوئ څاروى ږلۍ ته حواله کړل،

او د دوئ رَمې يې د برېښنا غشو ته حواله کړې.

۴۹هغۀ دوئ ته خپله سخته غصه وښودله،

او خپل غضب او قهر يې ورته وښودلو،

او د هلاکونکو فرښتو دسته يې راولېږله.

۵۰هغۀ خپلې غصې ته لار جوړه کړه،

او هغۀ دوئ د مرګ نه بچ نۀ کړل،

خو دوئ يې وبا ته په حواله کړل.

۵۱هغۀ د مِصريانو ټول مشران زامن مړۀ کړل،

د حام په خېمو کښې يې د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه ختمه کړه.

۵۲خو هغۀ خپل خلق لکه د رمو په شان ترې نه بهر راوويستل،

او د ګډو په شان يې په بيابان کښې د هغوئ لارښودنه وکړه.

۵۳چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله،

خو سمندر د دوئ دشمنان غرق کړل.

۵۴نو وروستو يې هغوئ د خپل مقدس مُلک سرحد ته راوستل،

هغه غريزه مُلک ته چې هغۀ په خپل قدرت سره قبضه کړو.

۵۵د دوئ نه وړاندې‎ هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل،

او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې

او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.

۵۶خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو،

او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه

او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.

۵۷هغوئ د خپل ‎پلار نيکۀ غوندې بې‌وفا او بې‌ايمانه وُو،

لکه د خرابې ليندې په شان نا باوره وُو.

۵۸دوئ هغه په بُت‌خانو جوړولو باندې غصه کړلو،

او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.

۵۹کله چې خُدائ پاک د دوئ نه خبر شو نو هغه ډېر په قهر شو،

او هغۀ اِسرائيل په مکمل طور رد کړل.

۶۰او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده،

کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.

۶۱او هغۀ خپل د لوظ صندوق نورو ته حواله کړو،

او خپل شان و شوکت يې دشمنانو ته حواله کړو.

۶۲هغۀ خپل خلق د تُورې خولې ته ورکړل،

او خپل منتخب شوى قوم ته هغه ډېر غصه وو.

۶۳په اور يې د هغوئ ځوانان تباه کړل،

او پېغلو يې سندرې د وادۀ وانۀ ورېدلې.

۶۴د دوئ اِمامان يې په تُوره ووژل،

او د دوئ کونډو ماتم ونۀ کړو.

۶۵مالِک راپاڅېدو لکه څنګه چې څوک د خوب نه راويښ شى،

لکه څنګه چې بنيادم د شرابو په نشه مست شى.

۶۶هغۀ خپل دشمنان په شا وتنبول،

او هغه يې د تل دپاره په شرمونو وشرمول.

۶۷هغۀ د يوسف اولاد رد کړو،

او هغۀ د اِفرائيم قبيله غوره نۀ کړه.

۶۸خو هغۀ د يهوداه قبيله غوره کړه،

او د صيون غر چې زياته مينه يې ورسره وه.

۶۹هغۀ هلته خپل مقدس ځائ لکه د لوړو آسمانونو په شان جوړ کړو،

او لکه د هغه زمکې په شان چې د تل دپاره يې قائمه کړې ده.

۷۰هغۀ د خپل خِدمت دپاره داؤد منتخب کړو،

او هغه يې د ګډو د شپول نه راوچت کړو.

۷۱د ګډو د شپونتوب نه يې هغه راوستلو،

چې شپون شى د يعقوب د خپلو خلقو،

د خپل غوره شوى قوم اِسرائيلو شپونتوب يې پرې وکړلو.

۷۲او داؤد په پوره زړۀ سره د دوئ شپونتوب وکړو،

او په عقلمندۍ سره يې د هغوئ لارښودنه وکړه.