يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - درې شپېتم زبور

زما ځان د خُدائ تږے دے

د حضرت داؤد يو زبور کله چې هغه د يهوداه په بيابان کښې وو

۱اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې.

د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم،

روح او زما ځان ستا تږے دے،

لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.

۲تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې،

او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.

۳ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده،

نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.

۴ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم،

او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.

۵ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک.

زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،

۶زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم،

ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.

۷ځکه چې تۀ زما مددګار يې،

په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.

۸ما خپل ځان تا پورې تړلے دے،

ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.

۹څوک چې کوشش کوى زما د وژلو،

خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو.

۱۰په جنګ کښې به هغوئ لاندې شى د تُورو،

او دوئ به شى خوراک د ګيدړانو.

۱۱خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم،

او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے،

هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى،

ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى.