د سختیو په وخت کې د مرستې دپاره دعا
(د داود زبور)
۱مخالفت وکړه ته زما د دښمنانو سره ای څښتنه
هغوی چې ما سره کړي جنګ ورسره وجنګېږه
۲ته دې خپل سپر او خپله زغره واخله
او راشه ته زما د مرستې لره
۳خپله نېزه او جنګي تبر دې راپورته کړه ته
د هغه چا په مقابل کې چې په ما پسې دي
دغه ډاډ راکړه چې به ماته راکوې خلاصون
۴هغه کسان چې غواړي ما ووژني
هغوی دې ماتې سره مخ شي او رسوا دې شي
زما په ضد چې دسیسې جوړوي
شي دې ناکام او خجالته دې شي
۵دوی دې د بوسو په شان شي چې باد یې الوزوي
او فرښته د څښتن دې هغو وځغلوي
۶په هغه وخت چې فرښته د څښتن وي په هغوی پسې
د هغوی لاره دې تیاره شي ښویېدونکې دې شي
۷بې سببه هغوی ایښی راته دام دی
بې سببه راته کنده یې ایستلې چې مې ښکېل کړي
۸بربادي دې ناڅاپي ورباندې راشي
دوی دې په خپل دام کې په خپله ګېر شي
ودې غورځیږي او برباد دې شي
په هغه کنده کې چې دوی کیندلې
۹نو بیا زه به شم خوشحاله له سببه د څښتن
زه به کړمه خوشحالي ځکه خلاصون یې دی راکړی
۱۰د زړه له کومي به څښتن ته وایم:
«نشته هېڅوک د ستا په شان څښتنه
له زورورو څخه ژغورې ته کمزوري خلک
ته خواران خلک ژغورې له ظالمانو»
۱۱بدکاران زما په ضد شاهدي وایي
د هغو جرمونو تور راباندې وایي
چې خبر ورڅخه نه یم
۱۲د نېکۍ بدل کې ما سره بدي کړي
زه یم ډوب ناامیدۍ کې
۱۳خو چې کله به هغوی شول رنځوران
نو په تن کولې د غم جامې به ما
په روژه نیولو ځان مې ځورولو
ما خپل سر به ټیټاوه کړله دعا مې
۱۴لکه چې دوست او یا خپل ورور سره مې ویر کاوه
سر به مې ټیټ کړلو له غمه ځینې
لکه چې څوک کوي ژړا په خپلې مور باندې
۱۵کله چې زه وم په تکلیف کې، دوی خوشحاله وو ټول
سره راټول شول او ملنډې یې وهلې په ما
پردیو خلکو به وهلمه زه
او دوامداره سپکاوی به یې کولو زما
۱۶د هغو خلکو په شان څوک چې وهي
ریشخند ملنډې په ګوډانو باندې
دوی چیچل ماته د نفرت غاښونه
۱۷ترڅو به ګورې ورته ای څښتنه؟
د دې خلکو د بریدونو نه مې خلاص کړه
د دې زمریانو نه مې قیمتي ژوند وژغوره
۱۸بیا به د ستا د قوم په غونډه کې ستا شکر کړمه
د هغو ټولو مخکې زه به ستا ثنا وایمه
۱۹زما بې سببه دښمنان مه پرېږده
چې شي خوشحاله زما په ماتې باندې
مه یې پرېږده چې بې سببه کړي زما نه کرکه
چې کړي خندا د خوشحالۍ زما په غم باندې
۲۰د خیر خبرې نه کوي د شر خبرې کاندي
د هغوی پسې کوي غلطې خبرې
څوک چې په سوله کې ژوندون تېروي
۲۱دوی په ما لګوي تور او وهي چیغې:
«واه! واه! تا چې څه وکړل مونږ ولیدل»
۲۲خو ای څښتنه ولیدل تا هرڅه
نو چوپ کېږه مه څښتنه
ته له ما مه لېرې کېږه
۲۳ای څښتنه، شه راپورته او دفاع راڅخه وکړه
شه راپورته، زما خدایه، ته زما د دعوې وکړه وکالت
۲۴ته عادل یې ای څښتنه، نو زما بې ګناهي کړه ته اعلان
ته زما دښمنان مه پرېږده چې ما باندې خوشحال شي
۲۵هغوی مه پرېږده چې ووایي خپل منځ کې:
«مونږ هغه له منځه یووړ
هغه څه چې مونږ غوښتل هغسې وشول!»
۲۶څوک چې زما په بدبختۍ کې خوشحالي کړي
هغوی دې سمه ماتې وخوري وارخطا دې شي
څوک چې خپل ځان له ما بهتر ګڼي
شي په جامو د شرم پټ دې او رسوا دې شي
۲۷هغوی چې غواړي ما برحق وویني
د خوشحالۍ چیغې دې ووهي
او تل دې وایي: «څومره لوی دی څښتن!
په سوکالۍ د خپل خادم باندې خوشحاله دی»
۲۸ستا عدالت به بیا په ژبه زه بیان کړمه
او ټوله ورځ به زه د ستا ثنا صفت کړمه
زبور - ٣٥
WISDOM & POETRY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/psalm-35/